«عحیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتې شي»

نعمان دوست

0 677
تېره شنبه د ننګرهار په غني خیلو کې قیامت تېر شو. عکسونو او ویډیوګانو یې دومره وځپلم چې یوه اونۍ مې د فیسبوک له کلي کډه بار کړه.
د کوچنیو شهیدو زده کوونکیو څخه د یوه په کتابچه کې دا نیم بیتی، لکه د هغه ژوند، نیمګړی پاتې شو.
غوښتل مې د شهید ماشوم دا نیم بیتی تکمیل کړم؛ په دوام مې ورته لاندې بیتونه ولیکل:
پر ګل پښه کیږدي او مات ترې نه ګلدان پاتې شي
« عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتې شي»
غشی یې ملا کې ښخ و، ورو ورو یې ښکاري ته ویل:
هغه ځنګله کې به مې وږي دوه بچیان پاتې شي
دومره یې ووژل او دومره وینه یې تویه کړله
ګوته په غاښ به هلاکو او چنګیز خان پاتې شي
له ټپ دې ځار شم، زویه مړ نشې خبره واوره:
دستمال مو راوړ، ستا واده به مې ارمان پاتې شي
په هغه ورځ د جسدونو عجیبه منظر و
لکه سیند وچ کړي او پر شګو ټول کبان پاتې شي
ماشومان مړه و، خاموشي وه، څراغونه و ګل
کور داسې و؛ لکه بې ستورو چې اسمان پاتې شي
(نعمانه) دا نسل د چیغو او سلګو نسل دی
ګوندې په نوي کهول کې غږ د یا قربان پاتې شي
ن. دوست
د تلې ۱۴مه، ۱۳۹۹

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply