یوه ستوې لار

نورمحمد لاهو

783
د غُربت ناځوانه درد دې هغه چارې په ما وکړې
لکه تږې ، تیرې څوکې د یو تبر
د ګلونو نرمو غاړو سره وکړې
تا لیکلي څنګه یمه ؟
زه ښه نه یم
زندګی داسې ترخه ده
لکه شپه کې
د اسحاق ننګیال د مرګ سخته شیبه
یا
لکه زخم کې دننه
راشنه شوې د شیشې ماته ټوټه وي
د کړکۍ په رڼا پورې
ټومبل شوې په ازغو توره لمبه وي
تالیکلي څنګه یمه ؟
همیشه فکر کوم هغه ریدی یم
ها ریدی چې دلته چا په ښکلو ګوتو په صحرا و رسم کړی
بیا باران یې د مخ رنګ و ګډوډ کړی
نه پوهیږم !
هروخت ولې چې باران وي
بیابان راته په وینو تک سور ښکاري ؟
* * * * *      
تالیکلي اوس له چا سره اوسیږي ؟
زه دهغې ړنګې ونې سره ژوند کړم
چې توپان یې ملا وي غوټه ماته کړې
چې سپرلی شي د میوې په ځای سکروټې یې له څانګو راشنې کیږي
شاه پرک یې په لمنه کې مړ کیږي !
لاس دې ځان پورې چاپیر کړه !
لاس دې نور نه رارسیږي
غږ دې هم لکه چراغ لار کې ګل کیږي
بیرته خپل کورته ستنه شه !
زه اوس نور په یوه ستوې لارې تللی مساپر یم
خپل وجود ته بیرته نه شم ستنیدلی
غږ مې اورې ؟
زه یم نور په هغه جسم بدل شوی
چې پوټکي کې خپل نه غواړي واوسي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اسحاق ننګیال : د سپین شعر باچا چې د شهرت په اوج کې ځوانیمرګ شو
یوه ستوی لار : جاده یکطرفه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.