محدود / محمد مصطفی سمون

0 783

د محدود او لا محدود په اړه بېلابېلې نظریې دي؛ خو د همدغه ګډولو تر منځ یو شلېدلی فکر موجود دی، چې انساني خواص جبراً داسې اوبدل شوي، چې هره شېبه د فکري خوځښت پر ځای انساني خواهشاتو ته مخ ور اړه وي.لکه څرنګه چې د الله په هستۍ کې د مخلوقاتو تر منځ ظاهري جوړښت یو ډول دی.

مثلا: د وجود جوړښت یې تقریبا ورته دی؛ خو په عملي ژوند او لید لوريو کې بیا هر څه بل ډول دي، چې ځینې خویونه په افرادو کې دومره سره لرې وي، چې په یو محور کې یې نه شو سره راټولولی.

له همدې ځایه د درنښت مزي په خوځښت راځي، چې بیا د فرد په کړو وړو باندې لږ د ژوند له اړخه رڼا اچول پکار دي؛ ترڅو د غوښتنو او دید ترمنځ هغه ورکه وموندل شي، چې تر اوسه پورې دې شلېدلې پاڼې په اړه څه نا څه ورک تصور موجود و.د محدودیت او لا محدودیت په اړه تصور ګونګ دی، چې انساني ژوند څومره د محدود او لا محدود په بې ژبه پنځ کې پرمختګ کولای شي.هېره دې نه وي، چې په افرادو کې د هدایت توری هم د استعمال وړ دی، چې دې شخص ته په دې برخه هدایت شوی دی.

اصلاً د فرد دروني غوښتنې دي؛ چې داسې څه په ژوند کې لیدل غواړي. اوس اوس خلک د دې په اړه فکر کوي د هر کار کولو تر شا انساني مجبوریتونه دي؛ خو د انسان نننۍ کړنې د سبا ورځې لپاره خښته اېښودل دي، چې له همدې ځایه د محدود او لا محدود پاشل شوی تصور سره راټولیږي او هر فرد له خپله لیده د نړۍ په ټولیز دوران کې د فکر کولو لپاره فرصت پیدا کوي؛ خو دا بیا د افرادو په فکري پیاوړتیا پورې اړه لري، چې څومره له دې محدودیتونو او لا محدودیتونو څخه ګټه پورته کوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply