سوله او جنګ: هلته او دلته څه روان دي؟ / مجید قرار

0 850

په اماراتو کې د سولې خبرې روانې دي، د افغانستان د مشرانو لخوا د صبر، حوصلې او زغم توصیې دي، د طالب پر پاڼو د جنګ خبرې روانې دي، په وزیرستان، باجوړ، دیر، کوټه، او پېښور کې حالات بل څه وایي. هلته البدر ملېشې دي، لشکر طیبه دی، جهادي ترانې دي، د افغانستان د فتحې نارې دي، د ترهګرو موټریز کاروانونه دي، د پښتنو او بلوڅو مشرانو اختطاف، وژنې، ګواښنې دي. د اماراتو د مذاکراتو په جریان کې د آی ایس آی پلاوی د طالبانو د هیأت ملګری دی او په هره خبره کې ټونګه وهي.

عمران خان او باجوه په ورځ کې څو څو بیانونه ورکړي او د منځ ټکی یې دا دی چې د افغانستان لوری د خبرو طرف نه دی.

طالبانو پر اجتماعي پاڼو سلګونه نوي اکاونټونه جوړ کړي او هغه فوټوشاپونه، جعل خبرونه او شایعات خپروي چې هدف یې د افغانانو له لاسه د سولې ایستل دي.
په کابل کې د آي ایس آی پر امکاناتو فعالې رسنۍ درګرده د باجوه، عمران خان او ذبیح الله مجاهد له خبرو سرلیکونه جوړوي. سپوږمۍ راډیو، یو تلویزیون (TV1)، او د لنډه غرو ټولې رسنۍ د آی ایس آی او پاکستانیانو له خبرو سرلیکونه او د افغانستان د استاځو خبرې په حاشیو کې یادوي.

د افغانستان د مشرانو توصیې آن تر فیس بوکي ملګر را رسېږي چې وایي سوله د ولس ارمان ده، باید په منفي خبرو فضاء خرابه نکړو. موږ چې حالات په لږ لوی تصویر کې څارو، په شک کې یو.

له دریو ورځو مو له مشرانو سره بحث دی چې سوله خو د ولس ارمان دی خو هغه د چا خبره، دا څرنګه کلی دی چې تیږې یې تړلي دي او سپي یې خوشي کړي دي. چې باجوه او عمران خان غاپي، د کابل اجیرې رسنۍ یې غپهار له خوندورې رومینټیکې موسیقۍ سره میکس کوي او دا زهر د سولې په شهدو لړلي زموږ ولس ته ترزیقوي، د طالبانو پاڼې زهر پاشي او زموږ ټول نظام او سرتېري اجیر معرفي کوي، زموږ سکوت به د کوم قاتل پر زړه د رحم اوبه تویې کړي؟

حقیقت څه دی. حقیقت دا دی چې د افغانستان حکومت طرفوالی او نه طرفوالی خو پرېږده د هغه مېز مالکیت لا د افغانستان د لوری او ملت دی چې ټول سره پرې کښېني. عمران خان غوښتل مالکیت واخلي، په ډېره بېړه او شیطانت یې اعلان وکړ چې د خبرو کوربه به پاکستان وي، خو په یو ټرن خان مشهور عمران خان ته د افغانستان حکومت په یوه اشاره، د دالو دېګ ډک پک ور پاتې شو.

یوه لور ته زموږ د مشرانو شرافت، د ملت د سولې خوب، او د نورو انسانانو خو څه چې آی د طالب د افرادو د وینې نه تویېدلو حرص او بل پلو ته د آی ایس آی لجاجت، رذالت، او ټونګې دي. هلته البدر دی، لشکر طیبه دی، پر موټرو د هوایي امارت او پاکستان ګډې جنډې دي، د پښتنو مشرانو ترور او اختطافونه، د منظور پښتون پر سفرونو بندیزونه دي.

پایله دا ده چې د پاکستان سپین سترګي، رذالت، او سپکوالی اوس یواځې افغانان نه، ټوله نړۍ، ټول اسلامي هېوادونه او ټول لوري ګوري چې طالبان یې لکه د ګنج پسونه تر غوږونو را نیولي، او د اماراتو په ګنج کې یې پر سر چنې وهي. د سپین پسه او سپین پوشه ملا امیرخان متقي ترمنځ مشترک ټکی یواځې سپین لباس او سپینې وړۍ نه، بلکې د اماراتو ګنج، د پنجابي دلالي او د مشتریانو او خریدارانو ترمنځ چنې هم دي. د افغانستان تاریخ به دا صفحه دغسې لیکي چې نه و نه و، یو باجوه و، ده به د قربانۍ د څارویو تجارت کاوو، بیا یې یو ځل د اماراتو ګنج ته یوه ډله سپین پسونه را وستي و. د ګنج پر دلال خپل پاللي پسونه دومره ګران و چې پر هر پسه یې د یوه اوښ قیمت اېښي و، خو دا ډنګر او ریخن پسونه نه چا په هغه قیمت پېرودل، او نه په هغه قیمت ارزېدل. په همدې علت د سولې معامله ورځ تر ورځې ځنډېده.

بریا ځکه د افغانستان د ملت ده چې پایله د پیل او لاملونو تابع وي. اوسني حالت ته طالب له مستۍ نه حاضرېږي. پاکستان مالي او اقتصادي فشار، نړیوالې انزوا، او ټولنیز فشار د ګړنګ پر څوک درولی. د افغانستان هوایي ځواک او کمانډو د پاکستان د دېرشو دېرشو کلونو روزلي لکه شریف معاویه او د هغه قطعه په یوه یوه غوټه او ملاق کې پورته کوي. ژمني عملیات بې سارې اغېزمن روان دي. طالب هیڅ ولایت لاندې نه کړای شو. د کاروبار، تجارت، اجتماعي ګډون، فرهنګي نفوذ هیڅ سیمه یې په اختیار کې نشته. کلي یې هم په مسلخونو بدل شوي. په موټرسایکلونو ټوپک خو څه چې شړۍ لا نشي ګرځولای او یو بل ته وایي چې شړۍ موټر سایکل له هوا مالومېږي او ویشتل کېږي. ملا منان، شریف معاویه او د همدې کچې لسګونه نور یې په څو ورځو کې له لاسه ورکړل. ساحه پراخېدل، له مخونو نقابونه لرې کول د بشري قوت په لحاظ ډېر ګرانه ورته پرېوتل.

د امریکایانو کیسه ښکاره سټراتیجي هم دا ده چې په افغانستان کې به یې حضور د ګواښ د دوام په اندازه وي، وختي قید نشته ورته، او حالاتو ته به کتل کېږي. مانا پاکستان باید د افغانستان د فتحې خوب اوبو ته ووایي.

د پاکستان هیأت افغانستان ته راغی، اساسي پیغام یې دا و چې د افغانستان حکومت دې ژمني عملیات او د طالب مشرانو داسې بې رحمانه وژل ودروي. د افغانستان حکومت د سولې لپاره مجبور و چې دا غوښتنه یې رد کړي. اوس د طالبانو مشرانو په ولسونو کار پیل کړی چې د حکومت د عملیاتو درولو لپاره لاریونونه وکړي او لارې بندې کړي. وړمه ورځ یې د غزني په قرباغ او اندړو کې غونډې وې، کور په کور ګرځېدل او خلک یې بېګار کول.

د ولس پر غاړه د طالب چاړه ده، خو ولس ښه په دې پوهېږي چې د سولې کیلي د طالبخور کمانډو په لاس ده او پر خال خال ملکي تلفاتو مو ولس هم ځان اچولی دی.

یوه خبره چې څرګنده ده، دا ده چې طالب په کلیو کې شته، په غرو، دښتو کې لکه د یو ویشتمې پېړۍ د انقراض له ګواښ سره مخامخ خوارځواکي لېوان ګرځي، په مدرسو کې ښه پرېمانه دي، خو د سولې پر مېز بیا طالب نشته، هلته بیا پر پاکستاني پاسپورټ پېژندل کېدونکی شېرمحمد عباس ستانکزی دی چې دا شل کاله یې د چره ییز ټوپک ډز هم نه دی اورېدلی. هلته بیا کوټه وال امیرخان متقي دی چې ډیوټي سټېشن یې د کویټې چاوڼۍ ده. هغه بلبلان نه د طالب خبره کوي، نه د افغانستان، نه د امارت. هغوی د پاکستان خبره کوي او بس.

و من الله التوفیق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply