دوکتور محمد عثمان تره کي
30/09/2018
لمړي سوله ورپسې انتخابات !
ټاکنې د جګړې او نا امني سره نه جوړیږي. خو کله چه زور زیاتي او بدماشي د منطق او عقلانیت ځاي ونیسې ناشونې، شونې کیږي. خو ګتو پر ارزښتونو باندې برلاسي مومي.
افغانان هغه دیموکراسي او انتخاباتو ته چه د ټولنیزې او اقتصادي ودې په بنسټ باندې ولاړ او د وطن د بچیانو د سیاسي تفکر محصول وي هرکلي وایی. خو هغه په اصطلاح دیموکراسي او تول تاکنې ته چه د بهرني یرغل او جګړې زیږنده وي او د خشونت دلارۍ وتپل شي ، د نړي د زورواکانو د هژموني د پراخوالې پلمه بولي، ورسره مخالف دریز لري او د هغه د ناوړه اغیز د منځه وړو په وړاندې مقابله کوي .
د افغانستان د حالاتو په نظر کې نیولو سره ، په داګه ویلي شو چه په اولس کاله کې، دیموکراسي او تول تاکنې ، د کورنيو او بهرنیو زورواکانو په واسطه د بیعدالتي، نا امني ، ګدودي ، توپک سالاري ، بې اتفاقي، جنګي جنایت او جګړې ته د لمن وهلو د مقصدونو د پاره استعمال شوې .
د تولو نه مهمه دا چه هغه تول ټاکنی چه د پرله پسې جنګي جنایتونو تر سیورې لاندې ترسره کیږي ( په تګاب کې د سږکال د وروستي جنایت په ترڅ کې د یوه کورني ٩ غړې د ښځو او ماشومانو په ګدون ووږل شول ) یوازې د ترسره شوېو جنایتونو د توجیه او نهایتاً د بلواکي د تینګښت په مقصد کارول کیږي او مشروعیت نلري .
د افغانستان اوسني اداره د پیسې او بیومتریک ماشینونو په بدل د ټاکنو په تدویر محکوم دي، ځکه چه راتلونکې انتخابات د نړیوال نظامي ائتلاف ( ن،ن،ا ) د پاره به د پام وړ لاسته راوړنې ولري. بناً تاکنې هرو مرو باید تر سره شي.
د سولې په خاطر تاکنې ځندول بهرنیانو ته لاندې ناوړه پایلې لرلي شي :
– که د وسله والو مخالفینو سره اوسنيو خبرو اترو نتیجې ته ورسیږي، امریکا او ملګرو ته یې شته چانس چه په ترڅ کې یې د اشغال نه د پام وړ لاسته راوړنې ( د هغې جملې نه امنیتي تړون او جګړه مارانو سره اتحاد ) وږغوري، له منځه ځي.
– په یو نا کنترول شوې تاکنې، امریکا سره د امنیتي تړون ( په واقعیت کې د افغانانو د وړیا دله ایزو وږنو قباله ) اوسني ضد جذبات راتلونکې پارلمان فضأ خړې پړې کوي.
– لویدیزوال خپل ولس ته د تاکنې د لارې د دیموکراسي د صدور د بریالي پروسې په اړه حساب او کتاب وړاندې کولي نشي.
– راتلونکې پارلماني تاکنې د راتلونکې ولسمشري انتخابات پیلامه ده. راتلونکې ولسمشر چه په اصطلاح د انتخاباتو په پایله کې سر راپورته کوي باید د امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د اخلاص او ارادت نه دک چلند ولري. په پارلماني تاکنو کې د مستقلو او خپلسرو استازو حضور ستونزې جوړوي او جنجال تر ولسمشري انتخاباتو پورې اوږدیږي.
د یادو تریخو واقعیتونو په کتو سره د تاکنې په تړاو ( ن،ن،ا ) ، وسله وال مقاومت تر
کلک فشار لاندې راوستې. د طالبانو په پته لاندې اقدامات تر لاس لاندې نیولې شوې :
– په سعودي عرب او پاکستان باندې فشار تر څو چه طالبان اطاعت او تسلیم ته وهڅوي.
– جعلي خبره خپرول چه ګواکې وسله وال مخالفین په سعودي عرب کې د افغاني چارواکو سره لیدلې او د انتخاباتو په اړه خبرې کړې.
– د افغانستان په جګړه کې د نیویو حربي تکنولوږي سره سمبال جت الوتکو ( اف – 35 ) کارول چه موخه یې له یوې خوأ سیمې هیوادونو آدرس ته د قدرت ننداره ښودل او له بلې خواه د طالب جنګیالیو په لیکو کې د ویرې فضأ تولیدول ده.
– د جګړې په میدان کې د بلک واتر حرفوي قاتلانو د راتګ د شایعې خپرول.
بناً تاکنو یوه وسیله ده چه د یوه لاسپوسې پارلمان او مزدور ولسمشر د راتک په موخه کارول کیږي.
په لندو ! د نظر خاوندان د ملي واکمني د نشتوالې ، تاکنو د استعماري نظام د جوړیدو او تینګښت لاسوند ګني. د حکومت په غوښتنه د تاکنو په چارو کې د طالبانو همکاري د یو پردیپال پارلمان او ورپسې د یوه کوداګي ولسمشر د ملاتړ په مانا ده چه دواړه د بهرنیانو په ګته استعمالیږي. پدې حساب که طالبان د حکومت سره د تول تاکنې په اړه همکاري وکړي په غیر مستقیمه توګه، امریکا سره د امنیتي تړون په جرم ځان شریکوي.
ملی واکمني، امنیت ، عدالت او بالاخره ستندرد انتخابات باید د جګړې او سولې تر منځ د یوه منځګړې پلاو ( لند مهال حکومت) د فیلتر نه تیر شي .
انتخابات باید د سولې، امن او خپلواګي په فضأ کې د یوه مسلکي، ناپییلې حکومت له خواه چه د سولي د مذاکراتو د توافق په بنست جوړیږي اداره شي. د دغه حکومت د امنیت تأمین زیاتره ونده باید وسله وال مقاومت ته وسپارل شي. نوې حکومت د قواوو د نوې معادلې په بنیاد د بهرنیانو سره حساب او کتاب ته کیني. د ولس په مشوره د بهرنیو ځواکونو ناقانونه حضور برخه لیک تاکي. تپله شوې امنیتي تړون ملغأ، یا د سیمې د حالاتو او د هیواد د ستراتژیکو ګتو په بنست تعدیلوي.
په بشپړه دولتي واکمني او امنه فضأ د بهرنیانو د مداخلې نه لرې انتخابات تنظېموي.
افغانان د ( ن،ن،ا ) نه غوښتنه کوی چه د انسان وژنې او وحشت نه دکې لوبې ته د دیموکراسې اوانتخاباتو تر پلمې لاندې دپاي تکې کیږدي. انسانیت او عدالت ارزښتونو ته درناوي وکړي .
’’ پاي‘‘
فرانسه – 01/10/2018
دوکتور م، ع، تره کي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320