!ته خپه یې

نورمحمد لاهو

600
ته خپه یې !
لکه زړه د مساپرو ددې ښار ټولې کوڅې دي تنکې شوي
سمندر مې وړه لپه کې ویده شو
غواړم ومرم
سړی څنګه خپله لپه کې ځان ډوب کا ؟
څنګه شړکنده باران دی
یوڅوک شته چې زما تخرګ کې
هیره شوې شنه چترۍ مې را په یاد کړي ؟
کاشکی هروخت زما لاس کې
کنګل شوې پیالې غږ راته کولی
ته خپه یې
اویاران هم لکه زاڼې په سفر راڅخه راتللي
په پښو مې سرې سکروتې لکه زخم راختلي
په لوی پارک کې ددې ښارهم کار روان دی
سړی چیرته او د کومې ونې لاندې ستړی جسم خپل هوار کړي ؟
هلته ګوره !
څراغ خپلو لوټل شویو رڼاګانو پسې لاړو
ته لا هم لکه ماشوم نه پخلا کیږې
غرقه شپه ده د شرابو میرات مړی دوکان کولپ دی
وه زما په تیاره ژوند خوشاله یاره !
وایه څومره تیارې وڅښم چې نیشه شم ؟
څومره درد زخم ته ورکړم چې ته خوښ شې زه ویده شم
اې چاکلیټه !
جواهرو !
اې ګلابه ! غږ مې اورئ ؟
تاسو خپله ورله ورشئ که پخلا شي !
ورته وایاست چې د باغ د ویالې غیږ کې
څو شیبو کې زړَه شوې یوه دنګه ځوانه ونه هر وخت ژاړي
او خالي تشو لاسو ته
ستا له شنې خوږې لمنې بیرته خپلې شیرچايی شګوفې غواړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.