!ولس اوس هم په بغدادي پیر پسي روان دی

حیات الله نظري

0 1,086

ډیری  کسان  وایی چي د امان الله خان  سره ډیر ظلم وشو، خو دي ته یي پام نشته چي د غني  سره څومره ظلم  روان دی .

زه د غني او د امان الله خان فکر یو ډول ارزوم هغه په هیواد کي د ذهنیتونو لپاره کار کوه ځکه خلګ یی ډیر نا دانه وه

خو غني د ذهنیتونو د جوړولو تر څنګ پر نورو بنیادي کارونوهم کار کوي  خو هغه پخواني ذهنیتونه لاهم شته دی  او همغه بغدادي پیر او مریدان یی  شته  چي هغه تیره پیښه  بیا تکرارول غواړي

د امان الله خان غوندي  غني هم د دې هیواد  راتلونکي ته ډیر هیله مند دی ډیری بنیادي  کارونه یې کړي دي .

هغو هیوادونو ته یی غاښ ماتونکي  ځواب ورکړی دی چي  په افغانستان کي  مداخله کوي  او نه پریږدي  چي  افغانستان پر خپلو پښو ودریږي

دوی له دي ویره لري  چي که افغانستان پر خپلو پښو ودریږي  نو د دوی هغه ګټي به له منځه لاړي شي چي د افغانستان له خاوری یی تر لاسه کوي.

په دي هیواد کي  پاکستان خپلي کټي لري  ایران خپلي ګټي لري او داسي نور هیوادونه خپلي ګټي لټوي دوي ټول د افغانستان د جګړي لپاره پانګونه کوي او د دي جګړي د دوام لپاره د مختلفو لارو نه کار اخلي ترڅو افغان دولت مصروفه وساتي  او خپلو اهدافو ته د رسیدو په خاطر د خنډ سره مخ نه شي.

دي ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته د بغدادي پیر په څير ډیري شیطاني څيري را لیژلي دي  ترڅو د افغان ولس په منځ کي زهر وشیندي .دا کار یی  تر ډیرهده بریالی هم وه ، او له دې لاري  یې ډیر مریدان هم پیدا کړي دي .

خو په دې ورستیو کي  غني  د دي پيرانو  او  د هغوي د بادارانو پر وړاندي داسي تګلاره غوره ګړي  ده چي د دوي ګټي یې په ټپه درولي دي

د پاکستان سره د ډیورنډ د کرښي پر سر  شخړي او په نړي کي د پاکستان بدنامول

په دی ورستیو کي د ایران سره  د اوبو د بندونو پر سر ګوت سنډني  چي د ایراني چارواکو توند غبرګونونه یی را وپارول  خو هیڅ تاثیر یی نه در لود  اوس دوي  غواړي  د خپلو پیرانو له لاري خپلو  اهدافو ته ورسي  دا پیران  یا د اتلاف  په نامه  یا په بله نامه هڅه کوي د غني پر وړاندي د خلکو غبرګونونه را وپاروي او په دي ترتیب په هیواد کې د تعصب او کیني  زهر وشیندي او د ملي وحدت حکومت ړنګ کړي، په دي ورستیو کي یې ډيری هڅي وکړي خو بریالي نه شو  دا ځکه  چي اوس  ټول  د بغدادي پیرانو په پلمو پوي شوي او اوس  یې کارونه په خلاصیدو دي  ځکه اوس غني  د دي پیرانو  او د هغوي د بادارانو پر وړاندي سخته مبارزه پیل کړي ده  چي په هیواد کې دا پیران او ده هغوي باداران یې ډیر په ویره کي اچولي

اوس زموږ خلکو ته د دبغدادي پیران  اصلیت معلوم شوي  خو لا هم دا پیران مریدان لري  چي  دي مریدانو ته به هم ډیر زر د دي  پیرانو اصلي څيره معلومه شي

د امان الله  خان نه  د غني طرحه ځکه ډیره بریالی ښکاري چي ولس تر ډیره پوی دي او تر ډیره د هیواد ځوانان د دښمنانو په چل او دوکو پوهیږي

خو لا ډیری کسان شته چي  په پټو سترګو په بغدادي پیرانو پسی روان  دي  او د غني د حکومت د ړنګیدو هڅه کوي

او غواړي کوم ظلم چي يې د امان پر وړاندي هغه ړانده ولس وکړ هغه د غني پر وړاندي تکرار کړي .

که څه هم غني په ډيرو ستونزو کي را ګیر دی  خو بیا یی هم خپلي مبارزی ته  دوام ورکړی  او دا مبارزه تر دیره بریالی ښکاري ځکه چي  په دي ورستیو کي  یې د ګاونډیو هیوادونو پر وړاندي جدي غږ پورته کړي  دي

درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply