Browsing Tag

نورمحمد لاهو

د زاڼو د سفر سندره

د زاڼو د سفر سندره پیړۍ وشوې چې زه لا هم لکه زوړ ، ریبښې څادر په هغې ستړې تیږې پروت یم چې یو وخت پرې موږه دواړه ترسهاره خپه ناست وو پیړۍ وشوې ستا د خوږ اوربل له مَوجه رالویدلی سور ریدی اوس د مڼې په یوې ونې بدل شوی سرو کال یې…

د توت شیریني

د توت شیریني دا مات زړه ! لکه دا ستا له سره ټيکري نه راپرې شوې ځوان غاټول وایه په کومې غونډۍ کیږدم چې یې ولیدای شې یاره ؟ د جنډې غوندې په کوم زیارت ورَپم چې شمال مې ستا تر خوږ کاکله درشي ؟ او باران لکه د توت شیریني د…

تور عطر

تور عطر لا ماشوم وم چې بوډا شوم ما ځواني ونه لیدله ما له دې لوی سمندره یوه لپه ډکه نه کړه . های افسوس د زمانې په یوه ستوې زخمي لارې هغه پړانګ او هغه تللي سپین آسان بیرته بیا راستانه نه شول نه مې هم هغو غمونو له زخمونو…

زنګ وهلی کولپ

زنګ وهلی کولپ یو بد خبر ! خو ته وغواړه چې دروغ شي زه خبر شوم چې ته هم یې په سفر باندې روانه د یوې لپې رڼا په شانې غواړې د ځنګلونو په تیارو کې خپل څراغ څخه شې ورکه + + + + + زه خبر شوم چې نه غواړې د سفر کیسه دې سترګو ته هم…

!ته غږیږه

ته غږیږه ! ته چی خبرې کوې دا ستا له غږه د انارو تکې سرې سرې خوشبویانې پورته کیږي ته چې خبرې کوې د شیرین غږ په رنګه مَوج دې شاه پرک غواړي ویده شي . سړی غواړي کلماتو نه دې غټه مړۍ واخلی ته چی خبرې کوې یو د سلګونو کلو…

یوه ستوې لار

د غُربت ناځوانه درد دې هغه چارې په ما وکړې لکه تږې ، تیرې څوکې د یو تبر د ګلونو نرمو غاړو سره وکړې تا لیکلي څنګه یمه ؟ زه ښه نه یم زندګی داسې ترخه ده لکه شپه کې د اسحاق ننګیال د مرګ سخته شیبه یا لکه زخم کې دننه راشنه شوې د…

شاعر نورمحمد لاهو

په نوي عصر کې تر ډېره که موږ وګورو ځوان شاعران تر هر صنف په غزل کې ډېر کار کوي او غواړي نوښت پکې را مینځ ته کړي چې ډېر ځوانو شاعرانو کړی هم دی. د همدې وجه ده چې نن سبا غزل عام شوی او هرڅوک یې په اسانه توګه لیکي او کار پکې کوي. خو پاتې…

د نسترن څانګې

د نسترن څانګې ژړلي دې دي ولې ؟ په رنجو ککړو اوښکوته دې هغه شین چنار شم چې د خپلو پاڼو اور باندې لمبه شو وایه څه دې اوریدلي ؟ چې مچکې دې د خامو شنوسنځلو غوندې خوند کا او اوږې دې لکه دوه د نسترنو ډکې څانګې د باران تر لښتو لاندې نه…

په ګلونو بار آسونه

په ګلونو بار آسونه یوه ورځ دواړه ضرور یوې کشتۍ کې لکه دوې کوچۍ مرغۍ ! د اورونو له سیندونو د سپوږمۍ سپینې کیږدۍ ته کډه کیږو خو ته مه مایوسه کیږه ! چې بیړۍ مو وچې ځمکې ډوبه کړې او ترکاڼ مو د زاړه بلوط په څير خپلې ارې دې…

کاغذي کشتۍ

زه چې کله نیمه شپه لکه په مالګې لړل شوی تازه زخم په عذاب یم زړه مې غواړي ستا د کور دروازه ښه و شرنګومه اې زما د زړه له بامه الوتلې شنې کوترې ! زه نور ډير یم ستړی شوی که سل کاله هم ویده شم زما دمه نه جوړیږي دا دریاب لکه…