څوک شتمن دی؟

سپين روان نورزی

246

په لرغونو وختونو کې داسې فکر کېدو چې په نړۍ کې هغه هېواد شتمن دی چې ډېرې کرنيزې ځمکې او ښه زراعتي توليدات ولري، ځکه هغه مهال د خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ و نو دوی به هم داسې فکر کولو چې که څوک ډېرې کرنيزې ځمکې لري هغه شتمن دی، خو د وخت په تېرېدو سره کله چې صعنت وده وکړه او د بخار ماشين ايجاد شو، کانونونه (معدنونه) وموندل شول او خلکو يې په عصري وسايلو ايستل شروع کړل، همدا ډول په ځمکه کې د نفتو څاګان وويستل شول او نفت د هر توليد لپاره اساسي ماده وبلل شوه، ځکه د ټولو توليدي او صنعتي ماشينونو انرژي نفتو تمويلوله، نو د شمنۍ مفکورې هم تغير وکړ او داسې فکر کېدو چې هغه هېواد ډېر شتمن دی چې ډېر کانونه او د نفتو زيرمې ولري، په نړۍ کې د ماشين الاتو او توليدي دستګاوو په ډېرېدو د نفتو بازار هم ګرمېدو، هر څه په نفتو پسې وتړل شول، له ترانسپورټه واخله تر عادي وسايلو حرکت په نفتو پورې محدود شو او د نړۍ غښتلو هېوادونو هم دا هڅه کوله چې هغه سيمې لاندې کړي په کومو کې چې ډېرې نفتي زېرمې وي، د همدې نفتو له برکته د عربو شاړې شګلينې دښتې په عصري ودانيو او ښارونه يې په نړيوالو مارکېټونو بدل شول.

دا مفکوره تر ډېره حاکمه وه او داسې فکر کېدو چې هغه هېوادونه شتمن دي چې د تيلو زيرمې لري، ځکه په نړۍ کې هر کال په ميلياردونو ډالر د تيلو په راکړه ورکړه کې لاندې باندې کېدل او لا هم کېږي، خو دې فکر هلته تغير وکړ چې د اقتصادي توانمندۍ لپاره د روزل شوې بشري قوې اړتيا احساس شوه.

د هرې ورځې په تيرېدو سره په نړۍ کې د تخنيک پېچلتيا او د هرې دستګاه لپاره د روزل شوي انسان اړتيا دا فکر رامنځ ته کړ چې که هر څومره وسايل او زېرمې په يوه هېواد کې موجودې وي تر هغې پورې چې ښه روزل شوې مجربه بشري قوا ونه لري، شتمن کېدای نه شي.

هغه د پښتو پخوانی متل په دې وخت کې ښه تصديق دی چې وايي: ((چې نه دې وي سړي، مه کورت خوره، مه غوړي)) او بله دا خبره چې ((پيسې د مېړو په تلو [د پښو په تلونو] پورې ښخې دي)) يعنې کله چې سړي ولرې، نو شتمني خپله در ته راځي، د دې ادعا د ثبوت لپاره سعودي عربستان او نور عربي هېوادونه ښه مثال دی، که څه هم د نړۍ تر ټولو ډېر نفت عربي نړۍ صادروي، خو د دوی د زيرمو اساسي ګټه نور هېوادونه چې ښه بشري قوا او روزل شوي متخصصين لري، لکه امريکا، برېتانيا، فرانسه او داسې نور وړي، ځکه عرب که تيل لري، خو په استخراج او تصفيې باندې يې نه پوهېږي، له بلې خوا د نړۍ په هېوادونو کې سنګاپور چې د اقليم په لحاظ د ښه زراعت جوګه نه دی، د معدنياتو په لحاظ د ښو زيرمو څښتن نه دی، خو تير کال کله چې په نړۍ کې د کرونا وبا له امله قرنتين (کور بنديز) وضع شو، نو تر ټولو ښه او ارامه ژوند د دې هېواد خلکو درلود، ځکه دې هېواد خپل وګړي داسې روزلي چې د نړۍ هېوادونه د دوی تخصصي وړتياوو او مهارتونو ته اړتيا لري. په همدې دليل دوی د نړۍ د وګړو په لحاظ ښه اقتصاد او تر ټولو ارامه او هوسا ژوند لري.

اصلا خبره د طلايي پاسپورټ ده چې عربي متحده اماراتو يې اعلان کړی او هغو وګړو ته به دا ويزه ورکوي چې په يوه برخه کې تخصص ولري او يا هم لوړ علمي سند لکه (دوکتورا) ولري.

که څه هم افغانانو کلونه د عربو په خاروه تير کړل او د عربو د هرې ودانۍ خټې د افغانانو په خولو لمدې شوي دي، خو دوی کوم کمال نه لري، يوازې د لاس مزدوري او خواري کوي په همدې سبب دوی به نن هم په دې بريالي نه شي چې طلايي ويزه تر لاسه کړي.

اوس چې افغانان هر وخت کېني نو د خپلو معدنياتو او کانونو کيسې کوي چې افغانستان دومره کانونه او دومره بيرله نفت لري، خو دوی په دې نه پوهېږي چې تر هغې به دا نفت د دوی په درد دوا نه شي تر څو پورې چې دوی خپله بشري قوا نه وي روزلي او په يوه عالي تخصصي معيار يې د خپلو زيرمو په سپړلو لاس نه وي پورې کړی، ځکه د نړۍ شتمن او بډايه هېواد هغه دی چې ښه بشري قوا ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.