ډاکټر ریاض احمد چوهدري: اشرف غني عادي شخص نه دی

0 1,232

ژباړه: محمدروښان ښاد

د اقتصادي چارو کارپوه او پاکستانی سناتور ډاکټر ریاض احمد چوهدري: اشرف غني عادي شخص نه دی


هغه په داسې حال کې افغانستان د اسیا په اقتصادي څلور لاره بدلوي چې له یوه لوري کابل د پاکستان له لوري ناامنۍ او بې ثباتۍ سره لاس او ګرېوان دی او له بل لوري ایران پر افغانستان چې لا هم په خپلو پښو ولاړ نه دی، خپل مستقیم او غیر مستقیم فشارونه راوړي.

روسیه هم په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله د وخت  ښکاره مداخله او ناکام رول تکرار لوبوي. همدارنګه ورانکاري جنګسالاران چې پرون یې افغانستان په وینو ولاړه لا هم جمهور رئیس غني پر جنګ  تهدیدیوي. د  ګډوډیو او مزاحمتونو په ایجاد یې  وخت ضایع کوي او پلانونه یې نیمګړي ګڼي.

مګر د دې ټولو باوجود غني له توپ، ټانګ او اټومي تاسیساتو پرته دوه ګاونډیان ایران او پاکستان چې څلوېښت کاله یې په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهله، په ګونډو کړي.

سره له دې چې پاکستان سل په سلو کې فرصتونه لري، مګر هیڅ اقتصادي پلان نه لري، ځکه د پاکستان اقتصاد له افغانستان سره اغېږل شوی دی. د پاکستان  لوی اقتصادي پلان دا وو چې خپلې پولې د افغانستان پر مخ وتړي او افغان تاجران وځوروي.

ملي تاجرانو او پاکستاني اقتصاد پوهانو په ځلونو پاکستان ته خبرداری ورکړ او ورته وې ویل : غني عادي شخص نه دی او ښه به وي چې له اشرف غني سره اقتصادي زور ونه وهو. خو د پاکستان بهرنی سیاست تر دې اندازې ناکاره و چې بیا بیا یې د افغانستان پر ضد خپل ضدیت او تېروتنې تکرار کړې.

له اشرف غني یې  په لومړیو ورځو کې وپوښتل خپل بهرنی سیاست له کومه ځایه پیلوې؟

غني د خپل یو شمالي ګاونډي هیواد نوم یاد کړ، ټولو خندلې مګر موږ  سخت ټکان وخوړ، ځکه موږ پوهېدو چې غني څه وایي؟

بیا هم پاکستان خپل شرارت ته ادامه ورکړه. دادی موږ افغانستان ته حق ورکوو، ځکه جمهور رئیس غني لومړی پاکستان په غېږ کې ونیوه په داسې حال کې چې هند ورته تر پاکستان وړاندې و، مګر پاکستان د کوچني ماشوم په څېر د ولسمشر غني جامې لمدې کړې. غني هند ته اقتصادي لاس ورکړ او هند د غني ډېر تود هرکلی وکړ بیا هم پاکستان د افغانستان پرمخ خپلې دروازې وتړلې، بالاخره داسې ورځ را ورسېده چې غني په خپل خاموش سیاست د ټولوهیوادونو اقتصادي دروازې د تل لپاره د پاکستان پرمخ وتړلې.

نن افغانستان د پرمختګ او پاکستان د نابودۍ او انزوا په لور روان دی. افغانستان د اسیا او اروپا په اقتصادي څلور لار او پاکستان د وروسته پاتې هیوادونو په وړه کوڅه بدلېږي.  

لا هم پاکستان د جمهوررئیس غني او د افغانستان د خلکو پر وړاندې د توبې فرصت لري، له دې پرته به پاکستان تل افغانستان ته احتیاج وي، ځکه غني په چټکۍ سره افغانستان د پرمختګ پوړیو ته رسوي، غني چې پاکستان  ورته د ماشوم ارزښت نه لري.

څلور لوی پلانونه چې اشرف غني ورباندې کار کوي تقریباً عملي کېدونکي دي. داسې پلانونه چې ممکن حتی اروپایان په افغانستان کې د پناه اخیستو غوښتنه وکړي:

۱: د هغه لومړنی پلان سراسري سوله ده چې تقریباً  لاسرسی یې ورته موندلی. دا پلان د افغانستان ټول خلک سره یو کوي او په افغانستان کې جنګ پای مومي.

۲: د افغانستان د کانونو کېندل. افغانستان د خپلو کانونو په کېندنې سره د نړۍ په شتمنو هیوادونو بدلېږي.

۳: په افغانستان کې د اوبو مهارول. افغانستان چې په خپلو اوبو څومره بیه کېږدي پاکستان او ایران مجبور دی چې هغه بیه افغانستان ته ورکړي. بله لاره نه لري ایران او پاکستان باید د خپل پايښت لپاره د افغانستان له اوبو برخمن شي. د افغانستان پر ضد د وسله وال یرغل له ارادې دمخه باید د نړۍ زبرځواک پخواني شوروي څخه عبرت واخیستل شي.

۴: د نړۍ له ۲۰۵ زیاتو هیوادونو پانګې  افغانستان  پورې محنصرې دي، چې ښایي د افغانستان ډبرې ټولې نړۍ ته د طلا معادل شي، ځکه د افغانستان هره ډبره خپله ځانګړې بیه لري.

دادی جمهور رئیس غني ټولې مفسدې او ناکاره مهرې یا له دندو شړي او یا یې بې واکه کوي او د دولتدارۍ اکثره چارې خپله ترسره کوي. پاکستاني مقامات ۱۸ ساعته خوب کوي او جمهوررئیس غني ۱۸ ساعته کار کوي. دا مهال د افغانستان خلک د ولسمشر غني له کړنو خوښ نه دي. دوی به ډېر ژر ویښ، هوښیار او په خپلو ښېګڼو او بدګڼو پوه شي او اشرف غني به درک کړي.

بیا یې وایم، پاکستان باید د افغانستان په اړه خپل ناکام سیاست بدل کړي. نن دا چانس لرو چې افغانستان زموږ غږ واوري، سبا به افغانستان په داسې ځای کې وي چې د پاکستان فریادونه به په اسانۍ وا نه وري.

د امریکا، نړیوال بانک، برتانیې، سعودي عربستان او چین  د پاکستان دولت له زرګونه مکرونو، چلونو او فریادونو وروسته له پاکستان سره د مرستو ژمنه کړې وه، اشرف غني وکولای شو په خپل یو قلم او دوه کلیمې سیاست ټولې یادې مرستې د افغانستان په ګټه وکاروي او پاکستان له لوی کښتۍ او ټولو امکاناتو سره په ساحل کې نهیلی  پاتې شي، پاکستان لا هم غني ونه پېژانده.

نن افغانان کولی شي چې په خالي لاسونو او بین المللي اعتبار د خپلو نیکونو خوبونه رښتیا کړي داسې پروژې یې پیل کړي چې موږ فکر نه کاوه د افغانستان په څېر هیواد خلک حتی د هغو پروژو نومونه وپېژني. دا مهال موږ په افغانستان کې د هغو د جوړېدو شاهدان یوو.

اوس په پاکستان کې هغه پروژې چې زموږ نیکونو پیل کړې وې له افغانستان او اشرف غني سره د زور ازمایلو او خیانت په پایله کې په ټپه ودرېدې. پاکستان له څوارلسو زیاتې ملي او حیاتي پروژې د پاکستان د اقتصاد د زوال له امله د تل لپاره ودرولې.

که افغانستان سولې ته ورسېږي، د افغانستان نور بدبینه ګاونډیان به افغانستان ته ونه رسېږي، ځکه افغانان له هیچا کم نه دي، غښتلي او زړور خلک دي.

سرچینه: ډان ورځپانه- اسلام اباد چاپ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply