امريکا پور غواړي، پاکستان نور غواړي / سپين روان نورزی

0 679

په عام ډول ترهګري هغه عمل ته ويل کېږي چې د خلکو د وېرې او ترهې سبب وګرځي، خو په دې شرط چې دا عمل د يوې ډلې يا ادارې له خوا په هغه سيمه يا هېواد کې په مرموز ډول د اعمال نفوذ په موخه تر سره شي.
مثلاً د يوه دولت يوه ناراضه ډله غواړي چې خلک په زور له دولته رابېل او د ځان تابع يې وګرځوي، د همدې موخې لپاره راځي په سيمه کې خلک وژني او نورو ته ګواښ کوي چې که چا مخالفت وکړ دا به يې حال وي، يا په عامه ځايونو کې چاودنې کوي، يا عامه او خصوصي تاسيسات ورانوي چې د خلکو زړه تور کړي.

په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې القاعده شبکې له امريکا سره همداسې وکړل، د امريکا پر سوداګريز مرکز يې بريد وکړ او سلګونه کسان پکې مړه شول.
امريکا هم خپلو خلکو ته د ځان سپينولو په نيت د نړيوالې ټولنې په ملګرتيا راغله او پر افغانستان يې بريد وکړ، ځکه داسې ادعا کېده چې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې دی او د هغه وخت په اصطلاح حکومت دې ته حاضر نه‌شو چې اسامه امريکا ته وسپاري.

پاکستان چې د طالبانو د رژيم يوازېنی ملاتړی او خواخوږی هېواد و، خو کله چې يې له امريکا سره يې پيسې او زور وليدل لاس په لاس يې خپله لار له طالبانو بدله کړه او په خپله خاوره کې يې امريکا ته اډې ورکړې چې پر افغانستان بريدونه وکړي، له دې سره په خوا کې يې د طالبانو سفير او يو شمېر نور سياسي کسان چې له دوی سره يې سياسي خونديتوب درلود، امريکا ته وسپارل.

هغه مهال امريکا د پاکستان له همکاري ډېره خوشاله شوه او ښايي په ډېر سپين نيت يې له پاکستان سره خپلې مرستې نورې هم ډېرې کړې وي.
پاکستان چې کله د امريکا علاقه او د طالبانو مجبوري وليده، موقع يې غنيمت وبلله او له دواړو سره يې پټ پټاني پيل کړل او اوه لس کاله يې دا لوبه وکړه، له يوې خوا يې له امريکا څخه له ترهګري سره د مبارزې تر شعار لاندې ډالر اخيستل او له بلې خوا يې طالبانو او د افغان دولت نورو مخالفانو حتا د القاعده شبکې مشرانو ته په خپله خاوره کې پناوې ورکړې وې چې د امريکا او افغان دولت پر ضد خپل وسله‌وال فعاليتونه جاري وساتي.

ښکاره نمونې يې په ۲۰۱۱ د پاکستان په ايبټ‌اباد سيمه کې د اسامه شتون، په ۲۰۱۳ د طالبانو د تحريک مشر ملا عمر ناروغېدل او د کراچۍ په يوه روغتون کې مړه کېدل او تر دريو کلونو د هغه د مرګ خبر پټ ساتل…

په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان او ايران تر منځ پوله کې د طالبانو د دويم مشر ملا منصور وژل کېدل، په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز ادعا چې دوی په خپله خاوره کې د طالبانو لپاره امکانات برابر کړي چې دوی د خپلو ټپيانو درملنه وکړي او کورنۍ يې د دوی په خاوره کې ژوند وکړي، د حقاني شبکه او د هغې مشر مولوي جلال الدين حقاني، د هغه زامن او کورنۍ چې په پاکستان کې مېشت دي، دا او دې ته ورته نور ډېر شواهد شته چې د رسنيو له لارې خپاره شول، يانې کېدای شي د هغو شواهدو حساب و نه‌شي چې افغان دولت په ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو غونډو او کنفرانسونو کې او يا مخامخ پاکستان ته وړاندې کړي دي.

سږ کال د امريکا هم ورته زړه په تنګ شو او اعلان يې وکړ چې پاکستان له موږ سره دوه‌مخي کوي، موږ حاضر نه يوو چې له ترهګري سره ژمنه شوي درې سوه ميليونه ډالر پاکستان ته ورکړو، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي چې دوی موږ ته د سوال يا مرستې پيسې نه راکوي، بلکې موږ ته دې خپلې پيسې راکړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې يې مصرف کړې دي.

اوس خبره په دې کې ده چې د پاکستان عمل او د ترهګري عمومي تعريف ته په کتو امريکا مجبوره ده چې پاکستان ته پيسې ورکړي؟
هره معامله د يو لړ اصولو او قواعدو په چوکاټ کې کېږي، هر لوری مجبور دی چې د معاملې د پلي کېدو لپاره خپل وجايب پوره کړي چې له خپلو حقوقو برخمن شي، که چېرې يو لوری هم په وجايبو کې غفلت وکړي امکان نه لري چې معامله تر منزله ورسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply