زه په بلوچستان کې یم نه په هندوستان کې/ اسدالله خان امرخېل

0 694

نن سبا چې په بلوچستان کې څه تېريږي او د پنجاب رياست هغه منفي تبليغات، چې په رسنيو او سيمه کې یې موږ پسې کوي، د دوو خبرو لنډ وضاحت وړاندې کړم:

پنجاب وايي، چې بلوچ جنګ ميزاجه خلک دي او دوي پيدایشي جنګ خوښونکي دي؛ خو حقيقت دا نه دی، دا د پنجاب منفي تبليغات دي، غواړي، بلوچ قوم  له دې لارې بدنام کړي. په حقيقت کې بلوچ يو سوله غوښتونکی ولس دي، موږ ټوپک له شوقه نه دی پورته کړی، موږ خپله آزادي غواړو، موږ نه غواړو، د يو غلام غلامي وکړو،  تاسې تاريخ مطالعه کړئ، کله چې له نن ۷۰ کاله مخکې د پنجاب پوځ بلوچستان ته راغئ، آيا د هغوی په لاس کې د يو ښه ګاونډي په څېر وړانديزونه ول؟ آيا له هغوی سره کوم سولييز پيغام و؟ آيا  د نړيوال فارمول د چوکاټ له مخې بلوچستان ته راغلی و؟ نه! بلکې له هغوی سره توپ، ټانک او نورې جنګي وسلې وې، چې پر قلات، زيب او کان باندې يې حمله وکړه، ټول کلي يي بمبار کړل، دلته د هغوی د ډېرو جاسوسانو با وجود هم بلوچ مجاهدينو پنجاب پوځ ته ډېر زيان واړاوه.

پنجاب د انګليس پر مټ بلوچستان غضب کړ او د پاکستان په جوړونه کې يوه بلوچ هم رايه نه ده ورکړې، چې پاکستان دې جوړ شي؛ بلکې پاکستان د انګليس شخصي ګټو لپاره جوړه شوې يوه پروژه ده، چې د انګليس پر اشارو څرخي.

کله چې يو څوک ټوپک په لاس لار کې ولاړ وي؛ خو تاسې په دې وخت کې آرامه نشئ پاتې کېدلی، لومړی وار پنجاب کړی دی، زموږ پر کليو او کورونو بمبار کوي، الوتکې، ټانک او نور جنګي وسلې له هغوي سره دي، موږ يوازې د خپلې خاورې او قوم د دفاع لپاره جنګيږو او د مرګ تر اخري سلګۍ پورې به جنګيږو.

دا د بلوچو خاوره ده، په دې خاوره کې پر هر شي د بلوچو حق دی، په دې خاوره کې ټولې پرېکړې  په بلوچو پورې اړه لري، دا خاوره د چل بازۍ، ټوپک او د جاسوسانو پر زور نه شي خپلولی! کيدای شي، ډېرې کمې سيمې زموږ د خاميو له امله ونيسي؛ خو ټوله خاوره نشي غضب کولای او د تل لپاره یې په آرامه او اطمينان سره مالک نشي پاتې کېدای، له دې ځایه هېڅ شی نشي وړلای!

د پنجاب په دې نږدې وخت کې د خپلو منفي تبليغاتو له جملو يو دا دی، چې د بلوچ مجاهدینو مشران په هندوستان او افغانستان کې دي او دوی د دې هېوادونو ایجنټان دي؛ خو زه به ورته دومره ووایم، چې موږ د دې خاورې مالکان يو، لکه څنګه چې پنجابيان حق لري، هر ځای ته لاړ شي، موږ هم کولای شو، بهرنيو او ګاونډيو هېوادونو ته سفر وکړو؛ ځکه دا زما انساني حق دی او ما په دې څوک تورنولای نشي، چې زه دې د افغانستان او هندوستان ایجنټ واوسم، افغانستان زما ګاونډی هېواد دی، ماته د ورور حیثیت لري،  پنجاب دا ډول منفي تبليغات ځکه کوي، چې موږ د خپل حق او خاورې لپاره ورسره جنګيږو، په حقيقت کې هېڅ يوه هېواد موږ ته مالي او ځاني مرسته نه ده راکړې، موږ د خپلو بلوچانو پر زور جنګيږو.

له خپلو ګاونډيو هېوادونو مو غوښتنه دا ده، چې که ستاسې په زړه کې د بلوچو لپاره همدردي وي، نو ستاسې انساني او خلاقي فرض دی،  چې له بلوچ قوم سره مرسته وکړئ. که هغه سیاسي وي، يا مالي. له موږ سره په سنګر کې برخه واخلئ، څو موږ خپل هغه پنجاب دښمن مات کړو، چاچې د ټوپک پر زور  د بلوچو کليو وګړي قتل عام کړي او د بلوچو په نسل وژنه پسې یې راخیستې ده.

پنجاب غل د خپلو ګټو لپاره له چين او سعودي عربستان مرسته غوښتلی شي؛ خو کله چې بلوچان د خپل حق ترلاسه کولو لپاره له بل مرسته وغواړي، نو دی د بل هېواد ایجنټ شو، زه هر چېرته تللی شم، هر چېرته ناسته پاسته کولای شم، زه ددې خاورې اوسېدونکی يم، له يوه ځایه بل ته پر تګ راتګ کولو څوک مجرم نشي کېدلی، دا کوم جرم نه دی، چې زه د خپل حق لپاره جنګېږم، زه د چا غلام نه يم.

که تاسې سفارتونه د يو ملک پر خلاف کاروئ، نو بېشکه کولای یې شئ؛ خو زموږ قدم تاسې نه شئ درولی. کله چې موږ ستاسې پر وړاندې جنګيږو، نو تاته د دې خبرې حق نه درکوو، چې زه کوم هېواد ته ځم او له چاسره ګورم؟ دا زما خپل حق دی، د پنجاب ميډيا او د پنجاب پوځ دا ډول خبرې ځکه راپسې کوي، چې زموږ غږ کمزوری کول غواړي، يو منفي فکر رامنځته کوي او انسان په ټولنه کې بې اعتباره کوي.

موږ د چين کونسلګري د دې لپاره د برید ښکار کړه، چې چين باید پر دې پوه شي، چې څوک چې له پنجاب سره د بلوچستان په ورانولو کې مرسته کوي انجام به يې له دې هم بدتر وي.

زه د نړۍ پر ټولو هېوادونو غږ کوم، چې د انساني او اخلاقي فرض له مخې دې د پنجاب مخه ونيسي، که دا کار نه شي کولای، نو د بلوچو غږ دې په نړۍ کې خپور کړي، څو موږ ته خپل حق راکړل شي.

چين، پاکستان او له هغوی سره کوم هېوادونه، چې شريک دي، زما ورته دا پيغام دی، چې تاسې نور د بلوچستان د خپلولو خوب هېر کړئ، موږ دا جنګ ګرم ساتو او د خپل حق لپاره به د مرګ تر اخرې سلګۍ جنګېږو. په سهند او بلوچستان کې، چې چين څه کوي، د بلوچو او سهنديانو د قومونو د ارادې پر خلاف دي، هغه څوک چې زموږ قوم ته زيان رسوي، موږ  هغوی دومره په آسانۍ کله پرېږدو؟

زموږ حملې به دوام لري، پنجاب دې خاورې ته له ټانک، الوتکو او له ټوپک سره راغلی و. دوی زموږ ځوانان اختطاف کوي، زموږ خويندې او ميندې  ژړوي، زموږ له لوري به پر دوی هېڅ زړه سوی نه وي او دوی به د خپل ظلم سزا وګوري.

زه پر دې باور لرم، چې يوه ورځ به راشي، پښتون، سهندی او بلوچ به په يوه سنګر کې جنګيږي او تور پنجابک ته به غاښ ماتی ځواب ورکوي.

د پنجاب رسينو خبر خپور کړی و، چې سليم بلوچ د هندوستان په مکس  روغتون کې ټپي دی او په ياد هېواد کې یې درملنه کېږي، زه نه ټپي یم نه په هندوستان کې یم په خپله خاوره او په خپل سنګر کې یم د پنجاب خلاف جهاد مو ګرم ساتلی دی دا ویډیو مې ځکه وکړه چې د تور پنجاب هغه تورونه چې زه ګواکې  هندوستان کې یم چې ورته وښایم چې اسلم بلوچ په سنګر کې دی که په هندوستان کې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply