د يوه ښوونکي جنازه

سپين روان نورزی 

0 990

رحمت شاه سايل په يوه شعر کې وايي:(( ولس جانان کړه نو د ټول ولس جانان به شې، که لږ په خپله ځمکه ودرېدې اسمان به شې)) که څه هم د سايل صاحب له شعره داسې ښکارې چې ده سياستوال مخاطب کړي دي، خو په ټوله کې هر چا چې د ولس سره مينه وکړه ولس مينه ورکوي، او دومره قدراني يې کوي چې ښايي دی يې فکر هم ونه کړي.

(مازلو) د انسان غوښتنې به بېلا بېلو کټه ګوريو وېشي، دی خپله ويشنه له ځاني خونديتوبه پيلوي او همداسې قدم په قدم پاس ځي چې څلورم هغه يې د عزت او درناوي غوښتنه ده.

ځينې خلک داسې فکر کوي چې عزت او احترام په مادي شتمنۍ او ثروت کې پروت دی، په داسې حال کې چې دا مقام په اصل کې په ټولنيزه پانګه او سرمايه کې نغښتی دی.

کله چې د پانګې او سرمايې خبره کېږي د انسان په ذهن کې مادي پانګه راځي چې له دوران سره ډېريږي، خو ټولنيزه پانګه هم کټه مټه د مادي پانګې په څېر ده کله چې په جريان کې واچول شي، ځان ډېروي.

د ټولنيزې پانګې د تحرک او پراختيا لارې چارې له خلکو سره په ښو اړيکو بنا شوي دي، خو ښايي ځينې خلک دا پوښتنه وکړي چې ښې اړيکې څه ته وايي او موږ ښې اړيکې څه ډول تعريفولی شو.

انساني ښېګڼه کولی شو په دوو برخو وويشو: يوه هغه ښېګڼه ده چې له يوه انسان سره لاس په لاس ښه کېږي، خو اوږدمهاله پايله نه لري، د بېلګې په ټوګه له يوه معتاد کس سره موږ د نشه يي توکو مرسته کوو، يا يوه سوالګر ته نغدې پيسې ورکوو ترڅو دوی پرې خپله اړتيا پوره کړي، موږ له انسان سره ښېګڼه وکړه ولې د هغه لپاره مو بنيادي کار ونه کړ ترڅو دی له دې ستونزې خلاص کړو. دويم ډول يې هغه دی چې موږ يو معتاد کس نيسو د درملنې لپاره يې روغتون ته بيايو او وروسته له درملنې يې په يوه شرکت يا فابريکه کې مصروفوو ترڅو د ټول عمر لپاره هم له نشو خلاص شي او هم د چا د اوږو بار نه شي، د ښېګڼې په لومړي ډول کې مرسته وشوه، خو ښايي زموږ ټولنيزه پانګه پرې اضافه نه شي، ځکه هلته مو يوازې له يوه غير سالم انسان سره مرسته کوله او ښايي هغه کس موږ سم پېژندلي هم نه وای، ولې په دويم ډول ښېګڼه کې موږ نه يوازې له يوه کس سره مرسته وکړه، بلکې په خپله ټولنيزه پانګه کې مو هم ډېروالی راوستو.

په ټولنه کې د انسان ټولنيز موقف هم په ټولنيزه پانګه پورې تړلی دی، کله چې يو څوک ډېره ټولنيزه پانګه ولري، ټولنه کې يې موقف هم لوړ وي او احترام يې هم ډېرېږي، کله چې يې ټولنيزه پانګه لږه وي، ټولنيز موقف يې هم په هماغه اندازه ټيټ وي.

ښايي په ټولنه کې ډېرې داسې لارې چارې وي چې له هغې سره به د انسان ټولنيزه پانګه پراختيا مومي، خو زما له انده تر ټولو اغېزناکه لار د دې پانګې لپاره معلمي ده. له دې ليکنې مخکې زه د ښوونکي په مقام پوهېدم ولې دې ته نه وم متوجه شوی چې ښوونکی کولی شي، يوه پراخه ټولنيزه پانګه جوړه کړي.

ځکه که چېرې يو ښوونکی خپلو زده کونکو ته ښه درس ورکړي او د ده د رس له برکته زده کونکی په راتلونکي کې په ټولنه کې يوه لوړ مقام تر لاسه کړي، نو دا زده کونکی چې له مور او پلار وروسته لومړی احترام چا ته کوي، هغه به ښوونکی وي.

څو ورځې وړاندې مې د نواب خان نيکمل په نوم د يوه ښوونکي په جنازه کې ګډون وکړ، خو کله مې چې د خلکو خپګان او د دوی ګڼ حضور په حضيره ( هديره) کې وليدو، په دې پوه شوم، چې يو ښوونکی که په صداقت خپله دنده اجرا کړي، دومره ټولنيزه پانګه به ولري چې ښايي په نورو برخو کې سيالي وسره ګرانه وي.

تر کومه ځايه چې ما نواب خان نيکمل پيژندو، هغه يو ډېر قاطع او ژمن ښوونکی و، ده به تل هڅه کوله چې زده کونکي يوازې ليک او لوست زده نه کړي، بلکې د دوی په شخصيتونو کې هم تغيير راشي. ده په يوه کليوالي سيمه کې تدريس کولو، په داسې سيمه کې چې ځينې خلک په خپلو وحشي نمايشاتو ځانونه د ټولنې مهم کسان ښکاره کوي، خو ده به سره د ټولو تهديداتو او خطراتو هڅه کوله چې له وحشي صفته انسان څخه يو تعليم يافته او باشخصيته انسان جوړ کړي. د ټولګي د مدير په خبره چې ارواښاد نيکمل به له خبرو، کړنو او معلوماتو نيولي تر لباس اغوښتلو پورې به د يوه زده کونکي او بې لارې انسان ترمنځ معيارونه په نښه کړي وو، کله به چې نوی زده کونکی په ځانګړي ډول لوړو ټولګيو ته راغی، نو نواب خان به ورسره خواري پيل کړه، ترڅو د هغه په ظاهري او باطني شخصيت کې انقلاب راولي، نن مو چې ليسه د نظم او ډسپلين په برخه کې کوم ځانګړی ځای لري، د نواب خان خوارۍ او هڅې دي.

 ښايي هغه وخت دی ډېر ستومانه او کله نا کله مايوسه شوی هم وي، خو هغه څه چې ده تر لاسه کړي وو ښايي ده او يا نورو خلکو فکر هم نه وي کړی.

که څه هم دی يو عادي ښوونکی و او په اقتصادي لحاظ يې هم عادي ژوند درلود، خو جنازه يې د هر سياستوال، تجار، روحاني او تر بل هر ټولنيز موقف درلودنکي لويه او مجلله وه، ځکه ده دومره ټولنيزه پانګه درلوده چې ښايي بل څوک يې ونه لري.
ما به چې د ده جنازه ليده نو په ذهن کې به مې دا شعر بيا بيا ګرځېدو:
دا څوک دی چې يې ګټ له دومره ډېرې اوږې راغلې
دا څوک دی چې هر څوک يې جنازه اخلي او ژاړي

هو دا ښوونکی دی!
دا هغه ښوونکی دی چې ښېګڼه يې د انسانيت لپاره وه!
ده خلکو ته د انساني ژوند لارې چارې ورښودلې!

ځکه يې نن په جنازه هر سړی اوښکې تويوي او جنازې ته يې اوږه ورکوي.

ته چې وشوې تا ژړل خلکو خندا کړه
داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژړاي

ارواښاد نواب خان نيکمل نن زموږ په منځ کې نه شته، خو د ده يادونه او کارنامې به تل زموږ به زړونو کې د يو اتل په څېر روښانه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply