“د وینو واټ” ؤ/ سليمان لايق

0 1,280

د ۱۹۹۲م کال دمی دمیاشتی په نیمایی کی
له اور اخیستي افغانستان څخه د کوزی پښتونخوا دخیبر سیمی ته ووتم. ور پسی دعبدالولی خان په میړانه د باچا خان د اشنغر په “ولی باغ” کی له ده سره دیره شوم. د ماتی او بدمرغیو په توره تاریکه او د سیاست ډډه لری کی می د زړه د تودولو لپاره دشعر نغری تود کړ. ترهر څه د مخه می د لومړی ځل لپاره د خان عبدالغنی خان په ادرس چی هغه وخت د اوږدی ناروغۍ په وجه د مړینی د انتظار پر بستر پروت ؤ دغه قصیده ولیکله او میاشت وروسته می هغه ته په هماغه بستر کی د ده په غوښتنه ولوستله. غنی خپل نږور”نرګس” ته وویل، چی قصیده زما په غږ کی ثبت کړی. کله چی زه د قصیدی د لوستلو پای ته ورسیدم، کتل می چی د خان په مخ د اوښکو سیلاب راروان دی. هغه وویل…افسوس دی ناوخته سره یو ځای شو او زه ستا د قصیدی د لاجوابۍ په وجه د افغانانو پوروړی پاتی شوم.

“د وینو واټ”

سليمان لايق

دا زموږ د سترګو وړاندی، “غنی” ګوره څه تیر یزي
یــو با تور ملت غرقیږی، یو مظبوط وطن نړیږی
یوه دنیا د برم او بذل، یوه نړۍ د میړنیو
د غروب په لوری درومی، د تاریخ له پاڼو لویږی
پاس د ستورو راڼه څاڅکی، راته ښکاری اوښکی اوښکی
د آسمان په شنو غومبورو، لاری لاری رابهیږی
سر چی ږدمه په سر ویږدی، هیبتناک غږونه اورم
ته وا ځمکه په منځ دوه شوه، افغانی وطن ډوبیږی
یا آسمان زموږ په ویر کی، ښکته پر یووته په ځمکه
یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هواریږی
“ایمل”ریږدی په لحد کی، له غصی د زړه په تبه
چی مغل په خیبر وخوت، افریدی لا نه پوهیږی
د شنلی پر ځای له دښتو، تیری توری زرغونیږی
د اوبو پر ځای له غرونو، نګه وینی رابهیږی
د باران پر ځای له وریځو، تندرونه راکوزیږی
د رحمت پر ځای له هسکه، غضبونه نازلیږی
“ثمر”ښکته پورته دانګی، سترګی رډی توره کښلی
نه یی سترګی له چا سوځی، نه یی شرم له چا کیږی
“زینب”چیغی کړی چی ربه، ته لا څه ته ورته ګوری
د “حسین”په زخمی زړه کی، د یزید خنجر ځلیږی
څه بی پته شوو جنګونه، څه بی هوډه شوو ننګونه
تو لعنت په دی شملو شه، لا دی جګی نه شرميږی
دا د چر ګ لکۍ ته ورته شملی واچوی په ځمکه
دا د شرم او ماتی نښی، پښتنو ته نه ښاييږی
شمله هغلته شمله وی، چی په نر باندی وی لکه
اوس په هر کدو جګيږی، اوس په هر”اجړا” خوريږی
خدايه دا دی څه را وکړہ; چی يو نر دې راپری نه ښود
هر کمر ته چی تکيه شو، لکه شګه را شړيږی
يو “ميرويس” په موږ کی نشته، چی ګر ګين لاری ته سم کړی
يو”شير شاه”راپورته نه شو چی “مغل” ته ودریږی

* * *
پرو ني ملا ته ګوره، چی ټوک خور و سقاط خور و
اوس چی خصم د افغان شو، په سرو زرو کی ډوبيږی
لويه خيټه غټه کونه، نرۍ پښی ببره ږيره
ويته خوله بی شرمه سترګی، لکه مچ هر څه کی لويږی
مټکور ماغزه د تيږی، بی فر هنګه بی ادبه
چی تبليغ کوی نڅيږی، چی قران لولی ششنيږی
په اسلام کی لاری باسی، زموږ د خاوری بربادی ته
دين اخوان ته يو دکان دی، چی هر څه په کی خرڅيږی
دا دی څه بلا اخته کړہ، زموږ په دی بد مرغو خلکو
نه له تا څخه ډاريږی، نه له دوی څخه شرميږی
اوس چی حکم د ملا شو، د کابل په باچايې کی
هر ساعت په چا وردانګی، هره ورځ په چا ورلويږی
د افغان په قتل اخلی، سره پونډونه شنی ډالری
پښتو پریږده چی تری تللی؛ له ایمان سره خرڅیږی
باندی سپین په منځ کی تور دی، نګه اوردی؛ نګه اوردی
په هر تار کی یې د ږیری؛ شیطان سپور دی او زنګیږی
هر چړی په چړچوبۍ کی، باچایې خوبونه وینې
انګر یزی لنچر په غاړه؛ په لار ځی ته وا نڅیږی
چی پرون یې دَمَولی، رڼی خاوری خوسکو ته
اوس په بره پښتونخوا کی؛ په انسان باندی سپریږی
زما زړه پولۍ پولۍ دی؛ زما سا لمبه لمبه ده
چی دا توره خپکی به؛ له موږ کله پورته کیږی
جهاد لوښی د فساد شو، مولانا صاحب جلاد شو
دین دولت دواړه بر باد شو، د ده زړه لا نه سړیږی
زموږ کور د شرارت شو، افغانی وطن غارت شو
دا زموږ د سترګو وړاندی،(غنی) ګوره، څه تیریږی
موږ زغمل چی رانه لوټ شی، څه چی شته دی بی ناموسه
توری خاوری مو په خوله شه، اوس هغه رانه لوټیږی
د یوی میاشتی تانده ناوی، د شهید په قبر ژاړی
وایې کوم جهاد ته مړ شوی، ځواب وایه چی ځندیږی
تا چی سر په چا دَو کړی، هغه غواړی چی ما لوټ کړی
ما وربولی هغه ځای ته، چی شیطان ځنی شرمیږی
زه چی ستا له غمه ژاړم، هغه څاری زما سترګې
سر راپورته کړه شهیده، ارمانونه دي رژیږی
افغانی درنی بیبیاني، چی په پت عزت خوندی وی
دجهاد تر بیرغ لاندی، بر بنډیږی لیلامیږی
هر عرب خریدار شوی، زموږ د خویندو او خورلڼو
مولانا صاحب یې پلوری، نه شرمیږی، نه ځوریږی
تر څارویو وړیا شوې، پښتنه په منډوی کی
د څارویو هم څه دود وی، چی په چا باندي خرسيږ‎ى

***

ربه دا لا څه تالان دی، چی په خپل وطن یې وینم
چی خپل سپی په پردی ننګه، افغانانو ته غپیږی
چی له زړه د “کنشکا” نه، شنی لوخړی ځی آسمان ته
چی جمرود د سرو په بلخ کی، د”یما” له سره لویږی
“ګرګین” ویوست تیغ د سټی، دافغان ننګی کهول ته
د “میرویس” لیڅه بیواکه، تیری توری ته غځیږی
په لاس نه ورځی بی خاورو، نه یې تیغ نه یی لښکر شته
هم لښکر هم یی تیغونه، دوطن پر ضد جنګیږی
خدایه څرنګه بدل شوو، د افغان درانه خوبونه
په هر چا چی موږ تکیه شو، په پردیو پلورل کیږی
د وطن په حق کی نه کا، تش د خیر یوه خبره
خو د خپل مطلب لپاره، د هر سپی پښو ته لویږی
په هر ځای چی باران راشی، زموږ خره يوسی له مخی
په هر خوړ چی سيلاب وزی، زموږ وره ته راسميږی
په هر سيمه چی بريښنا شی، تندر پر يوزی زموږ په کلی
په هر رود چی توفان راشی، زموږ کور ته راسيخيږی
په دالرو باړه شوی، که غلجی که درانی دی
پښتانه او پښتو دواړه، هسی ښکاری چی ختميږی
د احمد په ګور يې تو کړی، توری ناړی د يڼکيو
دا چی پلار له ګروی نيسی، دا چی وروڼو ته ګواښيږی
موږ ته ټول جهان دوزخ دی، چی وطن مو په کی نه وی
موږ ته هر وطن سقر دی، چی افغان په کی ځوريږی
موږ ته هر “شا به” پيغور دی، چی دښمن يې را ته وايې
موږ ته هر سلام لعنت دی، چی په سپکه په موږ لويږی
موږ ته هره ګوله مرګ دی، چی د بل په ست یی ژوویو
موږ ته هر ګوټ هلایل دی، چی د بل جام نه ګوټیږی
موږ ته هر مشر دښمن دی، چی په موږ یې رحم نه شی
موږ ته هر افغان پردی دی، چی پردي سره یو کیږی
موږ ته هر ملک تلک دی، چی زموږ په سر روپۍ خوری
موږ ته هر ملا بلا دی، چی په خلکو نه رحمیږی

* * *
جګی جګی ساقی راشه، پس له عمره راپخلا شه
په چوپتیا کی مو غوغا شه، چی مجلس رانه سړیږی
د ځوانۍ نوبت می تیر شو، کوم چی تیر شو هغه هیر شو
اوس راونیسه دا پاتی، چی قطار رانه تيریږی
که مطرب او رباب نه وی، که مستی او شباب نه وی
که د مينی عذاب نه وی، عمر بد کړی چی اوږديږی
هوښياری يوه تنهايی ده، تنهايی يوه تباهی ده
په ترخو اوبو می ډوب کړه، ګنی زما جاله ډوبيږی
په مستۍ کی را چارپير کړه، يوه کيږدۍ د خورو څڼو
چی شپی ورځی رانه تښتی، چی کاروان رانه بيليږی
د پسرلی په ښکلو يادو، جام ته تويې کړه سکروټی
چی ګلونه راته ژاړی، چی خزان راته ګواښيږی
د ځوانۍ په باغ می راغله، د زړښــــــــت دماښـــــام لـــــــــړه
پيالی ډکې کړه له مخی، عمر تښتی نه ودريږی
ساقی ستړی يم له ژونده، ليږ می خلاص کړه له دی بنده
ګنی وژنی می دا تنده، چی ګړۍ ګړۍ زياتيږی
هو مره را کړه چی پی ورک کړم، سرله پښو، پښی له سره
چی غنی (۱) را څخه تښتی،بينوا(۲) رانه پټيږی
چی خوری صحرا ته ووځم، ليونی د ليونيو
چی مستی راکی نڅيږی، چی جنون را ته خنديږی
چی مر غان د خړو دښتو، راته ووهی وزری
چی زرکان راته غږيږی، چی هوسۍ راته پنډيږی

* * *
نه، نه، خوشی ټوکه نه ده، غنی ليږ ورته دمه (۳) شه
دا خوب وړی راويښږی، دا پريوتی را پا څيږی
ګومان مه کړه چی خالی شوه، د ساقی مينا له ميو
لا د تاک په تا خانو کی، دانګور ښيښی ډکيږی
لا رباب سور شوی نه دی، لا تش دوه دوره اوښتی
لا سا قی نوی راغلی، لا رندان نوی ګرمیږی
لا د ځمکی تل کی ایشي، تللی وینی د ځلمیانو
لا د دوی د تودو خاورو، سره ګلونه راغوړیږی
لا زموږ په ارادو کی، عشق د منډو غلی نه دی
شپه که هرڅه توفانی ده، څراغونه لا بلیږی
لا وطن خلک رابولی، د میړانو معرکو ته
لا هغه ژڼی ژوندی دی، چی تر هوډه قربانیږی
لا خوریږی نیمو شپو کی، د توفان غاوری چیغی
لا د غرو له جمدرونو، سیلاوونه راکوزیږی
لا د وینو واټ پرانستی، لیونتوب دی لیونو ته
لا په پښو کی د مستانو، ځنځیرونه سره شلیږی
لا د ځمکی تناوونه، لاره باسی زلزلو ته
لا په باد او بریښنا کی، ګردشونه رارسیږی
لا د رزم ګرمۍ شته دي، زموږ په مټو کی د ننه
لا زموږ په پښتون زړه کی، د “ایمل” وینه چلیږی
لا په جنګ د تخت او بخت کی، زموږ لوبه ختمه نه ده
لا همت د شیرشاهی ته، همایون له آسه لویږی
لا د لوړو وریځو شاته، عقابان وهی وزری
لا په هسکو سردرو کی، افغانی زمری غوریږی
لا د خپلی خاوری مینه، موږ ته وایی چه راپاڅئ
لا خوب وړی د پیړیو، له خوبونو راویښیږی
لا زموږ په کلاګانو، پښتني حیا خوره ده
لا زموږ په دروازو کی، غیرتونه پالل کیږی
دا به بیا یوه غوغا شی، لکه څاڅکی په څپو کی
یو سرکښه یاغی سین شی، سمندر ته به رسیږی
دا به بیا سپیدی خوری کړی، د اطلسو پالنګونو
د بلورو په بیدیا به، رود د وینو راخوټیږی
دا به بیا په لمر لویدو کی، د مرغانو سیل له ورایه
“لکه سور بیرغ د فتحی، په سرو وړانګو کی رپیږی”۴
دا به بیا زمزم ته رسی، د بیدیاوو جل وهلي
دا به بیا په جل وهلو، د رحمت باران وریږی
دا به بیا په مخه دانګی، دا زموږ جنګی آسونه
دا به الوزی له کندو، دا به لوړو ته رسیږی
دا به اچوی له سویو، سری سکروټی په تکل کی
دا به رسی تر هدفه، دا به خامخا بریږی
دا به بیا اباسین ایشی، ډوبوی به توری کونی
تور پنجاب به وهل کیږی، له بنسټه به نړیږی
دا به بیا زموږه ژڼی، لاره باسی آزادی ته
چا چی زموږه سر غوڅ کړی، د هغه سر به غوڅیږی
دا به بیا لنډی مسیږی، تن به باسی له بستره
پښتانه به راپاڅیږی، پښتونخوا به آزادیږی
دا به بیا د “احمد” چیغی، ریږدوی د لاهور مراندی
دا به بیا په کړاکږ کی، د “بیربل” ژامی ماتیږی
دا به بیا “سیدال” راباسی، دمرګ توره په غجرو
اخوندان به ترینه تښتی، امامان به تری پټیږی
دا د قم چړیان به پوه شی، چی افغان د ننګ په کارکی
خپل پور نه پریږدی پردی ته، دا تقدیر دی نه بیلیږی
_____________________

۱. عــــــــبدالغنـــــــی خان دلری پښـــتونخوا لوی شاعر .

2. عبـــدالرؤف بینوا دبری پښتونخوا ستر ادیب اوشاعر

۳ . “دمه” په وزن د ” رمه” دمه کیدل

٤. د قصیدی دغه بیت د امریکایی تور پوستی شاعر، لانګ فیلو د تخیل پښتو ژباړه ده لانګ فیلو دغه خیالی تصویر په خپل شعر کی چی “د غلام خوب”نومیږی”، کارولی ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply