بهانه

لیکوال: میلی پوپوفسکي - ژ: علم ګل سحر

1,249

له خپلې میرمنې او لور سره مې ژمنه کړې وه، چې تیاتر ته به ځو. باید د شپې له اتو بجو د مخه کورته رسیدلی وای او دوی مې راسره بیولي وای. په یوه محفل کې بند شوم، چې پام مې شو اته نیمې بجې وې، ټکټونه هم له ما سره ول. په تلوار کورته ولاړم نه بجې شوې وې، پوهیدم چې کار مې خراب دی، ښځه او لور به مې وخوري. چې په دروازه ور ننوتم د دې لپاره چې د دوی پام بلې خواته واړوم، و مې ویل:

– تنخوا مې زیاته شوې، ها ها.

لور مې په تروشه ټنډه وویل:

– ډرامه په اته بجې شروع شوې، یعنې چې نیمه یې تیره شوې او تا اوس تشریف راووړ. و مې ویل:

– هی… لورې څه وکړم، ډېر بد بند شوم. سوچ مې وکړ چې باید یوه بهانه جوړه کړم. فلانکی مړو، یا کومه بله پېښه.

خو ومې لیدل چې میرمن مې غاښونه چیچي. او له سترګو یې د قهر لمبې بادیږي.

و مې ویل:

– له خپل ملګري باني سره مخ شوم، ویل یې چې یوه کومیډي ډرامه یې لیکلې چې ماته یې ولولي، هغه ډرامه ټوله راته ولوسته، چې خلاصه شوه، پام مې شو چې له اتو تېرې دي.

لور مې په ریشخند وویل:

– ښه، ډرامه یې څنګه وه؟

– هی بابا… دوه پیسې نه ارزیده، خو څه وکړم ملګرتیا وه. سړی باید د دوستانو لپاره کله کله سر ښیندنې ته تیار وي، ملګرتیا یوه اړیکه ده، لکه اومړی تار، سړی باید په دوستي او ملګرتیا ډېر ټینګ وي.

میرمنې مې دغه وینا په چوپتیا سره اورېدله، په مسخرو یې وخندل:

– هو ملګرتیا ښه شی دی، خو زه یې اوس معلوموم.

دې د ټیلیفون غوږی (ګوشي) راپورته کړه، پوه شوم چې باني ته ټیلیفون کوي، چې آیا زه له هغه سره وم که نه؟ په زړه کې مې ویل خدای دې وکړي چې باني په قضیه پوه شي او د دې خبرې پخلی وکړي، چې زه له هغه سره وم، آخر زما ملګري با درکه او ژر پوهیدونکي دي.

ښځې مې په ټیلیفون کې وویل:

– بلې… میرکو… سلام.

ما پې چیغې کړې:

– زه له میرکو سره نه وم، ولې هغه ته ټیلیفون کوې؟

ښځې مې په دې خبره غوږ ونه ګراوو، خبروته یې دوام ورکړ:

– میرکو! آیا زما بد مرغه مېړه اوس له تاسره نه و؟

ښه، ښه … ډرامه دې لیکلې او ده ته دې لوسته…

مننه ښځې مې بله نمره ډایله کړه، د دې تر څنګ یې زما لور ته وویل:

– پلار دې د باني کره نه، بلکې د خپل بل ملګري میرکو کره تللی، او د هغه ډرامې ته یې غوږ نیولی… بلي… ژارکو… سلام څه حال مو دی؟

– دا زما بدمرغه مېړه تر اوسه له تا سره نه و؟ هه… آفرین… ښه… ډرامه دې لیکلې وه او ده ته دې لوسته… ستاسې کره و… او تر پایه یې ستا ډرامه واورېدله… آفرین… ښځې مې ګوشي کېښوده، وروسته مې ښځې ټولو ملګرو ته یو په بل پسې ټیلیفون وکړ.

ملګرو هر یوه له یو بل نه ناخبره تائیدوله، چې زه له هغه سره وم او هغه چټیاټ یې چې لیکلې ول، ما واورېدل. تر څو د دوی د اثر په باره کې خپل نظر ووایم. اوس په هغه حالت کې زما حالت او قیافه پخپل نظر کې مجسمه کړئ.

میرمنې او لور ته مې یوه ذره اعتبار پاتې نه دی.

لیکوال: میلی پوپوفسکي (یوګوسلاویا)

ژ: علم ګل سحر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.