له طالبانو سره تبلیغاتو کې نااګاهانه همکاري/ نوید احمد څرک

0 613

کونړ او هلمند کې دوه ورځې وړاندې افغان او بهرنیو ځواکونو د طالبانو او القاعده شبکې مشران او وسله وال په نښه کړل.

د کونړ د ځايي خلکو په خبره د شلتن درې کې ۴۵ طالبان او د القاعده کسان له مهمو قومندانانو سره وژل شوي چې د طالبانو لپآره یو سخت ګوزار و.

په دې برید کې څو ملکي وګړي هم شهیدان شوي او څو نور ټپيآن دي چې د کونړ په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

طالبانو چې په دې برید کې سخت زیان ولید، سمدستي لاس پکار شول او د دوه کالو وړاندې د ماشومانو تصویرونه یې ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړل چې د کونړ په هوایي برید کې شهیدان شوي.

په داسې حال کې چې همدا تصویران طالبانو دوه کاله وړاندې له یو بل برید سره خپاره کړي و.

طالبانو دا کار د دې لپاره وکړ چې پر حکومت فشار راشي او له هوایي بریدونو یې راوګرځوي.

طالبانو ته په دې وروستیو کې هوایي بریدونو کې سخت ګوزارونه ورکول شوي چې د مهمو قومندانانو د وژل کیدو تر څنګ یې لوی مرکزونه او د وسلو ډيپوګان له منځه تللي دي.

طالب ته اوس یوه لار ورپاتې ده چې حکومت د ملکي وګړو په وژنه تورن کړي او خلک یې پرضد راوپاروي چې هوایي بریدونه ودروي او طالبان له مرګ او فشار څخه خلاص شي.

له طالبانو سره یو ځآی په خواله رسنیو کې عامو خلکو هم د طالبانو عکسونه خپاره کړل او د کونړ په پيښه یې د مکر اوښکې توی کړې، په داسې حال کې د کونړ په شلتن دره کې د طالبانو بیخ ویستل شوی و.

دا به سمه وي چې په دې برید کې څو ملکي وګړي شهیدان شوي او ټپيآن شوي، خو څومره ګوزار چې طالب لیدلی، ټول عمر کې به یې له یاده و نه وځي.

اوس خلک د دې پر ځای چې طالب له کور او کلي وشړي، پر حکومت غوصه دي چې ولې د ملکي وګړو په کورونو بمبارد کوي، طالب د ملکي وګړو په منځ کې غونډې کوي، سنګر نیسي او پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.

نو ښه لار دا ده چې ملکي خلک له طالب سره سره کرښه مالومه کړي او ورته ووایي چې نباید په کلیو او بانډو کې داسې تجمع وکړي چې هوایي بریدونه پرې وشي.

ما ولیدل، هغه کسان چې تل له طالب سر ټکوي، د کونړ په پيښه کې د طالبانو په تبلیغاتو تیر وتل او له طالب سره یو ځای یې د حکومت ضد خلکو راپارولو لپاره مټې بډ وهلې وې.

خو وروسته مالومه شوه چې د برید په تړاو د ماشومانو خپاره شوي عکسونه د کونړ نه بلکې څو کاله وړاندې د هغې پېښې و چې د طالبانو په ماین الوتي و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply