کورونا له کومې شوه؟

سپين روان نورزی

0 783

د ۲۰۱۹ کال په وروستيو شپو ورځو کې د چين د واهان ايالت يوه ډاکټر د کورونا وايرس په اړه اندېښنه ښکاره کړه، خو د چين دولت له خوا په دې تور د پوليسو ماموريت ته وبلل شو چې ته عامه اذهان مغشوشوې او له خلکو سره وېره پيدا کوې، څه موده وروسته خبره تر دې ورسېده چې نور يې د پټولو لپاره دليل نه پيدا کېدو، د چين دولت په لسو ورځو کې زر بستريز روغتون جوړ کړ او ډېر کلک وقايوي تدابير يې اعلان او تطبيق کړل، له چين وروسته په ايران او د اسرايلو په پوځ کې يې نښې څرګندې شوې، خبره تر ټولې نړۍ ورسېده او په هر هېواد کې غوغا پيل شوه، که څه هم په لومړي سر کې امريکا ځان له دې ويروس څخه خوندي بللو خو په پای کې دوی هم وېره وښودله او د کلکو وقايوي تدابير اعلان يې وکړ، لنډه دا چې د نړۍ په يوسلو پنځوسو هېوادونو کې دا ويروس ښکاره شو او هر چا ته يې خپله برخه ورکړه او يا په ورکول کېدو ده.

دا چې دا ويرس له کومې راغلو او څنګه خلک پرې ککړ شول، نظريات بېلا بېل دي، څوک وايي چې له ملخانو انسان ته انتقال شو، څوک وايي چې له سمندري ژويو انسان ته انتقال شو او ځينې وايي چې په لابراتوار کې جوړ شوی او په لوی لاس خور شوی دی، خو اساسي پوښتنه دا ده چې رښتيا هم دا يوه طبيعي او په طبيعت کې زيږدلی ويروس دی او که په لابراتوار کې د سياسي موخو لپاره جوړ شوی دی؟

دې پوښتنې ته ځواب ښايي په اوسنيو شرايط کې ډېر ګران کار وي، خو موږ به يوازې په هغه مسايلو فوکس وکړو چې ځای پر ځای څرک کوي ولې خلک او رسنۍ يې جدي نه بولي.

په لومړي ځل د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامميو وويل چې دا ويرس واهان نوميږي ځکه په واهان کې زيږيدلی. په ځواب کې يې چين وويل چې دا د امريکا له خوا جوړ شوی ويروس دی او د خپلو سياسي موخو لپاره يې کارولی دی.

يوه بله پخوانی ويډيو چې په رسنيو کې لاندې باندې کېږي هغه هم د پام وړ ده، په دې ويډيو کې د عراق پخوانی ولسمشر او د امريکا سرسختی دښمن صدام حسين ليدل کېږي چې له خپلې کابينې د کورونا ويروس په اړه پوښتنه کوي او وايي کورونا ويروس څه ډول ويروس دی چې امريکا موږ هر وخت پرې تهديدوي.

په ۱۹۸۱  زيږديز کال کې ډين کونټز (Dean Koontz) د تياره سترګې (Eyes of Darkness) په نوم کتاب کې هم د دې ويرس په اړه وړاند وينه کړي ده او وايي چې چين د وهان-۴۰۰ په نوم بيولوژيکي وسلې به سخت خطرناک عواقب ولري چې اغېزې به يې په ۲۰۲۰ کالونو کې تر سترګو شي.

د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي هم په دې وروستيو کې کورونا د امريکا له خوا جوړ شوی ويروس وبللو او تور يې پورې کړ چې دا ويروس دوی جوړ کړی او خور کړی دی.

اوس خبره په دې ځای کې ده چې دا رښتيا امريکا جوړ کړی، که چېرې دا ويرس امريکا جوړ کړی او په چين يې استعمال کړی وي، نو دا هم بايد هېر نه کړو چې په امريکا، فرانسه او برېتانيا کې ويره او په ايټاليا او اسپانيا کې له کورونا ويروسه اوښتي زيانونه د بل مثل عمل پايله ده او ښايي چين خپل غچ اخيستی وي.

دې سره خوا کې د ايران او اسرايلو موضوع هم د تامل وړ ده، ځکه امريکا غواړي چې ايران مغلوب کړي او اسرائيل په سيمه کې واک ته ورسوي، خو بر عکس د اسرائيلو برلاسی يوازې د ايران لپاره نه، بلکې د ټولو شرقي هېوادونو لپاره يو سرخوږی او د اندېښنې وړ موضوع ده.

دې سره خوا کې امريکا او چين پخوا هم د ګمرکي تعرفو او نورو تعذيراتو په وضعه کولو سره په يوه او بل اقتصادي بريدونه کړي او په دې هڅه کې دي چې يو او بل له پښو وغورځوي.

د امريکا او چين تر منځ پټه روانه اقتصادي جګړه او له يوه او بله ويره دا خبره تر يوه بريده ثابتوي چې دا ويروس په طبيعت کې نه دی راپيدا شوی، بلکې دا په لوی لاس د خپل سيال او دښمن لپاره جوړی شوی او کارول شوی دی، خو نن يې زيان د افغانستان په څېر لسګونه بې وزله هېوادونو ته هم ورسېدو او ښايي د دې وبا په پای کې تر ټولو ډېر زيانمن شوی هېواد افغانستان وي، ځکه دلته نه د چين په څېر مقتدر دولت شته او نه د اروپا او امريکا په څېر ځان ساتونکي خلک.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply