له طالبانو وروسته له سياسي ډلو سره د ايران پټه يارانه / خوشحال آصفي

0 548

يوه اونۍ وروسته له هغې چې په عربي متحده اماراتو کې وسله والو طالبانو او د امريکايې چارواکو تر منځ مخامخ خبرې ترسره شوې؛ د ايران د ملي امنيت سلاکار کابل ته راغی او يو ځل بيا یې په زغرده تایيد کړه چې له وسله والو طالبانو سره اړيکې لري. له دې وړاندې هم ايراني چارواکو له وسله والو طالبانو سره خپلې اړیکې تاييد کړې وې. د افغانستان او امريکا حکومتي چارواکو هم په بار بار له وسله والو طالبانو سره د ايران له اړیکو پرده پورته کړې ده.

همدا تېره ورځ د هرات په امنیه قوماندانۍ کې له ترورېزم سره د مبارزې رئیس فضل الرحمن خادم ادعا کړې چې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځانګړی ګارد، هلته د امنیت په خرابوالي کې لاس لري. نوموړی وايې “په هرات کې د قتلونو، ترورونو او چاودنو په سلو کې اتیا پېښې د ایران د سپاه پاسداران او په هرات کې د ایران سرقونسل، محمود افخمي تنظیموي او د هغوی استخباراتي ډلې معلومات ورکوي. هغوی هر وګړی چې له‌خوا یې چپ وي، ترور کوي او په هرات ښار کې امنیت خرابوي.”

خو په وروستيو کې د امریکا دفاع وزارت يا پنټاګون بیا دننه په افغانستان کې له يو شمېر سياسي ډلو سره د ايران له ناوړه اړیکو پرده پورته کړې ده. د امریکا د دفاع وزارت د راپورونو پر اساس ویلي چې ایران په افغانستان کې یو شمېر سیاسي کاندیدان تمویلوي. د پنټاګون په رپوټ کې ویل شوي چې د افغانستان د پارلمان یو شمېر غړو او امنیتي چارواکو هم داسې رپوټونه ورکړي چې ایران د خپلو ګټو لپاره ځیني سيمه‌ییزو چارواکو ته رشوت ورکوي خو په رپوټ کې د چا نوم نه‌دی اخېستل شوی.

جالبه بيا دا ده چې د امریکايې چارواکو تر څنګ د افغان حکومت بيلابيلو امنيتي چارواکو هم په افغانستان کې د ايران د لاسوهنو او له وسله والو طالبانو د ملاتړ خبرونه ورکړي دي خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بيا دا ټول راپورونه ناديده نيولي او په زغرده يې ويلي چې په افغانستان کې د ايران د لاسوهنو په اړه هيڅ اسناد او شواهد نه لري.

اوس پوښتنه دا ده چې رښتیا هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په کورنيو چارو کې د ايران د مداخلې په اړه اسناد او شواهد نه لري او که قصداً د ايران په لاسوهنو سترګې پټول کيږي؟

د افغانستان په کورنيو چارو کې ايران لاسوهنه اظهر من الشمس ده. په خپله د ايراني چارواکو څرګندونې د دې ګواهي ورکوي چې دوی د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي. څه موده وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني وويل چې له افغانستان څخه د اوبو د اخيستلو لپاره به ايران له انتخابه کار واخلي. له هغې وړاندې د ايران سپاه پاسدارانو يو تن قوماندان ويلي و چې دوی د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې نفوذ لري. په وروستيو کې کله چې امریکا پر ايران نوي بنديزونه ولګول نو د ایران د سپاه انقلاب د هوایي فضا د فرقې قوماندان امیر علي حاجي زاده وويل په افغانستان او عربي هېوادونو کې به د امریکا اډې په نښه کړو.

دا ټول هغه څه دي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې د ايران ښکاره لاسوهنه په ډاګه کوي، خو دا چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ايراني چارواکو دا ګواښونه او څرګندونې ناديده نيسي نو يا خو قصداً غواړي د ايران په مردارۍ خاوره واچوي او يا بيخي د افغانستان له حالاتو خبرداری نه لري.

له وسله والو او نيکټايې داره طالبانو سره د ايران د اړیکو هدف څه دی؟

په افغانستان کې له وسله والو طالبانو او پردي پالو سياسي ډلګيو سره د ايران د اړيکو اهداف ډير زيات دي خو عمده او لوی اهداف يې دوه دي.

لومړی؛ د افغانستان حکومت ضعيف او اړ کول: ايران کلونه کيږي چې د افغانستان د اوبو پر سر له افغان حکومت سره جنجال لري او په وروستيو کې چې ايران له وچکالۍ سره مخ شوی دی نو د افغانستان د اوبو مساله يې جدي نيولي ده. حتی تر دې چې په خپله ايراني ولسمشر د افغانستان د اوبو په اړه وويل چې د دغو اوبو د مهار لپاره به له هر انتخابه کار واخلي. اوس د دې لپاره چې افغان حکومت تضعيف او اړ يې کړي څو د ايران غوښتنې ومني. د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره يې تر اوسه يواځې طالبان کارول خو اوس يې د سياسي ډلګيو روزل هم پيل کړي دي.

دویم؛ په افغانستان کې د امریکا حضور ننګونه: امريکا او ايران له وړاندې ترینګلې اړيکې لري خو له کله چې ډونالډ ټرمپ د ايران سره په اټومي پروګرام اختلافات رامنځته کړل نو د دغو دواړو هيوادونو اړيکې لاپسې ترينګلې شوې. ايران په مخامخ له امريکا سره ډغرې نه شي وهلی نو د دې لپاره چې په امریکا فشار راوړي؛ دلته په افغانستان کې د امریکا حضور د ننګولو په خاطر د طالبانو او د امريکا ضد سياسي ډلو ملاتړ کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply