زنګ وهلی کولپ

نورمحمد لاهو

449
زنګ وهلی کولپ
یو بد خبر !
خو ته وغواړه چې دروغ شي
زه خبر شوم چې ته هم یې په سفر باندې روانه
د یوې لپې رڼا په شانې غواړې
د ځنګلونو په تیارو کې
خپل څراغ څخه شې ورکه
+ + + + +
زه خبر شوم چې نه غواړې
د سفر کیسه دې سترګو ته هم وکړې
داسې بې له مخه ښې لکه یو سیند
کوم سمندر سره یوځای شې بیا رانه شې
+ + + +
آخر زړه دې په دې څرنګه قانع کړ
چې د دنګ غره د ریدیو شیرین عطر لکه گرد له مخه پریولې ؟
زه خبرشوم
لکه اوښکه له غږ پرته په ګریوان غواړې لمبه شې
پریږده ټول خلک دې لاړ شي خو ته مه ځه
له جامو ډکو بکسونو ته دې ومرم
نرۍ ملا ، تنکۍ پښې ، اوږدې مزلې
خورم قسم که د خدای لار وي
مه ځه !
مه ځه !
که ته ولاړه شې ورېښمینې!
ددې ټولو دنګو ونو به زړه مات شي
ددې باغ هریو طاووس به مساپر شي
او مرغۍ به بیا دچا په دسترخوان باندې ټولېږي ؟
دلته لیرې یو سړی دی
له هغه به سترګې ولویږي په ځمکې
او د کور په دروازې به یې ترتله
یو کولپ پروت وي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.