افغانستان ته د «فاطمیون لښکر» ګواښوونه!

0 615

د افغانستان د ملي امنیت شورا یو شمېر پخواني چارواکي وايي، فاطمیون لښکر د افغانستان ملي امنیت ته یو بالقوه یا پټ ګواښ دی.

د ملي امنیت یادو پخوانیو چارواکو دغه څرګندونې د تېرې پنجشبې په ورځ د «لړم پر ۲۱مه« په کابل کې د «فاطمیون لښکر» د جوړښت پر عوامولو، د دوی جلب او جذب او افغانستان ته یې د ګواښونو په اړه شوې بحث کې کولې.

د افغانستان د امینت شورا د ګواښونو د ارزیابۍ پخواني مشر آرین شریفي په دغه ناسته کې وویل چې «فاطمیون لښکر» افغانستان ته درې لویې ستونزې جوړوي.

ښاغلي‌ شریفي له افغان وګړو نه د انساني ځواک په توګه په دې جنګ کې کار اخیستنه، له ایران سره د افغانستان پر ډیپلوماټیکو اړیکو اثرات او افغانستان ته د دوی احتمالي بېرته راتګ هغه لویې ستونزې یادې کړې چې د نوموړي په وینا د افغانستان ګټې به ترې اغېزمنې شي.”

ښاغلي شریفي وویل چې افغان حکومت له دې جریان څخه د خبرېدو تر څنګ ځینې اقدامات کړي، خو وايي د دغې ډلې ګواښ ته په کتو دغه اقدامات کافي نه دي.

ایران څنګه د فاطمیون لښکر ته افغان ځوانان جلبوي؟

د افغانستان ملي امنیت ریاست د تجزیې او تحلیل څانګې پخواني مرستیال اجمل بلوچ زاده دغې پوښتنې ته په ځوک کې وویل: “زیارتي شرکتونه چې زیارت کوونکي افغانان نورو هېوادونو ته لېږدوي، د یادو شرکتونو په واسطه دوی انتقالېدل، بله لاره یې دا وه چې د عقیدتي له پلوه ځینې مدرسې وې چې افغان ځوانان یې په پټه هڅول چې فاطمیون لښکر کې وجنګېږي او بله دا چې هغه افغان سرتېري چې پخوا یې په اردو او پولیسو کې کار کړی هم دوی ته د جلب او جذب یوه سرچینه وه.”

دغه پخواني چارواکي وايي، د «فاطمیون لښکر» مرکزونه په کابل، بامیان، هرات او دایکنډي ولایتونو کې لیدل شوي.

له بلې خوا د جورج ټون مجلې مسؤل مدیر احمد شجاع چې د فاطمیون لښکر په اړه یې څېړنې کړي وايي، په ایران کې د یاد لښکر د غړو کورنۍ په هغه هېواد کې د حکومت تر فشار لاندې دي او که د ایران حکومت له امر نه سرغړونه وکړي‌ په کورنیو باندې به یې یوه کلنه اقامه ودرول شي.

افغان حکومت له دې مخکې ویلي چې افغانستان نه غواړي د سیمې په نیابتي جګړو کې ښکېل شي.

د سوریې په جګړې کې د یوه وژل شوي افغان شیعه جنازه
د سوریې په جګړې کې د یوه وژل شوي افغان شیعه جنازه

ویل کېږي د ایران سپاه پاسداران ځواکونه له فاطمیون لښکر څخه ملاتړ کوي او د دې نیابتي ځواکونو عمده برخه افغان او پاکستاني شیعه ځوانان دي چې د فاطمیون او «زینبیونو» تر نامه لاندې د سوریې ولسمشر بشارالاسد ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېږي.

د رپوټونو پر اساس شااوخوا ۵۰ زره افغانانو په سوریه کې د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۷ زېږدیز کال پورې جګړه کړې ده.

امریکا غږ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply