راځه چې په هوا شو
باد یو بې سازه مست عاشق او نڅاګر دی
پسرلی دی
د مڼو شیرچايي څانګې یې له ګوتو رانیولي چې وناڅي
باد له ازله شرابي دې
غواړي دا د دنیا خلک سره یوځای ونڅيږي
باد د خدای بې تعصبه سپین تخلیق دی
باد په هغې موسیقي باندې مین دی چې…