په نیټ ورک مارکټینګ کې لس مرګونې تېروتنې.

0 1,422

لیک: ایریک وورې
ژباړه: ستوری خان

که چیرې تاسې غواړئ چې په د نیټ ورک مارکټینګ په تجارت کې یو ښه رهبر شی نو ډیر داسې عادتونه او خویونه شته چې تاسې اړتیا لری تر څو یی لا ښه کړئ او ډیر عادتونه او خویونه داسې هم شته چې باید هغه بیخی پریږدئ.

ما دلته درته لس هغه مرګونی عادتونه یا تېروتنې په نښه کړی دی چې تاسې او ستاسې ټیم باید ځان ترې وساتی.

کله چې ستاسو په ورځنی کار کې دا شیان را ښکاره شی نو دا به په نورو باندې ستاسو اغیز ته زیان ورسوی. دا به ستاسو د رهبری وړتیا زیانمنه کړی. او دا به د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستلو هغه ظرفیت چې تاسو یې لری هغه له مینځه یوسی.

دا ښه خبره ده چې تاسې د رهبریت په مثبتو مهارتونو کار وکړئ او د وخت سره یی لا غوره کړئ خو تاسې ته دا هم معلومول پکار دی چې آیا تاسې داسې عادتونه هم لری چې هغه منفی دی او تاسې باید له هغوی نه ځان خلاص کړئ؟

۱- خپل عاید، تولید یا فرصت د حقیقت نه زیات پړسول (لوی ښودل):

مونږ ټول د خپل فرصت، تولید یا عاید په اړه باید ډیره ساده او ریښتونی اوسو، خلکو ته درواغ مه وایئ، کیدای شی تاسې یوه میاشت ډیر ښه عاید وکړئ خو ستاسو عاید بیرته بیا رالویږی.

خلکو ته هر وخت دا مه وایئ چې تاسو هره میاشت خورا ډیر عاید تر لاسه کوئ. کیدای شی چې تاسې په خپل شرکت کې په یو ځانګړی وخت کې هغه ځای ته ځان ورسوی چې د شرکت لخوا تاسې د ډالئ په توګه یو مډال درکړل شی خو شاید ډیر کلونه داسې هم تېر شی چې هیڅ ډالئ تر لاسه نه کړئ خو تاسې بیا هم دا غرور ښکاره کوئ چې ما خو مډال ګټلی دې.

خبره دلته ده چې ټول پوهیږی چې تاسې دروغ وایئ.

ټول پوهیږی چې کله تاسې خپل عاید له هغه څه چې دې ډیر ښکاره کړئ.
ټول پوهیږی چې کله تاسې د خپلې رهبری د درجې په اړه دروغ وایئ.
تاسو څوک احمق کولی نه شی بلکې تاسې په دغو کړنو سره د خلکو هغه وړتیا له منځه وړئ چې له مخې یی په تاسو باور کوی.

۲- تېر باسونکی یا غلطوونکی مه اوسئ:

د ځواک او قهر تر منځ یو توپیر شتون لری. د نفوذ لرونکی او ظالم تر منځ هم یو توپیر شتون لری. په نیټ ورک مارکټینګ کې ډیر تېر باسونکی شتون لری او دغه کارونه د نا پوهئ او بې ځایه غرور نه سرچینه اخلی.

تاسو باید دا ونه غواړئ چې ستاسې خوا او شا خلک وډار شی ځکه چې د خلکو سره چل کول د پرمختګ او رهبری د پاره اغیزمنه لاره نه ده. چل کول د خلکو د پاره او همداسې ستاسو د خپل شهرت او اغیز د پاره یو تباه کوونکی عادت یا تېروتنه ده. که چېرې تاسې فکر کوئ چې ورته عادت لری یا دا تېروتنه تر سره کوئ نو تاسې باید په دې اړه یوه دقیقه فکر وکړی او ددې په ځای یوه غوره لاره ومومئ.

۳- منفی خبرې کول:

مونږ په طبعی ډول د مثبتو خلکو لوری ته ځو او له منفی خلکو نه ځان ډډې ته کوو. په خپل ژوند کې د داسې یو چا په اړه فکر وکړئ چې زهرجن عادت یا خوی لری. آیا تاسې مینه لرئ چې له داسې یو چا سره وخت تېر کړئ؟ آیا تاسې داسې احساس کوئ چې دغه کس تاسو ته د یو څه درکولو په ځای یو څه درڅخه تروړی؟

نو ځان په دې ډاډه کړئ چې تاسې د یو چا د پاره دغه شان یو زهرجن کس نه یاست.
خو څه وکړو که چیرې مونږ منفی فکره یو؟

ددې د پاره یو ډیر په زړه پورې او ګټور تخنیک شتون لری چې تاسې یی په عملی کولو سره له دغه ستونزې نه ځان خلاصولی شی. او هغه دا چې د منفی تجربو او ستونزو نه مو ذهن بلې خوا ته متمرکز کړئ. کله چې تاسې د حالاتو په یو مثبت شکل او هیله بخښونکی وضیعت باندی بدلول زده کړئ نو تاسې به دغه مثبت ذهنیت نورو ته هم انتقالولی شی.

۴- بې ثباتی یا د دوام نشتوالی:

دا ستاسو د پرمختګ یو لوی دښمن دې. زه په خپله ټوله کاری موده کې چې د یوې ځانګړې ننګونې سره مخ وم هغه همدا بې ثباتی یا د دوام ورکولو نشتوالی و. زه به د یو سمینار نه وروسته ډیر له انرژی نه ډک وم خو وروسته به بیا بیرته د میاشتو میاشتو د پاره همداسې ناراسته او سست پاتې شوم. زه به تلم راتلم مانا کله به مې کار پیل کړو کله به مې بیا د یوې مودې د پاره شا ور واړوله او داسې زما ټیم په ما باندې خپل باور د لاسه ورکړ.

اجازه راکړئ چې تاسو ته وښایم چې تاسې خپلې ورځې په درې برخو وویشئ.

تولیدونکی ورځ :

دا هغه ورځ ده چې کله تاسې په ریښتیا سره کار تر سره کوئ.
د مرستې ورځ :

دا بیا هغه ورځ ده چې اړتیا نه لری چې یو نوی مشتری پیدا کړئ اما تاسې دې ته اړتیا لری چې د خپل ټیم سره مرسته وکړی تر څو دوئ خپل وړاندې تګ همداسې روان وساتی.

او

ورکه ورځ :

دا بیا هغه ورځ ده چې تاسې په خپل تجارت کې هیڅ مخ ته تګ نه لرئ.

که چیرې تاسې په ایماندارئ راته ووایی نو په تېرو 365 ورځو کې مو څومره ورکې ورځې تېرې کړی دی؟

دا هغه څه دی چې بې ثباتی یا دوام نه ورکول ښکاره کوی. تاسې د هرې ورځې د کړنو د پاره یوې لایحې یا پلان ته اړتیا لرئ.

۵- د ګټې نه ډیر مصرف کول:

که چیرې تاسې داسې عادت لری چې له ګټې نه مصرف ډیر کوئ نو ستاسې عاید هیڅ مانا نه لری، تاسې به تل په هڅه یا خواری کولو بوښت یاست.

بده یی لا دا چې دا عادت تاسې په یو ناهیلی کوونکی وضیعت کې ساتی او ممکن دا وسوسه هم در پیدا کړی چې تاسې مجبور شی خپل وخت او هیلې له خطر سره مخ کړئ.

د پیسو سم مدیریت کول زده کړئ، سره ددې چې تاسې شاید اوس مهال دومره پیسې ونه لرئ چې مدیریت ته اړتیا ولری خو بیا هم دا زده کول اړین دی.

کله چې تاسې کار وکړئ او پیسې پیدا کړئ نو باید په دې پوهه یاست چې خپلې پیسې څنګه مدیریت کړئ او په څه شی یی مصرف کړئ. د نړئ ټولې پیسې هم تاسې نه شی مالداره کولی که چیرې تاسې له عاید نه ډیر مصرف کوئ.

۶- د توزیع کوونکی غلا کول:

که صادقانه ووایئ، آیا تاسې کله د بل چا مشتری یا توزیع کوونکی غلا کړئ دې؟

د نیټ ورک مارکټینګ اوصول دا دی چې هیڅ کله داسې خلک مه لټوی چې هغه د یو بل شرکت سره په کار کولو خوښ وی او ستاسې کړنه د هغه د ناخوښی سبب شی. هیڅ کله د شک تخم مه کرئ او مه هم د هغه د شرکت په اړه هغه ته منفی خبرې کوئ.

۷- په شا او خوا کې ویده کیدل:

هو، زما موخه همدا وه. د شرکت له لوری تر سره کیدونکی سمینارونه د نوو خلکو سره د لیدلو یو ښه فرصت وی خو دا د خپل هم مسلک سره د ویده کیدو ځای نه وی. کیدای شی ستاسو کورنی ژوند ښه نه وی، یا شاید تاسې بیرته په کور کې داسې څوک نه لری چې ستاسو په تمه وی.

خو دا اړینه نه ده.

اړینه دا ده چې دغه عادت به ستاسو شهرت زیانمن کړی او تجارت به مو له ستونزو سره مخ کړی.

۸- عامه اعتیاد :

زه پوهیږم چې خلک خورا ډیرې ننګونې لری او د اعتیاد بیلا بیل ډولونه وی.

زه د هغوی سره همدردی لرم څوک چې له دغه اعتیاد سره مبارزه کوی. خو خبره دا ده چې که چېرې تاسې د چهار شنبې په ورځ د ماسپښین په دوه بجو په خپل کورنی دفتر کې شراب څښل نه کوی نو دا کار باید په کنواینسون کې هم ونه کړئ. خپلو مبارزو نه ځان خبر کړئ او دا په تجارت کې مه در سره ګډوئ.

۹- د سټیج تقاضا:

زه پوهیږم چې ځینې یې له تاسو ډیر په زړه پورې دی. دا سخته ده چې تاسې سټیج ته ورنه شی ځکه چې تاسې کولی شی چې سټیج باندې توپان وکړئ خو کله چې تاسې د ټول سټیج غوښتنه یا تقاضا کوئ نو تاسې په خپل ټیم کې خساره را منځ ته کوئ. تاسې باید په خپل ټیم کې داسې یو څوک ولټوئ چې هغه اغیزناک وی او خلکو ته په یاده موضوع رڼا واچوی. د خپل غرور یا ځان ښوونې په ځای د خپل ټیم په ظرفیت کار وکړئ.

۱۰- د بریا کوما:

داسې به ووایو چې تاسې د کال یو لک ډالر عاید لرئ. شاید تاسې ددې وړتیا ولرئ چې د کال یو میلون ډالر عاید ولرئ خو تاسې د یولک ډالرو سره ګذاره کوی یا بسنه کوی. آیا په همدې درجه کې پاتې کیدل سم دی؟

زما له نظره که تاسې غواړئ نو کولی شی، خو دا خودخواهی ده.

د نیټ ورک مارکټینګ د اوصولو له مخې ستاسو عاید ددې انعکاس کوی چې تاسې د څومره خلکو سره مرسته کوئ او د څومره خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولئ. د نورو خلکو په بریاو خپل تمرکز وکړئ.

اوس زه به هم صادقانه ووایم چې ما دا ټولې تېروتنې نه دی کړی خو په نیت ورک مارکټینګ کې له دغو لسو تېروتنو یې څه داسې هم شته چې له ما هم شوی دی. نو تاسې باید چیرې لاړ شی او له دغو دایرو نه په وتلو سره باید څه وکړئ؟

۱- دومره زیرک اووسی چې سمدستی شاته شی.
۲- هغه پریکړې او تاوانونه ومنئ چې ستاسو په شهرت او اړیکو یی اغیز کړئ دې.
۳- د خلکو ښو هیلو ته په رسیدو یا تر لاسه کولو کې له زغم نه کار واخلئ.

یوازې بخښنه غوښتل بسنه نه کوی او دا هم غیر اوصولی ده چې د دغو پیښو نه وروسته سمدستی د هر څه سل سلنه سمون توقع ولرئ. دا زیان چې ستاسو د غلطو پریکړو له کبله پیښ شوی دې، بیرته تر لاسه کول شاید یو څه وخت ته اړتیا ولری او تاسې باید دا ومنئ.

تاسې په مثبت لوری مخ په وړاندې حرکت او ددې وړتیا موندل کولی شی چې د پخوا په پرتله په پوره ځواک رهبری وکړئ. خو دا هر څه سمدستی نه کیږی. تاسې باید ویجاړونکی کړنې بندې کړئ او په بیا رغونې او د ویجاړیو په سمونې باندې تمرکز وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply