ډیوه

علم ګل سحر

725
موږ پخپله پخپل منځ کې ډیوه مړه کړه
په لوی لاس مو په ځانونو توره شپه کړه
هغوی وخندل له څنګ سره مو تیر شول
موږ چې توره د خپل ورور په وینو سره کړه
ستا د شونډو د شربت په تنده مړ دی
اوس سایه خو د اوربل دې پرې خوره کړه
ما ګدا بې اعتنا وليد پاچا ته
ما زاهد ولید پیسو ته یې سجده کړه
ستا نعمت په لته ووهي جاهل شي
لویه خدایه یوه حوره ورښکاره کړه
یا ښکلا د پښتنې دغې ته ورکړه
یا د دې احساس خاونده پښتنه کړه
د جنت لارې به لنډې کړم پخپله
یو ملګری سم د لارې را سره کړه
د رواج زړه کلا کې راګیر شوي
موږه ورکه د وتلو دروازه کړه
ته پخپله څراغ ولګوه ځان ته
ای سحره د وختونو ژبه زده کړه
۱۹/ ۴/ ۱۳۹۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.