په تهران کې د علامه عبدالحی حبیبي نمانځنه

ژباړه: نعمان دوست

875
په صدای افغان ( اوا) ویبسایټ کې مې یو راپور ولوست. راپور په تهران کې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي د نمانځغونډې په مناسبت و. د راپور محتوا خوند راکړ ؛ځکه چې د خپل هیواد د یوه ډير حقدار شخص په اړه و. په دې غونډه کې د افغانستان سفیر او علمي شخصیت ښاغلي Abdul Ghafoor Liwal هم مهمې خبرې کړې وې. سړی خوشاله شي چې په بل وطن کې یې داسې یو څوک د خپل وطن استازیتوب کوي چې د سترو سترو پوهانو په منځ کې یې خبرې وزن لري او د چا خبره، سیالي مو پرې برابره وي.
که څه هم ژباړه زما لپاره خسته کن کار دی؛ خو ځینې وخت مې ګوتې وتخنیږي. هیله ده د دې راپور لوستل درته ګټور تمام شي. البته، د دې متن اصلي لیکوال په جمله بندیو کې سم ځان نه و پاذاب کړی، خدای دې وکړي په دې ژباړه کړې خواري مې عبث نشي. د راپور په دویمه برخه کې د علامه حبیبي پیژندګلو وه. له هغې تیر شوم، فقط لنډ مې معرفي کړ او په متن کې د راغلو نومونو لنډه تشریح مې هم چمتو کړه.
درناوی
نعمان دوست

په تهران کې د علامه عبدالحی حبیبي نمانځنه؛

هغه پښتون چې د فارسیوانانو ویاړ [هم] و

“په ایران کې د فارسي ژبې او ادبیاتو د حوزې څیړونکي او د پوهنتون استادان، له افغان علامه عبدالحی حبیبي ،چې مورنۍ ژبه یې پښتو وه، د فارسي ژبې او فارسي ادبیاتو د حوزې د یوه فوق العاده شخص په توګه یادونه کوي. دوی ټینګار کوي چې ۵۰ کاله وړاندې د فارسي متونو په تصحیح او تعلیق کې د هغه په کچه علمي جرات نه په ایران کې چا درلود او نه په افغانستان کې. له همدې کبله د فارسي ژبو د فرهنګ په تاریخ کې دی یوه استثنايي څیره ده ” [دا کرښې تر تصویر لاندې لیکل شوې وې. ]
صدای افغان (آوا) خبري اژانس – تهران: د افغانستان د مشهور مورخ او محقق علامه عبدالحی حبیبي د نمانځنې مراسم د دوشنبې (چنګاښ، ۱۴) په مازیګر، د اکو فرهنګي موسسې لخوا، په تهران کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په همکارۍ ترسره شول.
د اکو فرهنګي موسسې رئیس سرور بختي د پروګرام په پیل کې وویل چې موږ ټول د اکو غړي هیوادونه، په علامه حبیبي ویاړو. هغه زیاته کړه: “علامه حبیبي د اکو سیمې او نړۍ خلکو ته ارزښتمن اثار په میراث پرې ایښي، چې د هغه له وفات څخه د څو لسیزو په تیریدو، اوس هم څیړونکي او پوهان په پراخه کچه دغو اثارو ته رجوع کوي.”
د پوهنتون استاد او د ایران د ژبې او ادب د فرهنګستان غړي ډاکټر علي رواقي وویل: « د فارسي متن په کار کې استاد حبیبي یو له سترو استادانو څخه دی.»
رواقي، د علامه حبیبي لخوا په ۱۳۴۲ کال کې د طبقات الصوفیه د کتاب تصحیح ته په اشارې څرګنده کړه: « دا کتاب د ژبې له مخې په فارسي کې یو له ډیرو سختو کتابونو څخه دی. سره له دې چې یو دوه ځلې چاپ شوی، خو اوس هم په دې کتاب کې ډيرې ستونزې شته. خو هماغه لومړني چاپ کې چې علامه حبیبي په ۱۳۴۲ کې کوم کار کړی، شاوخوا ۱۰۰ پاڼو کې یې د دې کتاب لغتونه توضیح کړي او په داسې دقت او حوصله یې دا څیړنه کړې چې ماته د فارسي متونو د یوه څیړونکي په توګه، ډیره د حیرانۍ خبره ده.»
هغه د دې یادونه هم وکړه چې سره له دې چې د علامه حبیبي اصلي ژبه پښتو وه؛ خو فارسي ژبه کې هم ګڼ اثار لري.
استاد رواقي وویل: « سره له دې چې د هغه ( د علامه حبیبي) اصلي ژبه پښتو وه او په دې ژبه کې یې پراخې څیړنې کړي؛ خو په فارسي کې یې هم په شوق او دقت ډیر زیات کار کړی. په داسې ډول، چې دې دقت ته یې بیخي حیران شوم. د طبقات الصوفیه په توضیحاتو کې چې یې ۱۰۰ پاڼې لیکلي، له نورو هغو ټولو متونو څخه ډيرې دي چې تر هغه وخته چاپ شوي او دا په هغه وخت کې د یوه څیړونکي لپاره ډير سخت کار و.»
د ایران د علمي عالي شورا او د ستر اسلامي دایرة المعارف د مرکز غړی ډاکټر علي میر انصاري، د دې ناستې یو بل ګډونوال و چې د علامه حبیبي منحصر به فرد ځانګړنو ته یې اشاره وکړه.
هغه وویل: «عبدالحی حبیبي یو فوق العاده شخصیت و چې د هغې فرهنګي مطالعې او پوهې په مرسته چې درلوده یې، داسې کارونه یې وکړل چې زه ورته علمي جرات وایم. دا علمي جرات، په هغه وخت کې پرته له حبیبي، نه په افغانستان کې چا درلود او نه په ایران کې. علامه حبیبي چې کوم ۸ کتابونه تصحیح کړي، دا د هر چا د وس کار نه دی او نوموړی د افغانستان، ایران او تاجکستان د فارسي ژبو په تاریخ او فرهنګ کې یوه استثنايي څیره وه.»
ډاکټر میر انصاري، د خپلو خبرو په اوږدو کې په ډاګه کړه چې د علامه حبیبي له سیاسي او ټولنیزو افکارو سره کار نه لري؛ هر ډول افکار یې چې لرل هغه یې خپل کار و؛ خو علامه حبیبي یوه فرهنګي شخصیت و، عالم و، ادیب و او هغه په همدې مشهور دی.
نوموړي زیاته کړه:« کوم متون چې علامه حبیبي ۵۰ کاله مخکې تصحیح کړي، اوس هم د پوره اعتبار وړ دي او په داسې انداز یې تصحیح کړي چې حتی اوس هم ورته څوک بیا کتنه نشي کولای.[ یعنې د دې توان نشته چې پر دغې تصحیح تبصره وشي او یا تغییرات پکې راوړل شي.] موږ نشو کولای دغو متونو ته بیا له سره کتنه وکړو او نه ځان ته د دې اجازه ورکوو. باید د حبیبي په همدې کار اکتفاء وکړو او دا ځکه چې هغه لومړی درجه کارونه دي. »
له بلې خوا په تهران کې د افغانستان اسلامي جموري دولت سفیر ډاکټر عبدالغفور لیوال د علامه حبیبي هغه کارونو ته اشاره وکړه چې د لومړي ځل لپاره یې کړي وو او وې ویل چې د سیمې او افغانستان فرهنګ د استاد حبیبي له نوم سره غوټه شوی.
هغه زیاته کړه چې استاد حبیبي د علمي، ادبي څیړنو او فرهنګي فعالیتونو په برخه کې له معاصرو مخکښانو څخه دی چې د افغانستان او سیمې ځیني لومړني معاصر فرهنګي کارونه یې، له نوم سره تړلي دي.
ځینې هغه کارونه چې ډاکټر لیوال یې د علامه حبیبي لخوا د لومړي ځل لپاره ترسره شوي ګڼي، لاندې ترې یادونه کیږي:
په کابل پوهنتون کې د پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځۍ د لومړنیو بنسټ ایښودونکیو څخه دی
د افغانستان له لومړنیو پوهاندانو څخه دی، چې دا رتبه د افغانستان په پوهنتونونو کې د پروفیسور معادل ده
له لومړنیو استادانو څخه دی چې د ادبیاتو په ځانګړې توګه د پښتو ادبیاتو په پوهنتوني او علمي کچه موډرن تدریس او مطالعه یې له نوم سره پیوند لري.
په پښتو ادبیاتو کې د سبک پیژندنې بنسټ ایښودونکی دی
د شلمې پیړۍ له پنځو هغو مورخینو او څیړونکیو څخه دی چې د تاریخ لیکنې میتودولوژي او په تاریخي متونو کې څیړنه یې په علمي بڼه معرفي کړه.
د نسخو پیژندنې او د نسخو څیړنې د نوې میتودولوژۍ لومړنی معرفي کوونکی او هم په خارج کې د افغانستان حوزې د مربوطو پښتو او فارسي نسخو د موندنې لپاره د فکر کولو او پلټنو پایلونکی دی.
د موضوعي او توصیفې کتاب پیژندنې لومړنی لیکوال دی، په ځانګړې توګه په پښتو او فارسي ژبو کې
په افغانستان کې د مشروطیت دورې اولین څیړونکی او مورخ دی چې په دې اړه د استاد له ډیرو مهمو کتابونو څخه یو هم په (افغانستان کې مشروطیت) کتاب نومیږي.
هندي، عربي او فارسي ژبو حوزو ته د پښتو ژبې او ادبیاتو لومړنی معرفي کوونکی او د پښتو ژبې حوزې ته د فارسي ژبې او ادبیاتو د پیژندنې د لړۍ، پایلوونکی دی.
———-
علامه عبدالحی حبیبي په کال ۱۲۸۹ کې کندهار کې وزیږید. هغه د ولسي جرګې اوومې دورې (۱۳۲۷) ته، د کندهار د خلکو لخوا د خپل استازي په توګه انتخاب شو. علامه حبیبي خپل ژوند تحقیق، لیکنو او تدریس ته وقف کړی و چې له ۱۰۰ ډیر کتابونه یې ولیکل. په سلګونو مقالې یې ولیکلې. په ګڼو علمي کنفرانسونو کې یې برخه واخیسته او په دې توګه یې پښتو او دري ژبه ډيره زیاته غني کړه.
دا لویه هستي د ۱۳۶۳ کال په ثور کې، د ۷۴ کلونو په عمر د ابد په لور وکوچیده.
ارواه یې ښاده او یاد یې تلپاتې.
٭٭٭
ایکو، د اقتصادي همکاريو سازمان یا (Economic Cooperation Organization) چې په ۱۳۴۱ کې د ایران، ترکیې او پاکستان لخوا تاسیس او اوس پکې افغانستان، آذربایجان، قزاقستان، ترکمنستان، قرقیزستان، ازبکستان او تاجیکستان هم غړیتوب لري.
٭٭٭
طبقات الصوفیه، د فارسي متونو یو لرغونی کتاب دی چې په پنځمه هجري پیړۍ کې لیکل شوی او د پیر هرات ( خواجه عبدالله انصاري) تقریرونه پکې راټول شوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.