پرون به ټولو ښارونو کی جلب واحضار او تلاشی/ اجمل غروال

0 710

پرون به ټولو ښارونو کی جلب واحضار او تلاشی په نوم حکومتی سرتیري ځوانانو پسی کوڅه په کوڅه ګرځیدل چی عسکری ته یی سوق کړي کله به داسی ځوانان په لاس ورغلل چی تذکره به ورسره نه وه نو دی پښو ویشتانو په لیدلو به یی د اتلس کلنی عمر ورته ټاکلو او د جنګ جبهو ته به یی لیږل ، په هغه وخت کی هم سرتیرو ته د نن ورځی په نرخ مساوی او حتی ډیره تنخواه ورکول کیده مګر ځوانان ډلي ډلي د عسکری او جنګ له ویری پاکستان او ایران ته تښتیدل.
نن برعکس
دی عسکری له ویری ځوانان بهر ته نه تښتي بلکی ځوانان داوطلبانه افغان وسله وال پوځ سره یو ځای کیږی او د خپلو پلرونو په وینو جوړ شوی نظام او ګران وطن لپاره قربانې ورکوي ،هیڅ کله هم په دومره لوړ تعداد میرمنو زموږ وسله وال پوځ مختلفو محاربوی، لوژیستکی، تدریسی او اداری قسمونو که دنده سر ته نه وه رسولې مګر نن زموږ خویندې د خپلو وړونو سره یو ځای دی افغانستان دښمنانو مقابل کی جنګیږی،
دا منو د جګړی مقدمو لیکو ته ځینو مواردو کی دی مهماتو ، اعاشې او هوایی مرستی نه رسیدلو ضعف شته او دا ضعف هم په وسله وال پوځ کی طالبانو رژیم وروسته د تنظیمی او قومی ګمارنو له کبله دي او همدا ګمارني وسله وال پوځ کی د فساد سبب ګرځیدلې،ډیر وخت همدغو پخوانیو شوکمارو چریکانو چی اوس یی لوړ پوړو قوماندانانو په صفت دندې اجرا کولی دښمن سره معاملی وکړی او په پایله کی پوستې، ټولي او حتی کنډکونه سرتیري مو شهیدان او یا دښمن په لاس اسیر شوي اوس دی همدغو غلو چریکانو مشران چی خپله په کابل کی د سیاست په نوم دکانداری کوي او اولادونه یی وطن څخه بهر په مزو او چړچو لګیا دی د شهیدو سرتیرو په وینو خپل سیاست(تجارت) کوي ،افغان ولس د دوی منفوري څیري پیژندلې او نور د دوی په دروغجنو تبلیغاتو نه غولیږي.
د ټولو نا خوالو سره زموږ میړنیو سرتیرو د وطن دښمنانو طالب،داعش، پاکستان، ایران،روس او نورو استخباراتی کړیو وړاندی لکه غرونه ولاړ او له خپلی خاوری دفاع کوي.
دی نړی او حرب په تاریخونو کی داسی جګړه نه لیدل کیږی چی بغیر له ځانی تلفاتو او مالی زیانونو پای ته رسیدلی وي او زموږ سرتیری په داسی یوی استخبارتی جګړی کی جنګیږی چی دښمن او مورچه یی مخامخ نه ښکاري حتی دی جزوتام په منځ کی د ملګری په نوم پټ دښمن برید ورباندی کوي،او دا ډول جګړی کی واضح دی چی قربانی به ډیره ورکوو او ډیر زیانونه به ګالو
زموږ راتلونکی نسلونه به د خپلو شهیدانو وینه او قربانی هیڅ کله هیره نکړي!
د ځوانانو قربانې او هوډ مونږ ته دا باور راکوي چی موږ په سمه او شرمیدلی دښمن مو په غلطه لاری روان دی.

نوم د حق مو دی رهبر وایو الله اکبر وایو الله اکبر

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply