په ځمکه کې لږې اوبه شتون لري/ ډاکتر محمدنواب ویساند

0 1,057

د لیکونکي (زما) مخکنۍ خبرې : په دې پوهېدل پکار دي  ، چې ولې ګاونډي هېوادونه په تیره بیا پاکستان او ایران  په افغانستان د سولې په راوستو سره د پرمختګ په لور د ګامونو اخستلو نه په اندېښنه کې دي . په داسې حال کې ، چې د اقتصادي پلوه په پښو ولاړ هېواد د خپل ګاوند سره د راکړې ورکړې په ترڅ کې د متقابلو ګټو پر بنسټ  ډېر څه تر لاسه کولای شي . خو زمونږ ګاونډیان خپلې ګټې د افغانستان په غمیزه کې لټوي  . او د ناامنیو له امله په ټپه ولاړ حالت نه ناوړه ګټه پورته کوي  . ښایي یو یې همدا دلیل وي ، چې مونږ د خپلو طبیعي سرچینو او په تېره بیا د اوبو څخه ګټه پورته نه کړو . داټکل له مخې په  افغانستان کې  د   ۷۵ میلیارده مکعب متره اوبو څخه   ۵۷ ملیارده مکعب متره د مځکې  پر مخ  بهیدونکې او ۱۸ میلیارده  مکعب متره د ځمکې لاندې  زېرمې جوړوي ، او پاتې  نور  یې  جذب یا بړاس  او یا هم  په بوټو  او د نورو موجواتو په وجود کې زېرمه  دي  . د ځینو سرچینو له قوله ، په افغانستان کې ستونزه د تازه اوبو د کمښت  له کبله نه ، بلکه  د اوبو رسولو په برخه کې ده ، چې له کبله یې  د هېواد  ۷۰  سلنه اوبه  ګاونډیو ملکونو لکه پاکستان ، ایران او منځنۍ آسیا هیوادونو ته پرته له دې ، چې د  هیواد په دننه کې ترې ګټه پورته شي ، په وړیا توګه بهیږی  . د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په اوس وخت کې  ۸۰ هیوا دونه د اوبو د کمښت سره مخامخ دي . په زرګونو خلک په تیره بیا کوچنيان  د ناپاکواوبو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي . د ځینو سرچینو له مخې  د همدغه ناپاکواوبو له کبله  هره ورځ په افغانستان کې د ۱۳۳  په شاوخوا کې کوچنیان مري  .  د اوبو حیاتي ارزښت  ته په کتو مې غوره وګڼله چې د  Elianne Ros لیکنه ، چې  د نړۍ په بېلابېلو سیموکې یې  د اوبو د وضعیت په اړه د یو شمېر کارپوهانواندونه  راټول کړي ،  د روسي ژبې څخه وژباړم او تاسو درندو لوستونکو سره یې شریک کړم .

ژباړه :

لیکوال :  (  (Elianne Ros

په ځمکه کې لږې اوبه شتون لري

هر ځل چې مونږ د اوبو نللیکه خلاصوو، یوه کوچنۍ معجزه پېښیږي . د دې پیژندل شوي پروسیجر تر شا نور څه شته ، او هغه   H2Oد  ( دوه اتوم هایدروجن او یو اتوم اکسېجن ) په مایع حالت  کې دی . اوبه ــ  د سیارو د وینې سستم او د طبعیت  دوران  ، په کوم چې انساني فعالیت ډیر سخت فشار راولي .  «  اوس په مځکه د تازه اوبو اندازه په عمل کې  د جولیا کايزر (Julia Caesar  ) د وخت ، چې د روم امپراتورۍ مشر و، ورته ده .  مګر په تېرو ۲۰۰۰ کلونو کې، د نړۍ نفوس له ۲۰۰  میلیونو څخه  ۷،۲ میلیارده خلکو ته لوړ شوی، او د نړۍ اقتصاد په چټکۍ سره وده موندلې ده  (له ۱۹۶۰ ز کال  راهیسې، کورني ناخالصو تولیداتو په کال کې په منځني ډول ۳،۵ فیصده  وده کړې).  د خوړو، انرژۍ، لګښتي  توکو اود اوبو مجموعي اړتیاوې  د دې لوی انساني تولید لپاره د اوبوکارولو دکنترول زیاتولوته اړتیا وه  »  ، ـــ  سندرا پوسټل  (Sandra Postel)  د متحده ایالاتو د ګازو او اوبو د پالیسۍ ( Global Water Policy Project ) مشري کوي زیاتوي .
الیاس  فیریریس  (Elías Fereres) د کوردوا دپوهنتون د یو ( دیپارټمنت )  مشر، چې پخوا یې د کرنې او چاپیریال اړوند یو شمېر پوستونوکې کار کړی،  وايي   :   „ په آسماني سیارو کې ډیرې لږې اوبه شتون لري“   ، فیریریس وایي  سره له دې چې د ځمکې مخ ۷۰  سلنه  په اوبو سره پوښل شوی او تازه  (خوږې ) اوبه   د دې مقدار یوازې ۱ سلنه جوړوي، که چېرې  ددې مقدار  څخه هغه اوبه چې په طبیعي یخچالونو کې د کنګل په توګه او د شمالي او جنوبي  قطب  په بڼه حساب نه کړو  ،  دا ۱ سلنه  نه یواځې زموږ د ژوند سرچینه بلکې د نړۍ د پرمختګ مهم انجن دی  .   „د اوبوارزښت  هومره  لوړ دی، چې مالومول یې ناشونی  دی . اړینه ده ، اوبه باید داسې  وکارول شي چې  زیاته ګټه ترې تر لاسه شي  ، په دې سره  په اقتصادي، ټولنیزو او چاپیریال ساحه کې د نابرابرۍ زیاتوالی نه وي  „ .

دا نابرابري له کوم ځای څخه اخیستل کیږي ؟ دا” د نفوسو د زیاتوالي  او اقتصادي  ودې ، چې په ۵۰ موزکالونو کې په پراخه توګه د اوبو رسولو  : د زېرمو، کانالونو، پمپونو په برخه کې  د لاسته راوړنو  له امله رامنځته شوه . د ۱۹۵۰ زکال راهیسې، د زېرمو شمیر د ۵۰۰۰ څخه تر ۵۰ زرو پورې لوړ شوی دی . یانې په  منځنۍ توګه  د نیمې  پیړۍ  په اږدو کې د ورځې  دوه    .  د نړۍ ترټولو لویه برخه کې، اوبه د طبیعت د قوانینو سره سم نه بلکه  د انسان د ارادې سره سم بهیږي  ”  پوستل ټینګار کوي  .

په تیره پیړۍ کې، دغو تاسیساتو ته دا امکان ورکړل شوی ،  چې د مځکې په  زیاته برخه کې د کرنې د اړتیاوو لپاره   (٪ ۷۰ ) تازه اوبه ، د صنعت لپاره (٪ ۲۰) او د کورني اړتیا  لپاره  (٪ ۱۰)  اوبه تآمین کړي . په هرصورت، د تقاضا زیاتوالی، په عمده توګه د مخ په وړاندې  هیوادونو په لګښت کې، دا نازک   توازن ماتوي . د اوبود سرچینو په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور وایي. «دوړاند وینې  له مخې، په ۲۰۳۰ ز کال کې به د دوامداره نه بدلیدونکي اقلیمي وضعیت سره په نړۍ کې د ٪ ۴۰  اوبو کموالی وي  » .

د هغې لیکوال، ریچارډ کونور  (Richard Connor)   ،  د دولتي مشرانو له خوا د اوبو رسولو په اړه د پوره  پاملرنې د نشتوالي له کبله  افسوس کوي  ،پدې  باور دی ،  چې د اوبو سرچینې  نه ختمیدونکي (بې پایان )  دي. « دې  مسئلې ته  باید دوامداره پاملرنه  وشي،خلک په بشپړ ډول بې پروا دي . انرژی د هیواد امنیت ته د ډاډ ورکولو په موخه لکه د لومړنیو اقتصادي او حتی جغرافیایي فکتور په توګه په پام کې نیول کیږي  .  ځکه ، دې ته ډیر لوی پام  اړول کیږي. څیړونکی خبرداری ورکوي  چې د اوبو مسئلې ته  نه پاملرنه به  ورته  د پرمختګ  ورو (کراره)  تګ په ګډون په لوړه بیه تمامه شي    »   .

د پېښوسمه پروسه  داسې ساینس پوهانولکه ( پوسټل )   تائید کړې ،  وړاندوینه یې  وکړه چې «  د XXI پیړۍ لپاره به اوبه داسې وي لکه د XX  پیړۍ لپاره چې نفت ( تیل)   وو . که په اصطلاح  تور  سره زر  دومره مطلوب وي ، چې حتی د نظامي شخړولامل کیږي ، دا د دې حقیقت له امله  ،  چې د هغې زیرمې  کمیږي  او ټولو پورې تړاو نه لري .   همدا شان  د تازه اوبو سره واقع کیږي ، محض کله چې تقاضا د هغې د تولیدي ځواک د شونتیاوو څخه  ډیره شي   . دا پدیده   د „ اوبو سترس „  په نوم یادیږي  .

د ستراتیژیک مطالعاتود بنسټ  مدیر   او د اوبو او انرژۍ تر مینځ د متقابلو اړیکو ( عمل)  ماهر“ الکساندر تایت „ ، یو ویروونکی ) ډاروونکی )  انځور انځوروي . هغه وویل : » د مدیترانې   د جنوبي او ختیځو غاړو هیوادونو کې  ــ هغه خبرداری ورکوي ــ  سیمه اییزو چارواکو پریکړه کړې چې د اوبو رسولو زېرمې زیاتې کړي    .  دا پالیسي، لکه د سمندر د اوبو خوږول  ( بې مالګې کول ) ، همدارنګه  د ځمکې لاندې  اوبوراویستنه  او د زیات مقدار اوبو لېږدول، د انرژۍ  لویو  لګښتونو ته اړتیا لري » .
د هغه  د شمېرو له مخې،  په ۲۰۲۵ ز کال کې  به په دغو هیوادونو کې د اوبو رسولو لپاره د بریښنا لګښت  د ټول لګښت ٪  ۲۰   جوړوي . اوس دا  شاخص ٪ ۱۰ دی  .  خوږول (بېمالګې کول) ، چې معمولآ  د اوبو د کمښت د ستونزې د حل کولو لپاره د نړیوالې لارې په توګه ، چې   ډیره  انرژي مصرفوي او ټول هیوادونه نشي کولی دا توان ولري  ، وړاندې کیږي  . سعودي عربستان چې  د اوبو د خوږولو لوړه  وړتیا( ځواک ) یا ظرفیت لري ، هره ورځ  ۵،۵  میلیونه متر مکعب اوبه تولیدوي . د دغه  مقدار اوبو  د ترلاسه کولو انرژي ، په هره ورځ کې د  ۳۵۰  زره بیریل تیلوسره برابره  ده .

په خپل وار ،د بریښنا تولید او د سون  توکو کیندل  په ډېره اندازه  اوبو ته اړتیا لري . په ځانګړې توګه، دتایت (Taithe)  په وینا، په فرانسې کې د سیند ۶۰ سلنه  د اټومي انرژۍ د فابریکو او د حرارتي بریښناد فابریکود  سړولو لپاره کارول کیږي  . په ورته وخت کې باید یادونه وشي چې فرانسه  د اتومي انرژۍ د تولید (  بریښنا تولید ) له اړخه   په نړۍ کې دوهم ځای لري ، او دا اوبه چې  ( په اصل کې ککړ  نه دي ) په لږ لوړ حرارت  سره بیرته د سیندونو حوزو ته لیږدول کیږي ،   د سمندري واښو د خپریدو او د کبانو د شمېر د کمیدولامل ګرځي  . د اوبو په سیسټم (دوران ) کې، هرڅه سره تړل شوي  دي  . د طبیعي شیانو هر ډول بدلون د ضمني  اغیزو سره مخ دي.

د هايډروليک په کارولو سره دژور ګاز توليد د یو ځانګړي بحث مستحق دي . د دې ټکنالوجۍ  له برکته  ، متحده ایالاتو وکولا ی شول  اقتصادي پرمختګ  ترلاسه کړي  او جیوپولیټیک  توازن  یې بدل کړی، نورپه عربي تیلو پورې تړاونه لري . مګر له 500 څخه زیات فعاله څاه ګانې د هر یو کندلو لپاره ( چې  ډیری یې د اوبو فشارونو( سترس )  په سیمو ( زونونو) کې دي  )   د سرطان زا (carcinogenic ) په شمول د ۳۶ کیلوګرامو کیمیاوي توکو سره مخلوط له ۷۵ څخه تر ۱۸۰میلیون لیتر اوبو ته اړتیا ده    .

نو موږ  اوبه او خپله روغتیا- د اقتصادپه قربانۍ باندې راوړو  . په عمومي توګه، د تقاضا زیاتوالی د جدي اندیښنې سبب ګرځي : د ۲۰۵۰ زکال پورې به د څښاک د اوبو غوښتنه ٪ ۵۵  اود  برېښنا په برخه کې  ٪  ۷۰  زیاته شي   او دا د دې حقیقت سره ، چې دواړه یې د ټول بشریت لخوا نه کارول کیږي .  شاوخوا ۸۰۰ ملیونه خلک د پاکو اوبود سرچینو څخه لېرې ژوند کوي، او ۱،۳ ملیارده په کور کې برېښنا نه لري .   د ټایټ په وینا، د اوبو استخراج لپاره د انرژۍ زیاتیدونکې  تقاضا “د ډیرو هیوادونو د پرمختګ  ترټولو مهم خنډ  او د انرژي امنیت ګواښ”  بلل کیږی .

تر کوم  بریده  د اوبو کمښت د نظامي شخړو لامل کېدی شي ؟ تایت  فکر کوي  دا غیر منطقی ده   . د هغه په ​​اند، هیوادونه (دولتونه )  د همکارۍ په لټه کې دي –  ۲۵۰  نړیوال تړونونه لا دمخه لاسلیک شوي دي – سره له دې چې نور ماهران اټکل کوي ، چې راتلوونکي جګړې به د اوبو په سرچینو باندې وي  . د کونور په باور ، دا راتلوونکې لا دمخه د راتلو په حال کې ده  . کارپوهان  په دې باور دي ، چې  بې سارې وچکالۍ ،  له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۹ ز کالونو پورې یې د پخوانۍ Mesopotamia یا بین النهرین ساحه  وځپله ، چې د غنموپه نرخونو کې د پام وړ زیاتوالي لامل شو اوپه پایله کې  اوړو او  ډوډۍ  د سوریې په جګړه کې مهم رول لوبولی دی . د وچکالۍ له امله ، ۱،۵ ملیونه خلک د کلیوالي سیمو څخه ښارونو ته وکوچېدل،  چې دمخه یې د بشار الاسد رژیم پر ضد لاریونونه پوښلي وو.

کونور  په ۲۰۱۰ ز کال  کې په روسیه کې  وچکالي د لوی اور لګېدوسره  او عرب پسرلي کې منځ ته شوې  وه    د علت ــ اغېز ، تر منځ  اړیکې ښيي  :  په لنډه توګه وای :  «  روسیه عربي هیوادونو ته د غنمو عمده عرضه کوونکې ده، مګر د اوړو بیه دوه برابره شوې، چې په ټولنه کې د ناخوښۍ لامل شو  » . ایا  د دې شدیدو کړنو پرته  به یې  د ډيموکراتیک کولو لپاره  داسې ملاتړ ترلاسه کړی وی ؟ دکونور په   فکر ، چې  نه  .

د بحرین ( مدیترانې ) په سهیلي  ساحل  کې، تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی  . په ایتوپیا کې  د لوی بند جوړول د مصر سره د اړیکو د خړپړتیا د زیاتوالي لامل شوی ، د هغه د جوړولو مخالفت ، ځکه چې د قاهرې  په وینا، دا به په نیغه د نیل په  ذخیره  اغیزه وکړي او د اوبو رسولو سره ستونزې زیاتوي   .

« په هغو ځینوځایونو کې  چېرې  ، چې  د زېرمود  سمبالولو( جوړولو) شونتیاوې  شتون لري، د چاپیریال لپاره به ډیر منفي پایلې له ځانه سره ولري  . دا اړینه ده ، چې د حل نورې لارې چارې پراختیا ومومي »  ، ــ فېریریس (Fereres )  وايي  . په هند او د چین  په جنوب ختیځ کې کروندګرو د ځمکې  لاندې اوبو د استخراج لپاره یوه بله بدیل حل لاره موندلې ده . د هدفمندو کړنو له برکته ، په  ډیرو سیمو کې  پرمختګ راغلی،خو رښتیا د عواقبوپرته نه  . په وروستيو کلونو کې د بریښنائي او ډیزلي  پمپونو خرڅلاو زیات شوی دی  (  د اټکل  له مخې، په چین کې ۲۰ میلیون او په هند کې ۱۹  میلیون  ) ، چې د بریښناد  لګښت د زیاتوالي لامل شوی   . په ځینو سیمو کې  د ټولې برېښنا ٪ ۳۵  څخه تر٪  ۴۵ پورې جوړوي  .
ټایټ  (Taithe) دا پېښه د «  په  لویه پیمانه د ۲۰۱۲زکال  د  جولای په میاشت  کې د بریښنا بندونې ( پارچاوۍ )  د هند په شمال ـ ختیځ کې ۶۷۰ میلیون خلک د بریښنا درڼا  پرته  پریښودل  » سره نښلوي  . سږکال هغه وايي ، موسمي  بارانونه  ډیر پیاوړي نه وو، او چارواکود ورځې  د ۶ــ۸  ساعاتونو لپاره د اوبو لګولو د ونډې د  زیاتیدو غوښتنه وکړه   . په نتیجه کې، د بریښنا زړې شبکې نه شول کولای هغه تحمل کړي .

آن  نور څیړونکي لا د چاپیریال د پایلو لپاره  خبرداری ورکوي  : ‎« هغه ادعا کوي ــ د اضافي اوبو سرچینې  یو غولوونکی احساس دی .  مګر اوس د اوبو لپاره دا اړینه ده ،  چې د تل  د ژورو جیولوژیکي جوړښتونو څخه راوباسل شي، او لکه تېل  د نوي کولو وړ نه دي  »  . لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو په راپور کې ښودل  شوي ، د ځمکې لاندې  اوبه د ٪  ۲۰  نه په ډیره اندازه استخراجیږی . پوسټل ( Postel )  ګوت څنډنه وکړه  „  مونږ اوس ،  د راتلوونکې لپاره د ټاکل شوو اوبو کار اخلو“ .

د جیو ټیکنالوجۍ  انجنیر ،  د اوبو کارولو متخصص او په بشري پروژو کې د پراخه تجربولرونکی ، مایت ګوارډیولا (Maite Guardiola) لیکي :  مخ پر ودې ډینامیک  هیوادونو کې د  نفوسو وده  او د اوبود زیات حجم  اوبوکارولو سره   نړیواله اقلیمي  تودوښه اضافه کیږي    .  « د لوی سیلابونو په وخت کې، داسې ښکاري ، چې د اوبو زېرمې  بې حده وي، مګر وروسته اوږده وچکالي بیرته راځي، او د اوبو کمښت د ژورې اندېښنې موضوع ګڼل کیږي . دا په ځانګړی توګه  په مدیترانه ( بحرین )  کې څرګند دی  او د اقلیمي بدلون یوه پایله ده »  .
په برازیل کې، هغه  چې د نړۍ د اوبو ترټولو لویه حوزه  امازون  یې په خاوره  تیریږي  ،  په سن پاولوSan Pauloکې  په څرګند ډول  د ښاري حومې د  ودې څخه  د اوبو د کمښت   ستونزې د  را منځ ته کېدو  له کبله ، د اوبو  لګولو لپاره   نورم (راشن ) ایښودلو ته  ، اړ کړلای شول     .

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، «   په اوبو او کانالیزاسیون د  تامینیدونکو ښاري اوسیدونکو زیاتېدل  په مستقیم ډول د مخ په وړاندې  هیوادونو کې د متناوب ( لېرې )  سیمو  چټک پرمختګ سره تړاو لري . په ۲۰۲۰ م کال کې ،  د دوی شمېر  ۹۰۰  میلیونه خلکو ته  نژدې کیږي ، او دا هغه کسان دي چې تر  ډېره بريده  د لوی شدید اقلیمي اوبود اغیزې لاندې وي  » .

د عمل  کولو اړتیا ، مګر څنګه ؟  په داسې حال کې ،  چې ساینس پوهان  لکه  (Stephen Hawking )   په نورو سیارود لاسبري   په لټه کې  دي   ، ادعا کوي ، چې په  سلو راتلوونکو کالونو کې  «  د  نړۍ  زړښت  چیرته چې  خلک ډیر او سرچینې لږ ې شتون ولري » له امله  انسانان  د ویجاړۍ  له ګواښ سره  مخامخ کیږي ،  نور بیا داسې  ډراماتیزم ته  مایل  نه دي  ، د لګښت نورم  جوړولو (راشن )  په خوا ولاړ دي  . د ملګرو ملتونو راپور وايي، « د سیارو د خلکو د مخ پر ودې اړتیاود پوره کولو لپاره د اوبو کافي زیرمې شتون لري، مګر دا به د اوبو د سرچینو په مدیریت  کې بدلونونو ته اړتیا ولري  » .  په ځانګړې توګه، دا به د چاپیریال د مقرراتو سره سم د طبیعی سرچینو ویشلو لپاره یو بشپړ حقوقي کاري چوکاټ ته وده ورکړي .
د کونور او فیریریس په وینا، د ستونزې د هوارولو کلید د اوبو لګولو د عصري سیسټمونو او د هغه نباتاتو  چې د هرې سیمې لپاره تر ټولو مناسب وي تطبیقول دي  . د دوی په وینا،  د داسې نوښتونو د حل لارو  لکه د هوا څخه اوبه اخیستل یا د هغو نباتاتوترویج ،  چې تقریبآ اوبه کولو  ته  یې  اړتیا  نه وي  ، د څیړنو لپاره   له ۲۰  څخه تر ۳۰ کلونواړتیا ده  . د میئت  ګوارډیولا(Mayte Guardiola) ، د خپلې خوا د دوهم ځل لپاره د ناولو ( ضایع شوو ) اوبو په کارولو تمرکز کوي . د هغه په ​​اند، که چیرې د اوبو لګولو (خړوبولو ) لپاره یې وکار وو،  په دې توګه به په هسپانیه  کې ، په کرنه  کې کارول شوې  اوبه کېدای شي ٪ ۳۰  کم شي » .
Fereres همدارنګه  وایي  د خوړو  د جوړښت بدلون ته هم اړتيا ده  ،ددې لپاره چې  اوبو ته اړتيا  کمه شي   پروټين کم کړئ . په  بوتلونوکې  د اوبو سره ټینګ مخالفت  لري  :  «  ټولنه د اوبو پاکولو په برخه کې ډیرې پېسې لګوي  . کله چې زه یو رستورانت ته ځم، نو غواړم   چې ما ته په   لوښي (  د اوبو جیک  ) کې اوبه د اوبو د نل څخه راکړي  . د ګوارډیوولا Guardiola له انده ، دا د افسوس وړ ده ، چې هسپانیه  په بوتلونو کې  د اوبو خورا لوی پیریدونکي هیواد دي . دا قیمت د نل  د اوبو څخه د  ۵۰۰ څخه تر  زر ځلې   لوړ دی ،  همدارنګه  ، په چاپیریال  د پلاستيکي بوتلونو او ترانسپورت  داغیز په اړه خو لا خبرې پرېږده     » .
لوبغاړی (Actor)مات دامون (Matt Damon) هڅه کوي ،  چې  د فلم جوړونې میدان ته  د رسېدوسره سم  په سر د تشناب  څخه  د اوبو ډک سطل  په اړولو سره ، د خلکو پام  ځان ته راوګرځوي   : «  هغه  کسانو ته  چې زما د میرمنې په څیر فکر کوي چې دا ناراحت  (ځوروونکی ) کوونکی دی ، زه کولی شم  ووایم  : په لوېدیځو هېوادونو کې دتشنابو اوبه  د هغه اوبو په پرتله  ، چې  د مخ په وړاندې هیوادونوکې د خلکو لخوا کارول کیږي ، ډیرې پاکې دي   » . دامون یو د هغو  هغووتلو کسانو څخه دی ، چې د خپلې غیر حکومتي موسسې Water.org له لارې،  د اوبو د کمښت او د ستونزو د  لاملونو په وړاندې   مبارزه کوي    .
۱۲ کلنه سوډانۍ نجلۍ هره ورځ له ۲ نه تر ۴ ساعتو پورې  وخت ددې لپاره مصروفوي ، چې  دومره اوبه راغونډې او په سر باندې په جګ ( مشک ) کې  یوسې تر څو یوازې پنځه لیټره تازه اوبه د خپل پایښت  لپاره ترې  چمتو(تیارې ) کړي    . دا د هغه  ( ۲۰ ) لیتره  ،  چې نړیوال روغتیايي سازمان اوهمدارنګه  یونیسیف یې  د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پوره بولي  ، څلورمه برخه کیږي   . په دې ارزي چې  ووایو ،  ملګرې یې  په کاناډا کې  د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هره ورځ  د ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ لیترو پورې اوبه مصروفوي  .

« اوبه پخپله هومره  ډیر ګران نه دي . د اوبو پاکول  اوتآمینول  ډېر  د پام وړ ګران  دي ، دا  هغه څه دي ، چې خلک ور ته متوجه نه دي  » .  په هسپانیه  کې په منځنۍ توګه  سړي سر  د اوبو لګښت  په هره ورځ کې  ۱۴۲ لیتر دی . په هرصورت، د ګوارډیوولا Guardiola په وینا، د اوبو رسولو سیسټمونو د خراب وضعیت له امله،  مستهلیکینو ته د اوبو رسولو پر مهال ٪   ۱۷،۵ اوبه   ضایعکیږي  . په آلمان کې، دا شمېره٪  ۵  ده .

دا څرګنده ده ، چې  پورته  دا ټول اقدامات نه شي کولای  د تقاضا زیاتوالی جبران کړي  . راتلونکې پرته  له  اوبو ، کله چې خلک بایدځمکه پریږدي ، لکه څنګه چې په اړه  یې  خوځند  افسانوي فلم  (Wall.E)  بیانوي ، مالومیږي ، چې د سټیفن هاوکینګ  Stephen Hawking  وړاند وینې  ته نږدې دی  . نامتو ستور پوه  (  astrophysicist  ) وایي « موږ باید ددې  مخنیوی وکړو اوخپل ‌B پلان جوړ کړو   . او ولې په ریښتیا آبي  سیاره په  سور  بدله نه شي  ؟ د نیو میکسیکو پوهنتون لخوا د څیړنې په اساس، د اوبو لویې زیرمې کېدای شي د مریخ په سطح متمرکز  وي . د ژباړې پای .

په درنښت .

اخذ :

https://inosmi.ru/world

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply