د سولې په بهیر کې د مذاکراتي پلاوي جوړښت / ډاکټرزیرک یوسفي

0 818

له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو موضوع په دې وروستیو کې هغه وخت ډیره توده شوه چې د امریکا متحه ایالتونو له طالبانو سره د سولې او پخلاینې لپاره ښاغلی زلمی خلیلزاد خپل ځانګړی استازی وټاکه. د راپورونو له مخې امریکايي پلاوي تراوسه په څرګنده توګه له طالبانو سره دوه ځلې کتلي. دغه راز ښاغلي خلیلزاد د سیمې هیوادونو او د افغانستان د سیاسي قشر له تقریباً ټولو مشرانو سره د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه خبرې کړي دي. د طالبانو سره د متحده آیالاتو مستقیمې خبرې د دغه هیواد په ستراتیژۍ کې د تیرو ۱۷ کلونو پر خلاف یو نوی بدلون لیدل کیږي، ځکه مخکې تل د افغانانو پر مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو بحث په پام کې و او متحده آیالاتو نه غوښتل مستقیماً له طالبانو سره په خبرو کې ښکیل شي، په داسې حال کې چې طالبانو تل په مستقیمه توګه د امریکايي لوري سره پر مذاکراتو ټینګار کړی دی.

په هر صورت، څرګنده خبره ده چې دا مذاکرات به بالاخره بین الافغاني بڼه خپلوي. له همدې امله ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې برخه کې خپلو هڅو ته زور وکړی او د سولې په اړه یې د افغانستان د سیاسي او جهادي مشرانو او نورو مطرح ډلو سره لیدنې کتنې او مشورې ترسره کړې دي. په دې وروستیو کې دغه راز د سولې د یو مشورتي بورډ د جوړولو خبره هم راپورته شوې ده. سره له دې چې په افغانستان کې د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره له اته کلونو راهیسې د سولې عالي شورا شتون لری، خو دا چې د سولې مشورتي بورډ ته څومره اړتیا لیدل کیږي؟ ولې یو بل جوړښت د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره رامنځته کیږي؟ او آیا دا د موازي اداراتو د رامنځته کولو یو بله هڅه ده او که نه؟ یو بل تحلیلي بحث ته اړتیا لري. له بله پلوه په دې وروستیو کې دا خبره هم راپورته شوې ده چې باید طالبان او افغان حکومت د مذاکراتو لپاره خپل ټیمونه وګوماري ترڅو په نږدې راتلونکې کې سره مستقیمو مذاکراتو ته داخل شي. تیره ورځ په رسنیو کې داسې یو نوملړ د سولې د مرکچي یا مذاکراتي ټیم په توګه راڅرګند شو، چې د جدي نیوکو او اعتراضونو سره مخ شو. کیدای شي د ځینو نیوکو سرچینه د حکومت له مشرتابه سره د اختلاف له امله وي خو دا هم کیدای شي چې ځینې نیوکې علمي او عملي منطق ولري. ځکه د مذاکراتو لپاره د پلاوی ټاکل خپلې ځانګړنې او خصوصیات لري. په دې لیکنه کې به هڅه وشي چې دغه ځانګړنې رابرسیره او بحث ورباندې وشي.

د سولې د بهیر د مذاکراتو لپاره د مرکچي پلاوي ټاکل یو مهم ګام بلل کیږي. په دې موخه باید داسې یو پلاوی وټاکل شي چې د ټولنې بشپړ استازیتوب وکړای شي. د دې لپاره چې اغیزمن پلاوی وټاکل شي باید د مذاکراتو اصلي موضوعات وپیژندل شي او پر هماغه اساس ورته غړي غوره کړل شي. هغوی چې د افغان سولې او جګړې پر ماهیت ښه پوهیږي باید د دغه ډول پلاوي غړیتوب ورکړل شي. ژمن او د سولې او شخړو په اړه د پوره پوهې خاوندان و اوسي. هرڅوک باید د مذاکراتي پلاوي غړی ونه ټاکل شي. البته باید په یاد ولرو چې کله د مذاکراتو اجنډا ټاکل کیږي د مذاکراتي پلاوي پر شمیر هم تصمیم نیول کیږي. دغه راز باید د مقابل لوري د مذاکراتي ټیم د غړو شمیر او د دوی مسؤلیت او مشرتابه سطح هم په پام کې ونیول شي. خو تجربو ثابته کړې ده چې هرڅومره د مذاکراتي ټیم غړي زیات وي په هماغه اندازه هوکړې ته رسیدل ستونزمن کیږي.

د سولې مذاکراتي پلاوي په جوړښت کې باید څوک غړیتوب ولري؟

لومړی، د سیاسي مشرتابه استازي یعنې د حکومت با صلاحیته استازي باید په پلاوي کې غړیتوب ولري، باید داسې کسان وي چې د هیواد د ټولو سیاسي قشرونو استازولي وکړای شي، د دوی غوښتنې او مطالبې د مذاکراتو پر میز په څرګنده او واضح توګه مطرح کړي. په ځانګړې توګه باید ښځې هم د پلاوي غړي وي خو باید داسې ښځې نه وي چې یوازې د جنډر د مراعت کولو لپاره په ټیم کې ځای ورکړل شوی وي. باید داسې ښځې وي چې وکولی شي د نورو ښځو غوښتنې او هیلې په واضح توګه مطرح کړي.

دویم، د مذاکراتي پلاوي په جوړښت کې باید د امنیتي اداراتو استازي چې د جګړې له ماهیت، ډول او بڼې څخه خبر وي هم ګډون ولري، کله چې په مذاکراتو کې امنیتي موضوعات مطرح کیږي نو د نظامي همکارانو شتون ډیر مثبت تمامیږي.

دریم، په مذاکراتي ټیم کې د حقوق پوهانو شتون هم ډیر اړین دی، ځکه که چیرې هوکړې ته رسیږو، پرته له دوی د یو هوکړه لیک لیکل به ستونزمن وي ځکه دوی پوهیږي چې په اړوندو اسنادو کې څه ډول اصلاحات وکارول شي او څنګه قانوني چوکاټ برابر کړل شي.

څلورم، د سولې په مذاکراتي ټیم کې د مدني ټولنو استازي هم ګډون کولای شي. سره له دې چې زه مدني ټولنو ته ډیر احترام لرم، خو باید په یاد ولرو چې مدني ټولنې نه شي کولای په یوازې سر یوې هوکړې ته ورسیږي. خو مدني ټولنې کولای شي د مذاکراتو په اړه د عامو خلکو د نظر استازولی وکړي او دغه راز له مذاکراتي ټیم سره مرسته کولای شي ترڅو سم معلومات خلکو ته ورکړل شي. ځکه پرته د خلکو له قناعت څخه د هوکړې کول او بیا پلي کول ناممکن دي.

پنځم، د سولې د مذاکراتو په ټیم کې باید داسې تخنیکي خلک هم شتون ولري، چې د سولې او شخړو هوارۍ په برخه کې یې زده کړې کړي وي، پلاوي ته د بحثونو لپاره مواد برابر کړي، د اړتیا په صورت کې د مذاکراتو اجنډا جوړه کړي، یادښتونه ولیکي او حتی له مسلکي پلوه د مذاکراتو پلاوي سره په چمتووالي کې مرسته وکړي. په تخنیکي ټیم کې دغه راز باید داسې کسان هم شتون ولري چې په اغیزمنه توګه د هوکړو د لنډیزونو او په څرګنده توګه د لیکلو جوګه وي.

شپږم، څرنګه چې پورته ورڅخه یادونه وشوه، ممکنه ده چې نور کسان هم د سولې په مذاکراتي پلاوي کې د اړوندو موضوعاتو په پام کې نیولو سره وګومارل شي. پلاوی باید د ټول ملت استازولي وکړي، باید د جغرافیايي، توکمیز او ژبني پلوه د یوې سیمې او ډلې پورې اړه ونلري. ټول باید د حکومت د مشرتابه برخه نه وي او دغه راز باید ټول سره دوستان او ملګري هم نه وي.

باید په یاد ولرو چې ښه ده د مذاکراتي ټیم جوړښت تر یو حده په ټولو پړاوونو کې ثابت وساتل شي ترڅو د تیرو مجلسونو حافظه او معلومات له ځانه سره ولیږدوي، خو څرنګه چې کیدای شي موضوعات او اجنډا په هر مذاکراتي مجلس کې بدلون ومومي، نو حتمي نه ده چې مذاکراتي ټیم یو دایمي جوړښت وي، یعنې غړي باید د موضوعاتو له اړوندوالي سره سم بدلون ومومي.

مذاکره کوونکي یا مرکچیان باید کوم ډول صفات ولري؟

ښه مذاکره کوونکي باید آرام او پر احساساتو کنټرول لرونکي، خلاق، ژمن او عادل کسان و اوسي. دغه راز حالاتو او شرایطو ته په پام سره باید انعطاف ولري. یو مذاکره کوونکی باید ښه اوریدونکی وي او باید هیڅکله د نورو په خبرو کې مداخله کوونکی و نه اوسي. په ډیرڅه باید پوه شي او ښه حوصله ولري. باید د درک قوه یې زیاته وي او پوه شي چې د یوې خبرې شاته هدف څه دی. باید خپل حضور په مذاکره کې ثابت کړای شي او داسې نه وي چې تر پایه چوپ پاتې شي. باید د مذاکراتو په تکتیکونو، تخنیکونو او ستراتيژیو پوه شي او کله چې اړتیا وي باید ستراتیژیو ته بدلون ورکړي. باید تل احترامانه چلند ولري او خپل بحث په دوستانه فضا کې پرمخ بوځي.

د پورته بحثونو په پام کې نیولو سره که چیرې د حکومت لخوا پر هغه نوملړ چې رسنیو ته یې لاره موندلې ده یو ځغلنده نظر واچوو نو کولای شو لاندې موضوعات پکې بیامومو.

لومړی، د پلاوي مشرتابه سره له دې چې د ولسمشر سیاسي استازولي کولای شي، ځکه له ډیرو کلونو راهیسې له ولسشمر سره له نږدې کار کوي، خو د سولې او مذاکراتو په برخه کې د تجربې په پام کې نیولو سره شاید یو څه ستونزې ولري. کیدای شی تخنیکي ټیم ورسره د معلوماتو په چمتووالي کې هم مرسته وکړي، خو دا هم وخت ته اړتیا لري او د رسنیو د راپورونو په پام کې نیولو سره د طالبانو سره د سولې مذاکرات باید یو څه په تلوار ترسره شي.

دویم، د جغرافیايي، ژبني، قومي او مذهبي جوړښت او د ښځینه غړیو د شتون له نظره، دغه ټیم مناسب ټیم دی، خو د موقفونو او دندونو په پام کې نیولو سره بیا دا ډیر نامناسب ټیم ګڼل کیږي. د بیلګې په توګه په لومړنیو مذاکراتو کې د پوهنې د وزیر شتون یا د اطلاعاتو او کلتور د وزیر او حتی د تحصیلاتو د وزارت مرستیال شتون هیڅ ډول توجیه نه شي موندلی. دغه راز د مهاجرینو د وزارت مرستیالې ته لومړنیو مذاکراتو کې د شتون اړتیا نه لیدل کیږي.

دریم،  که د سیاسي استازولی موضوع وي او یا هم د مدني ټولنود شتون موضوع وڅیړو، نوموړی ټیم یوازې یو حکومتي ټیم بلل کیږي او نه شي کولی په ټولیزه توګه په هیواد کې د سیاسي قشر او مدني ټولنو، ځوانانو استازولي وکړي. دغه راز د طالبانو موقف ته په پام سره چې نه غواړي په دې پړاو کې له حکومت سره خبرې وکړي، دا کیدای شی حتی د مذاکراتو د نه پیل لپاره یوه ښه پلمه ثابته شي.

څلورم، که د تجربې او د سولې او ملي پخلاینې په بهیر کې د ښکیلتیا موضوع وڅیړل شي، د ګومارل شوي پلاوي ډیری غړي به داسې وي چې په لومړي ځل په مذاکراتو کې ګډون کوي. یعنې دوی مخکې له دې نه یوازې چې د دا ډول مذاکراتو کې ګډون نه دی کړی، بلکې په اړه یې کافي معلومات او روزنې هم نه دي ترلاسه کړي.

په پایله کې باید ووایو چې که چیرې د نوموړي پلاوي پر ترکیب او جوړښت بیا کتنه و نه شي، نو که چیرې واقعاً مذاکرات شروع کیږي، افغان حکومت به د مذاکراتو په برخه کې له یو کمزوري دریځ څخه ګډون کوي، له نیوکو سره به څرنګه چې د سولې عالي شورا پلاوی د مسکو په ناسته کې سره له دې چې په دې برخه کې کافي تجربه هم درلودله، مخامخ شي. په مذاکراتو کې به ورباندې طالبان برلاسي وي او مذاکراتي پروسه به ډیره اوږده او ځنډنۍ شي.

د لیکلوال پیژندنه:

ډاکټرزیرک یوسفي، د سولې د بهیر د دارالانشا پخوانی سرپرست مرستیال دی چې د سولې او مذاکراتو او دغه راز یې د منازعاتو د حل په برخه کې زده کړې ترسره کړي دي. دغه راز یې په رسمي او غیر رسمي مذاکراتو کې د تخنیکي پلاوي غړیتوب هم درلودلی دی.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply