شاعر نورمحمد لاهو

محمد اجمل کریمي

1,195
په نوي عصر کې تر ډېره که موږ وګورو ځوان شاعران تر هر صنف په غزل کې ډېر کار کوي او غواړي نوښت پکې را مینځ ته کړي چې ډېر ځوانو شاعرانو کړی هم دی.
د همدې وجه ده چې نن سبا غزل عام شوی او هرڅوک یې په اسانه توګه لیکي او کار پکې کوي.
خو پاتې شوو نور صنفونه
هغه که نظم دی آزاد نظم دی یا هم سپین شعر دی دې ته کافي کم کار شوی آن په سلو فیسده کې ورته څلوېښت فیسده کار هم نه دی شوی
ځکه ننې دور کې خلګ لنډ مطالب لولي او لیکي تر څو یې خلګ زیات ولولي او په خلګو کې وپېژندل شي.
خو په دې هرڅه برسېره که یو څوک بیا هم په دې کمې فیسدۍ کې کوښښ کوي او دغه صنفونو ته کار کوي نو واقیاً د ستاینې وړ دی چې مثال یې زه په دروند او مینه ناکه شاعر او استاز محترم نور محمد”لاهو”صیب درکوم.
چې نوموړی په صحح معنا سره نظم آزاد نظم او سپین شعر ته کار کړی او لا یې هم کوي.
او په داسې طریقه سره یې لیکي چې هیڅ لوستونکي ته زحمت نه ورکوي.
په وړه مِصره کې یې دومره خبرې راټولې کړې وي چې سړی که له سهار تر بیګا پرې وغږیږي خو لا به ختمې نه شي.
محترم لاهو صیب یو په کائیناتو میَن د خدای ج په قدرتونو میَن او له موسم سره غږېدونکی شاعر دی چې دا استعداد خدای ج یوه یوه چاته ورکوي.
محترم لاهو صیب له دې هرڅه سره سره خپله معشوقه هم دشعر په کور کې ساتلې چې دا یې د شعر جامې لا ښې ورته استري کوي.
تاسو یې دغه وړوکی شعر ولولئ
غږ
شیرین غږ دې لکه سور رنګ
په رنګونو کې له لیرې لیدل کیږي
نور غږونه ددې خلکو اوریده شي
خو ستا غږ لکه اوبه په بیابان کې ،
څښل کیږي
دې شعر کې څومره لوړه خبره شوې ده شاعر د خپلې معشوقې غږ داسې پېژني لکه د بنجاره دوکان کې چې په سلو رنګونو ټوټو کې تک سور بخمل خلګ اسانه پېژندلای شي.
او بیا یې ښاغلی دغه غږ دومره نیولی چې وایې وري داسې پرې لګیږي لکه یو ستړي او تږي لاروي ته چې په سره غرمه کې څوک یخې او پاکې اوبه وکړي.
ما مخکې یادونه وکړه چې(محترم لاهو صیب)دخدای له مخلوقاتو سره بېکچې مینه لري تاسو یې دغه شعر ولولئ.
نیمه شپه ده
هغه بیا خپله ځواني لکه څادر هواره کړې او پرې پروت دی
شاه پرک یې په خولۍ باندې ویده دی
او پیشو یې اوښکې شماري
یو جام پړمخې لویدلی
په شرابو توره خاوره
په خپل تریخ بوی کې سوزیږي
دې شعر کې شاعر د خدای د هغه بې پروا بنده خبره کړې چې په ده د خدای مخلوق بې حده میَن وي مګر دی بیا هم پخپل هوس پسې مړ وي .
دومره فکر نه کوي چې په دې هوس پرستۍ کې په ما د خدای دا دومره مخلوقات چې زما لپاره یې پیدا کړي څومره خپه کیږي.
(محترم لاهو صیب) یوه بله خوندوره ځانګړتیا دا هم ده چې په طبیعت هم میَن دی داسې عکاسي په خپلو الفاظو کې رسموي چې یو عکاس یې په عکس نه شي رسمولای
تاسو یې دغه خوږ شعر ته لږ ځیر شئ
سکوت
کلمات یې،
د بادامي نُقلو په شان،
له خوږې ژبې نه نه غواړي رابیل شی
خاموشی ده
چای می سوړ شو په باران کې.
پورتني شعر کې څومره منظر کشي شوې ده څه یو منظر یې رسم کړی دی.
دې شعر کې شاعر له سکوت سره غږیږي او دومره یې نیولی چې خواږه یې په رګ رګ کې لکه هغه مست خواږه شات چې په چي کې ووهل شي او بیا وڅل شي له وینې سره په جریان کې دي.
هیڅ یې خپل حالت ته پام نه اوړي آن دا چې هغه دم شوی چای چې ده د دمې لپاره ځان ته تیار کړی هغه د سکوت دغو مستو خوږو ځینې هېر کړی او اوس په اوبو بدل شوی.
(محترم لاهو صیب) د طبیعت له ترجماني سره سره د رب په کائیناتو کې هم فکر کوي او د هغوئ ځینې حالتونه د تشبیې په رقم په خپلو شعرونو کې زکروي.
دا شعر یې څومره لوی مفهُم لري.
ډبرې
دا روانې په ویالې کې اوبه نه دي
دا یو چا پسې له درده
ویلې شوې د یو غره د زړه ټوټې دي
چې بیا نه ډبرې کیږي
نورمحمد لاهو
لا هو صیب دې شعر کې بیخي واضح خبره کړې چې زما الفاظ به یې رنګ کم کړي
لاهو صیب پخپلې معشوقې تر کوم حده میَن دی تاسو دغه شعر ولولئ.
پرهر او ګوتې
تا پرهر ته یې ناڅاپه ګوتې وروړې
اوس
د درد
په ځای یې زخم
د ګلابو
خوشبويی کا.
دې شعر کې د یوچا د خوږوالي اخېري حد رسم شوی دی .
شاعر دلته یو څوک د خپلو پرهرونه د رغېدو لپاره څومره ښه درمل بولي چې یوازې د ګوتو په مسح سره یې زخمونه ګلابونه کیږي د اوبو پر ځای پکې عطر کیږي او د درد پر ځای پکې خوشبویي چې دا د میَن توب اخیري حد دی.
(محترم لاهو صیب) همېشه غواړې خلګ داسې یوه منظر ته بوځي چې هلته کوم غم نه وي هلته د خدای د نعمتونو یو لوی درسترخوان هوار وي او طبیعت پکې داسې برابر وي لکه سهار وختي چې ګلان له شبنم سره د لمر سترګې ته خندانه ورګوري.
دا نظم یې څومره عالي پیایلی.
د نسترن څانګې
ژړلي دې دي ولې ؟
په رنجو ککړو اوښکوته دې هغه شین چنار شم
چې د خپلو پاڼو اور باندې لمبه شو
وایه څه دې اوریدلي ؟
چې مچکې دې د خامو شنوسنځلو غوندې خوند کا
او اوږې دې لکه دوه د نسترنو ډکې څانګې
د باران تر لښتو لاندې نه رپیږي
راپورته شه وخانده !
ته چې خاندې نوره هم ښایسته کیږې
ته چې خاندې د الماسو بازارونه راټيټږي
د ګلانو دوکانونه تړل کیږي
وه نازکې سپینې بازې !
دواړه لپې دې کړه خلاصې
هلته ګوره !
د کوترو تږي تږي لوی خیلونه
ستا پربام باندې تاویږي
غواړي ستا له خوږو لپو نه
د خپلو سوزیدلیو ړنګو ځالو هوا وڅښي
په ګلونو بار آسونه
پورتي نظم کې شاعر څومره خوږ مزاجه شوی دی چې یو څوک چې چاته د هغه غمونه لرې کوي باید چې له لاهو صیب نه یې زده کړي.
چې یو چاته تسلي څنګه ورکول کیږي.
لاهو صیب همېشه هڅه کوې چې الفاظ دومره په تسلي بار وپیالي چې یو بې وسه کس چې یې هم لولې نو دا احساس ورکړې چې ګواګې همدا اوس یې وس په لاس کې دی او هرڅه د ده په خوښه روان دي.
—————————
یوه ورځ دواړه ضرور یوې کشتۍ کې
لکه دوې کوچۍ مرغۍ !
د اورونو له سیندونو
د سپوږمۍ سپینې کیږدۍ ته کډه کیږو
خو ته مه مایوسه کیږه !
چې بیړۍ مو وچې ځمکې ډوبه کړې
او ترکاڼ مو د زاړه بلوط په څير خپلې ارې دې قتل کړی
او میخونو د ګلونو تازه ملاوې پر دیوال ټینګې نیولي
او تختې هم دغو خلکو تابوتونو ته ساتلي
دنګ چنار دې په خوږو سترګو مین دی
ستا د پاره یې کشتۍ خپل کمیسه کې پټه کړې
ګوره تاته په کتو لکه یو نوی په ځوانۍ راغلی ځوان څنګه رپیږي
زه اوته ضرور رسیږو
هغه ځای ته چې دلمر رڼا په خلکو نه خرڅيږي
او مرغان یې د قفس اورونه لمانځي په سندرو
پسرلی یې د څوکسو په ګلدان کې ، اسير نه وي
زه اوته ضرور رسیږو هغه ځای ته
چې شمال یې ایلبندو کې په پیکیو پسې ګرځي
په ګلونو بار آسونه شین خالیو پسې ګرځي
شړل شوی ګلاب ناست وي ننه باغ کې
او مُلا هم د ساقي له سپینو ګوتو سرې لمبې تیروي زړه ته
زه اوته ضرور رسیږو
ته یوازې دومره وکړه
چې د سیند له آیینوسره دې تور اوربل عادت شي
راځه !
لوږه اول زده کړو
ډوډۍ خپله راشنه کیږي.
دغه شاعر پورتني نظم کې خپلې معشوقې ته په څومره کوي الفاظو ډاډ او یقین ورکوي چې که هر حالت وي موږ خپل منزل ته رسیږو
خو تر هر څه مُهمه خبره داده چې باید اول له لوږې سره ځان عادت کړو ولې په سفر کې حتماً لوږه راځي نو که ځان ورسره عادت نه شي بیا د مخته تګ امکانات کمیږي.
دا یې یوازې یوه مخاطب ته نه دي ویلې بلکې دې نظم کې شاعر ټولنې ته څومره قوي پیغام ورکوي که څوک ورباندې عمل وکړي نو شاعر باوري دی چې هرڅه به سمیږي.
البته دې نظم کې ډېرې لوړې خبرې شوې چې زه ورته الفاظ نلرم.
داسې زرګونه زرګونه خبرې شته د عالي قدر (محترم لاهو صیب) په شاعري کې چې زموږ عاجزانه فکر ورته نه شي رسېدای.
لاهو صیب مې هم نه دی لیدلی خو په مسینجر مې سلام دوعا ورسره شوي چې یو نرم او خوږ شحصیت دی
رب تعالی دي یې هنر لا پیاوړی کړي تر څو موږ دده له نېکو لارښونو او نېکو الفاظو زدکړه وکړو او کوو یې هم.
ښاغلې عالي قدر (محترم لاهو صیب) صیب ته ډېر عمر غواړم هیله ده چې زما دې ماتو او ګوډو الفاظو یې د لوړو الفاظو رنګ نه وي وړی. او یو څه به یې حق ادا شوی وي.
رب دي یې د پښتو له ادبه نه کموي .
لوړ او دروند شخصیت دی
همداسې لوړ او دروند دي وي تل تر تله.
درنښت:
محمد اجمل (کریمي)
بلوچستان “حب”ښار.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.