د قهرمان يتيم زوی ژړا، بل ماشوم يتيم کړ

0 1,147

سپين روان نورزی 

د فلسفې له نظره هر پېښه د يوې بلې پېښې يا پېښو معلول وي، يعنې په ټولنه کې ټولې پېښې په خپل منځ کې اړيکې لري او يوه د بلې زيږنده وي، خو دا عليت يعنې د علت او معلول اړيکې کله کله ګڼې وي او کله کله پټې وي، انسان نه شي کولی چې ټولې کشف کړي، په همدې اساس ډېر سر نه پرې خوږوي، خو بيا کله نا کله ساده او څرګندې وي، ځکه يا ډېر ګڼوالی نه لري او يا يې ځينې عوامل ډېر ښکاره وي، او ډېرې پلټنې ته اړتيا نه لري، زموږ د هېواد ډېری غميزې هم له يوې او بلې سره تړلي دي، خو دا چې موږ توجه نه ورته کوو يا مو نه ده ورته کړې دا زموږ ستونزه ده.

د (۱۳۹۷ ) کال د تلې په پنځه ويشتمه نېټه په هلمند ولايت کې د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې وکيل او د اوه لسمې دورې نوماند عبدالجبار قهرمان په يوه چاودنه کې مړ شو.

عبدالجبار قهرمان د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال يو لوړ پوړی پوځي افسر و، خو کله چې په کابل کې کورنۍ جګړې پيل شوې د عصمت قانع په قول په لومړيو شپو ورځو کې قهرمان د احمد شاه مسعود مليشې له مرنجان غونډۍ وشړلې، مسعود ورته د ډېرو پيسو وړانديز وکړ چې ده ته ورشي، خو قهرمان په ځواب کې ورته وويل چې دا پيسې ما ته مه راکوه، دا له ګلبدين سره د سولې په پروسه مصرف کړه چې له جګړې مو خلک په امان شي، دا د دې هېواد د ناموس، تاريخي اثارو او سرکاري تاسيساتو په ساتنه مصرف کړه، زه يو عسکر يم خوراک مې قارونه ده، فاميل مې په څلور زره معاش ګزاره کولی شي، زه ستا پيسو ته اړتيا نه لرم.

قهرمان کله چې په ولسي جرګه کې و، تل به يې د وطن دوستۍ او د دې هېواد له خلکو سره د مينې خبرې کولې، نور چارواکي او وکيلان به يې د خلکو خدمت ته هڅول.

ده به د هېواد جګړه تپل شوې جګړه بلله او ويل به يې چې (( وينه به وينه نه مينځل کېږي)) راځئ د سولې له لارې خپلې ستونزې حل کړو او د دې هېواد لپاره کار وکړو.

قهرمان په يوه چاودنه کې مړ شو، خو د خلکو په زړونو کې يې داسې ځای درلود، لکه د هر چا د کورنۍ چې غړی وي، ځکه ده نه د جنرالۍ پر مهال خيانتونه وکړل او نه يې په وکالت کې چور او چپاول وکړ، د قهرمان له مرګه وروسته ده په ميراث پنځه مډالونه، يو زوی، دوې لوڼه او يوه کونډه پرېښودې. طبيعي خبره ده کله چې د دې هېواد يو داسې بچی مري، د هر چا به زړه پرې خوږيږي.

احسان الله د پنځو خويندو يوازینی کوچنی ورور دی، دوه کاله وړاندې کله چې د احسان الله مور د ړزه په ناروغۍ اخته شوې وه، ډاکټرانو ورته توصيه وکړه چې ځان له خپګان او غمونو لرې وساتي او تل خوشاله خبرې واورې او خوشاله ځان وساتي.

د احسان الله مور به ويل چې په دې وطن کې خوشالۍ له کومه شوې، خو کله چې خدای ج ورته احسان الله ورکړ ورځ په ورځ يې روغتيا ښه کېده، ځکه له پنځو لوڼو وروسته يې زوی پيدا شو.

دې به نه غوښتل چې خبرونه وګوري، په دې پوهېده چې زموږ د هېواد په خبرونو کې د خوښۍ خبره نه شته.

د قهرمان له شهادت وروسته کله چې د شپې له خوا په تلويزونونو کې د قهرمان د جنازې د مراسمو راپورتاژ خپرېدو د احسان الله مور هم د قهرمان وروستيو مراسمو نندارې ته کېناسته.

قهرمان هم د احسان په شان يو زوی درلود او پلار به ورته ډېر ناز ورکولو، په همدې سبب د قهرمان زوی د خپل پلار په تابوت سخت ورژړل.

زړه يې مه ګڼه تور کاڼی د صحرا دی

په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي

د قهرمان د زوی معصومه څېره او د پلار په غم لړلی حالت چې چا ليدلی وي خامخا به يې زړه پرې دردېدلی وي.او له سترګو به يې اوښکې ورته تويې شوي وي.

خو د احسان الله د مور زړه دومره پرې ودردېدلو چې يو دم يې فشار لوړ شو، د زړه درزا يې ډېره شوه او سا يې په سختۍ اخيسته.

د احسان الله پلار په منډه روغتون ته يوړه، خو هره ګړۍ د شفا پر ځای يې حالت په خرابېدو و، له څوارلس ساعته درملنې وروسته ډاکټران بېوسه شول او د احسان الله مور له دې غمجنې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه او خپل يو کلن يوازینی نازولی زوی يې يتيم کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply