دې ته سټېکر وايي

0 1,620

زموږ په هېواد کې د سټېکر له يادېدو سره د ټاکنو جنجال ذهن ته تداعي کېږي، خو راځئ نن د يو بل ډول سټېکر په هکله ووايو.

په مالیزیا کې یوې کمپنۍ داسې کوچنی سټېکر جوړ کړی چې پکې له کېمیايي موادو پاک طبيعي فارمول ګډ شوی دی.

د مالیزیايي رسنیو د مالوماتو له مخې، د دې سټېکر فارمول داسې کیفیت لري چې په مرسته يې مېوه یوه اوونۍ تازه ساتل کېږي او په وینا يې د خنثی کېدو مخنيوی یې هم کوي.

د دې کمپنۍ له لوري په خپرو شویو مالوماتو کې راغلي، په دې سټېکر کې يې د شاتو له مچیو خام شات اخيستي او له ایوډين لرونکې مالګې سره یې یو ځای کړي چې د مېوې پر پوست نښلول کېږي او ۱۰۰ فیصده کار کوي.

د کمپنۍ مشر مالک ظافري زین‌الدین وايي، د تازه یا (Fresh) په نوم سټېکر د دې دواړو طبیعي موادو ګډون د مېوې پوست له بکټریاوو خوندي ساتي.

د زین‌الدین په وینا، د دې سټېکر د جوړېدو فکر ورسره وروسته تر هغې پیدا شو چې په بازار کې يې له مېوه پلورونکیو سره د ليدنې پر مهال د مېوو د خنثی په اړه د خلکو شکایتونه واورېدل.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply