د کرکټ فضلي د ستانکزي په منګولو کې / ډاکټر سيد نصيب الله

0 647

د افغانستان کرکټ بورډ اداره کې خوا و شا دوه سوه کسان په تېرو څو کلونو کې مقرر شوي دي، چې زيات شمېر کسان يې هېڅ کار نه لري، خو بس يا چيرمېن عاطف مشعل مقرر کړي و، يا هم اجراييه رييس شفيق ستانکزي مقرر کړي و.

که تاسې د هند په څېر لوى هېواد کرکټ بورډ ته وګورئ، نو خوا و شا تر پنځوس کسانو پورې به يې په کرکټ بورډ کې کار کوي او زموږ تر کرکټ بورډ يې لوبې ډېرې، کارونه ډېر او پرمختګونه هم ډېر دي، خو زموږ په کرکټ بورډ کې دوه سوه کسان مقرر شوي دي، بيا هم خېر و خېريت دى.

عاطف مشعل چې کله د کرکټ بورډ چيرمېن و، نو ډېرى کسان يې کرکټ بورډ کې مقرر کړل، خو چې کله له کرکټ بورډ څخه لاړ، نو ډېرى کسان يې پاتې شو او د ګوتو په شمېر ځينې کسان يې لاړ، همدا راز تر هغه مخکې نسيم دانش هم د خپلې خوښې کسان مقرر کړي و، په د دواړو په وختونو کې بيا په هماغه شمېر کسان اجراييه رييس شفيق ستانکزي مقرر کړي، خو چون د شفيق ستانکزي د وخت پوره کېدو نه وروسته هم هغه په کرکټ بورډ کې ناست دى، نو د هغه راوستي ټول کسان هم په کرکټ بورډ د بوج په څېر پراته دي.

کله چې کرکټ بورډ ته نوى چيرمېن عزيزالله فضلي راغى، نو ويل کېدل چې هغه غواړي يو لړ اصلاحات راولي، تر څو په کرکټ بورډ د ډېرو خلکو دا بوج کم شي او يواځې د ضرورت وړ کسان او تخنيکي کسان پرېږدي او نور ټول له کرکټ بورډ څخه ليرې کړي، خو مخې ته يې تر ټولو لوى خنډ د شفيق ستانکزي په څېره کې ودرېده، چې يې له دې کار څخه منع کړ.

په کرکټ بورډ کې يو ډېر نږدې کس راته وويل، چې اجراييه رييس شفيق ستانکزي په کرکټ بورډ کې يوه داسې مافيا جوړه کړې ده، چې هر چيرمېن راځي، لومړى ورسره خپل زور ازمايي او وروسته ورسره بيا يو ځاى کېني او ورته وايي، چې بس په ما کار مه لره، په تا کار نه لرم.

د نسيم دانش نه راواخله تر عاطف مشعل پورې د شفيق ستانکزي له دواړو سره وخت په وخت لانجې راغلي دي او وخت په وخت سره بېرته يو ځاى شوي دي، د دوى ترمنځ ډېرې کيسې هم فېسبوکونو ته وخت په وخت راووتلې، خو بيا به هم دوى هر څه بېرته پټ کړل.

اوس د کرکټ بورډ نوى چيرمېن عزيز الله فضلي هم د شفيق ستانکزي په منګولو کې راګېر دى، که د شفيق ستانکزي راوستي کسان له کرکټ بورډ څخه ليرې کوي، نو يې مخې ته ودرېږي او پر ضد يې منفي تبليغات پيلوي، که يې نه لرې کوي نو په کرکټ بورډ د بېځايه کسانو بوج همداسې پاتې کېږي.

په کرکټ بورډ کې يوازې د چيرمېن په بدلولو باندې څه نه کېږي، بايد دا ځل اجراييه رييس هم بدل شي، او نه يوازې شفيق ستانکزى له دندې ليرې شي، بلکې ورسره هغه ټول کسان هم دې له دندو ليرې شي، چې په تېرو کلونو کې شفيق ستانکزي کرکټ بورډ ته راوستي او دلته يې مقرر کړي.

تر څو چې شفيق ستانکزى له کرکټ بورډ څخه نه وي ليرې شوى، تر هغې پورې په کرکټ بورډ کې اصلاحات راوستل ممکن نه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply