د الحاد او ملائیت مقابله / مجید قرار

0 959

که د الحاد او ملائیت دواړو مقابله غواړئ څلور علوم پالل اړین دي. څلورو واړو یې آسماني دینونه سخت ننګولي دي. لومړی، د ستورپوهنې او اړوندې کوزمولوجي علم دی، دې علم د ځمکې او انسان مرکزیت او دیني تصویر تر سوال لاندې راوستی او د کائناتو، لمر، سپوږمۍ، آسمانونو او ستورو په اړه یې دیني تصورات ننګولي دي.
دوهم، د بیالوژي علم دی، دې علم د انسان خلقت او د خلقت داستان یې تر سوال لاندې راوستی.
درېیم د انټراپولوژي یا انسان پېژندنې علم دی چې د انساني پراختیا تاریخ او وده یې د تاریخ او انساني تمدن د پرمختګ له نظره له دینونو یو څه بدله تشریح کړې ده. څلورم یې د فلسفې علم دی چې د انسان اساسي پوښتنو، (یعنې دا چې موږ
څوک یو، له کومه راغلي یو، ولې راغلي یو؟ او چېرته ځو؟ ) ته پرې د بدیلو ځوابونو د موندنې هڅه کېږي.
کله چې زه وایم دینونه یې ننګولي، مانا یې دا نه ده چې العیاذ بالله دینونه یې باطل کړي دي. مانا یې دا ده چې ننني آخوندان یې له ځواب ورکولو عاجز کړي دي، او د دوی جهالت په دین تاوانېږي. دوی یې ځکه ځواب نشي ویلای چې د علم زده کړه خو څه چې دښمني کوي. همدا خبره ده چې خلک په سپوږمۍ کې ګرځي او موږ ورته ژاړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply