سوله راتلونکي ده/ سیدعبدالله پاچا

0 734

افغان حکومت سولې ته قوي اراده درلودله او لا یې لري چې ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع یې رامنځ ته کړه او بلاخره یې د سولې لپاره یو چوکاټ رامنځ ته کړ چې اوس د تطبیق په حال کې دی.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې پوهیده چې د افغانستان جګړه بیروني اړخونه لري او په کور دننه نه شي کولای چې سولې ته ورسیږي، ولسمشر په همدې تړاو د امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو ته قناعت ورکړ چې د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده او نړیوال ترهګر دلته نیابتي جګړې پرمخ وړي.

افغان ولسمشر تېر څلور کلونو په همدې تېر کړل، لومړی یې له دیني ادرسه د طالبانو څخه د جګړې اسلامي ټکټ واخیست، دیني علماء یې په کابل، اندونیزیا او سعودي عربستان کې راټول کړل او ټولو په یو غږ باندې په افغانستان کې جګړه ناروا یاده کړه.

د دې تر څنګ افغان حکومت افغان ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې طالبان تر بریدونو لاندې ونیسي او په دې سره به یې اړ کړي چې جګړه کې ګټونکي نه دي او اړتیا ده چې سوله وشي.

له بلې خوا طالبانو باندې پاکستان مرستې کمې کړې وې، د ای ایس ای غوښتنې لوړې او پيسې طالبانو ته کمې ورکوي چې پاکستان فکر کو، طالبان به یې له لاس ووځي، نو په همدې خاطر یې په ایران او روسیې باندې وسپارل.

خیبر پښتونخوا کې له طالبانو سره د روسيې او ایراني چارواکو له لیدنې وروسته پریکړه وشوه چې طالبان په افغانستان کې د روسیې او ایران د ګټو لپاره هم جګړه کوي او د جګړې رهبري به د پاکستانن په لاس کې وي.

ایران په افغانستان کې هڅه کوي، مذهبي جګړې رامنځ ته کړي او تر څنګ یې په لویدیځه حوزه کې د اوبو له مدیریت ویره لري چې که دا بندونه جوړ شول ایران له سختې وچکالۍ سره مخ کیږي.

طالبان د ایران د ګټو لپاره اوس په ډیر صادقانه ډول کار کوي او پر سلما بند او کمال خان بند باندې وروستي بریدونه یې ښه ثبوت دی چې طالبانو یې ساتوونکي ووژل او کارونه بیا ټکني شول.

له دې سره یو ځای روسیه په افغانستان کې له امریکا سره مشکل لري او د دې مشکل د حل لپاره یې د طالبانو مالي ملاتړ ته را ودانګل چې څو ځل روسي چارواکو هم په دې باندې اعتراف کړی دی.

خو له دې ټولو سره سره اوس امریکا ځینو هېوادونو باندې فشار راوړ چې سوله وکړي او ځینو نورو هېوادونو سره توافق کوي چې د افغان سولې پروسه کې رښتنی رول ولوبوي.

له هغې ورځې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره استازی ټاکلی، د سولې او جګړې له بیلابیلو اړخونو سره یې لیدنې شوي او دا لیدنې د هیلو وړ دي چې ممکن تر ولسمشریزه ټاکنو پورې سولې ته ورسیږو.

خلیلزاد په پام کې لري چې د خپلو سفرونو په لړ کې روسی او ایران ته هم لاړ شي او له دې دواړو هېوادونو سره پرافغان سوله خبرې وکړي.

نو جګړه هیڅ لوری نه شي ګټلی او هر څومره چې زر سوله وشي ناوخته نه دی، د افغان ځواکونو قربانۍ به رنګ راوړي او سوله به کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply