Browsing Tag

سپين روان نورزی

څوک شتمن دی؟

په لرغونو وختونو کې داسې فکر کېدو چې په نړۍ کې هغه هېواد شتمن دی چې ډېرې کرنيزې ځمکې او ښه زراعتي توليدات ولري، ځکه هغه مهال د خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ و نو دوی به هم داسې فکر کولو چې که څوک ډېرې کرنيزې ځمکې لري هغه شتمن دی، خو د…

ستونزه د نظام نه ده

نړۍ د سياسي نظامونو يوه اوږده مخينه لري، او هر نظام د يو لړ اصولو او قواعدو په چوکاټ کې سياستوالو ته موقع په لاس ورکوي چې په خلکو حاکميت وکړي. د حاکميت ساتلو لپاره هر وخت حاکم سياستوال د هغه نظام ښېګڼې بيانوي او ستاينه يې کوي، ترڅو موجوده…

عارف وزير دې د متحد انقلابي فکر سمبول شي

تيره اوونۍ د پښتون ژغورنې يو مخکښ غړی سردار عارف وزير په خپل کلي کې د نامعلومو وسله والو له خوا په نښه شو او له څو ساعته درملنې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه. په ټولنيزو رسنيو کې ډېری خلک د عارف وزير انځورونه لاندې باندې کوي او په بېلا…

د يوه ښوونکي جنازه

رحمت شاه سايل په يوه شعر کې وايي:(( ولس جانان کړه نو د ټول ولس جانان به شې، که لږ په خپله ځمکه ودرېدې اسمان به شې)) که څه هم د سايل صاحب له شعره داسې ښکارې چې ده سياستوال مخاطب کړي دي، خو په ټوله کې هر چا چې د ولس سره مينه وکړه ولس مينه…

کورونا له کومې شوه؟

د ۲۰۱۹ کال په وروستيو شپو ورځو کې د چين د واهان ايالت يوه ډاکټر د کورونا وايرس په اړه اندېښنه ښکاره کړه، خو د چين دولت له خوا په دې تور د پوليسو ماموريت ته وبلل شو چې ته عامه اذهان مغشوشوې او له خلکو سره وېره پيدا کوې، څه موده وروسته خبره…

افغان چارواکي د خپلو شتمنيو له ثبته ځکه تښتي

په افغانستان کې کله چې په يوه عادي ماموريت هم ګمارل کېږې نو کليوال او ملګري خامخا درنه پوښتنه کوي چې معاش دې څومره دی، کله دې چې د معاش اندازه ورته وښودله، نو ته بايد دې پوښتنې ته هم ځواب ولرې چې نورې څومره جوړ وې. دا نو اوس په

د قهرمان يتيم زوی ژړا، بل ماشوم يتيم کړ

سپين روان نورزی  د فلسفې له نظره هر پېښه د يوې بلې پېښې يا پېښو معلول وي، يعنې په ټولنه کې ټولې پېښې په خپل منځ کې اړيکې لري او يوه د بلې زيږنده وي، خو دا عليت يعنې د علت او معلول اړيکې کله کله ګڼې وي او کله کله پټې وي، انسان نه شي کولی چې…

د عالم او معلم ترمنځ توپير / سپين روان نورزی

علم پوهېدلو او يقين کولو ته وايي (١) هغه چا چې د کوم شي په اړه علم حاصل کړ او پرې  پوه شو نو هغه ته عالم وايي، المعاني انټرنيټي قاموس ليکي چې عالم د پوهان، څېړونکي، او اديب معنا لري، په عام ډول زموږ په ټولنه کې عالم هغه چا ته ويل کېږي چې په…

امريکا پور غواړي، پاکستان نور غواړي / سپين روان نورزی

په عام ډول ترهګري هغه عمل ته ويل کېږي چې د خلکو د وېرې او ترهې سبب وګرځي، خو په دې شرط چې دا عمل د يوې ډلې يا ادارې له خوا په هغه سيمه يا هېواد کې په مرموز ډول د اعمال نفوذ په موخه تر سره شي. مثلاً د يوه دولت يوه ناراضه ډله غواړي چې خلک په…

د غزني سوځېدل، بدبختي که بې غوري/سپين روان نورزی  

د بشر تاريخ د غزني په اړه ډېرې خبرې لري، ځکه زرګونه کاله دلته تمدونونه هست او نيست شوي دي، خو د عام ولس په منځ کې په دې وروستيو کې د غزني د بدبختۍ او بدمرغۍ خبره ډېره لاندې باندې کېږي. کېدای شي د خلکو دا ذهنيت له هغو دريو پېښو سرچينه…