د غوښتنو پرتلنه

محمد مصطفی سمون

0 567
د هرې وینا او کړنې په ترسراوي کې د فردي پرتلنې اغېز او بیا د دې تر شا د انساني غوښتنو تقلید هم څرګندیږي. دا خبره ډېره کېږي کوم څه چې اوس موږ وایو ویل شوي. دا خبره کېدای شي، چې رښتیا وي؛ خو بڼې یې بدلې دي.
همدا د بڼو بدلون په انساني رفتار کې هم څرګندیږي، چې ته څه کوې نور یې هم کوي او ستا په شان به د ذوق موخو لپاره ترې کار اخلي.
د تقلید کوونکي فکر که د علم په ګاڼو پسولل شوی وي، هېڅکله داسې لار  نه خوښوي، چې د احساساتو پارونکې وي یعنې د ټولنیزو او دیني ارزښتونو سره ځان په ټکر کې نه واقع کوي.
د ژوند شېبې هم همداسې روانې وي، چې انساني تفکر د تدبر او ټولنیز بدلون سره خپله تګلاره وټاکي.
موږ ډېری وخت د دې په اړه فکر کوو، چې ځاني تحول څنګه په ځان کې څرګند کړو؟
بیا یې د لارو انتخاب راته سخت شي، همدا د ژوند په اړه د متزلزله فکر رامنځته کېدو لومړی ګام دی، چې شروع مو کړ؛ خو دا د دې مانا نه لري، چې په ذهني لحاظ ټکني یو؛ بلکې د تفکر مزي مو په هغه ډول د تدبر له مزو سره نه دي وصل کړي، څنګه چې د ژوند د شرایطو غوښتنه وي.
ځان د هر ډول شرایطو سره وصل کول په ذهني زېرمتون کې د خپلواکۍ فکر په خوځښت راوستل او انساني غوښتنې د ژوند له رنګونو سره یو ځای کول پکار دي، چې بیا د ځاني پرتلنې پر ځای د تحول نښې څرګندې شي.
د هر لید لوري لپاره د منطقي تحول په بناء کتل پکار دي؛ ترڅو د ژوند نوو اړخونو سره د سالمې ایډیالوژۍ له لارې داخل شو.
ژوند د عجایبو نړۍ ده او د افکارو ورځني چارې د همدې عجایبو له اغېزمتیا سره ځان ښیي. دا اغېز کله دومره سریع شي، چې د ژوند کولو زاویه یې په بغض کې رنګینه شي او د لورینې فکر ساکن شي. له دې متزلزله حالته د وتلو تفکر په چاپېریالي فکر کې راوستل پکار دي؛ ترڅو د ژوند اینې د لورینې په باد پاکې کړای شو او خلکو ته د ژوند کولو فکر له ټکرونو پاک د وصل او زغملو په فرهنګ بدل کړو؛ نو هله به مو د غوښتنو پرتلنه د مینې او ژوند رنګ واخلي. انساني غوښتنې به د بغض پر ځای د لورینې تار په خوځښت راولي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply