د ټاکنو او شکایتونو کمیسیونونو د ولسواکۍ جنازه وکړه

0 697

عبدالقدیر افغان 

د اقتصادی او سیاسي چارو شننونکې  

ټاکنې د ولسواکۍ یو اصل دی، په ولسواکۍ کې خلک د ازادو، رڼو، پټو او عمومی ټاکنو په واسطه خپل استازی ټاکې. په ټاکنو کې د خلکو کډون او خپل راتلونکی په خپله ټاکل د نوولسمې پيړۍ په وروستيو کې لويديځوالو دود کړ، چې بيا د شلمې پيړۍ په پيل کې په ډيرو اروپايي هيوادونو کې خلکو د ټاکنو له لارې خپل برخليک په خپله ټاکه چې وروسته بيا دغه لړۍ نوره هم پسې وغځيده.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته او د اساسی قانون د تصویبیدو سره سم ټاکنې د نظام د اصلي رکن په توګه ومنل شوې. د افغانستان د اساسی قانون د 156 مادې په اساس د ټولو ټاکنو د ترسره کولو او د افغان ولس د رایو پر مټ د ولسواک نظام جوړیدل د دغه هیواد د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دنده ده د دی تر څنګ د ټاکنیزو شکایتونو ارزول او د تور او سپین معلومول د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون دنده ده.

د افغانستان اساسی قانون په رڼو، ازادو او عمومي ټاکنو ټینګار کوی، همدارنګه د اساسی قانون د له مخې هر افغان چې د نوماند کیدو په شرایطو برابر وي، حق لری چې په ټاکنو کې ځان نوماند کړي او یا د خپلې خوښې نوماند یا نوماندې ته رایه یا ووټ وکاره وی او د خپل ووټ په واسطه د 5 کلونو لپاره ولسمشر وټاکې او همدارنګه  ولسي جرګې، مشرانو جرګې، ولایتي شورا او ولسوالۍ شورا ته خپل استازي ولیږي.

افغانستان ته د نړیوالو ځواکونو د راتګ سره سم افغانانو د 1383 کال د تلې د میاشتی د 18 نیټي څخه د 1397 کال د میزان د میاشتی د 28 نیټی پوری په ټولو ټاکنو کې د زیاتو امنیتی ستونزو او مشکلاتو لکه ( د وسلوالو مخالفینو لخوا د رای اچوونکو د ګوتو پرې کول، په انتحار او انفجار کې د ملکی او نظامي وګړو شهادت او ….. نورو)  سره سره په ډیره میړانه او جراآت سره د اساسی قانون او ولسواکۍ د پلی کولو لپاره په ټولو ټاکنو کۍ ګډون کړي او د خپل ګډون پواسطه یې ولسواک نظام جوړ کړي دي. خو بدبختانه په ولسي جرګه، مشرانو جرګه او ولایتي شورا کې د خلکو یو شمیر استازو د خپلو شعارونو، وعدو او د خلکو د هیلو او غوښتنو خلاف په غصب، چور، کمیشنکارۍ، قتل، اختطاف او قانون ماتونه شروع وکړه، چې ددوی دې کړنو خلک مایوسه او په خپله رایه پښیمانه کړل.

دا چې خلک د ولسي جرګې له غیري قانونې کړنو څخه سخت ستړي شوي وه، یو تغیر ته په تمه وه، هغه تغیر د 1397 کال د میزان د میاشتې په28 نیټه ټاکل شوی وه، یاده نیټه یې د خپل ځان او هیواد د سرنویشت لپاره زرین چانس باله… په دغه نیټه د ولسي جرګې د دریمی دورې ټاکنې تر سره کیدې، خلکو هوډ کړی وو چې د خپلو رایو په واسطه به د اوسنیو استازو د غیرې قانوني کړنو څخه ځان خلاصوي. دا هیلې هلته لا زیاتې شوی چې د تعلیم په ګاڼه سمبال، د غصب، چور، قتل او…… څخه پاکو ځوانانو د یاد تغیر او د خلکو د هیلو پوره کولو لپاره مټې را ونغاړلی او د زورواکو، کمیشنکارانو، قانون ماتوونکو او …… مقابلی ته یې د نوو شعارونو لکه ( ځوان پارلمان- ودان افغانستان)، ( پر موږ باور ستاسو اینده تضمنوی او …..)  را ودانګل. خلکو هم د توقوع خلاف د نوو ځوانانو څخه بې سارې ملاتړ وکړو او د دوي د بریا لپاره یې په وړیا ډول شپه او ورځ مبازره وکړه او هر ډول ستونزې یې په ځان ومنلې. زه هم یو له هغو ځوانانو څخه وم چې د کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته د تعلیم په ګاڼه سمبال ځوان نوماند ښاغلي عطاالله نصیب سره مې اوږه په اوږه د خپل ځان او د ګران هېواد د روښانه راتلونکي لپاره شپه او ورځ نه ستړی کیدونکی هلې ځلې وکړې.

د ځوانانو ترڅنګ د  مافیایی کړیو غړو هم د خپلو تورو پیسو د سپینولو او ساتلو لپاره دغه میدان ته را وړاندې شوی وه او غوښتل یې چې ددې لارې خپلو غیرې قانوني او شومو موخو ته ادامه ورکړي او د خپلو تورو پیسو په واسطه دا میدان وګټي.

پاکو او متعهدو ځوانانو د خلکو په واسطه خپلو مبارزو ته ادامه ورکړه، او خپلې راتلونکي برنامې یې د ولس سره شریکې کړې او یادې برنامې د ولس له تود هرکلی سره مخ شوې.

بلاخره په 28 د میزان د سهار 7 بجی خلک سره د ټولو امنیتی ګواښونو او مشکلاتو په ډیر جوش او مینه  د رائې ورکولو مرکزونو ته لاړل تر څو خپله رایه د خپلې خوښې نوماند یا نوماندې ته وکاره وی او پدې سره د تېرو 8 کالو له ناخوالو او ستونزو څخه ځان خلاص کړي او بلاخره د آرام ساه واخلی.

بې خبر د دې چې، د ټاکنو کمیسونونه (شکایاتو د اوریدو او ټاکنو کمیسیون) د یو څو وطن پلورونکو او خاینینو لاس ته لویدلی، دا خلک په قانون کې د کمیشنرانو په نامه یادیږي د اساسي قانون په اساس د دوي دنده د یو ولسواک نظام جوړول او د خلکو د ارادې تمثیل دی، خو په حقیقت کې دا خلک د ولسواک نظام د جوړولو او د خلکو د ارادې د تمثیل لپاره نه وو راغلی بلکې دې خلکو غوښتل چې دا نظام او د خلکو اراده د تل لپاره د خاورو لاندې کړي- د انسان په جامه کې دې شیطانانو، وطن پلورونکو او خاینینو همداسې وکړل، د پیسو په مقابل کې رايې د خلکو پاکې رایی باطلی او د ولس په هیلو او امیدونو یې لوبې وکړې، داسی ویل کیږي چې د کابل ولایت د ولسي جرګې یو سیټ تر یو میلیون دالرو او د ولایاتو یو سیت د یو لک څخه تر درې لکو دالرو پلورل شوي دي.

د 1397 کال ټاکنې دومره ریشخند او د درغلیو ډکې وي چې افغان حکومت، نړیوالي ټولنې او د ټاکنو څارنکو ادارو هم پرې سختی نیوکی وکړی، آن تر دې چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو (FEFA) اداري د کمیشنرانو د غیرې اخلاقې او غیرې اسلامي غوښتنو پرده پورته کړه همدارنګه  د ملي یوالي حکومت اجرایه رئیس د مسخرې په ډول وویل ” که د افغانستان نفوس، د چین هومره وای، د ټاکنو پایلې به د قیامت په ورځ اعلان شوې وې”. همدارنګه د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ټاکنو کمیسیون، فاسد، کمکاره او بې ظرفیته وباله.

افغانانو په تېرو اتلس (18) کلونو کې د ولسواکۍ د ساتلو لپاره بې شمیره شهیدان، بې شمیره زخمیان،  بې شمیره کونډې او یتمان ورکړل، خو د ټاکنو کمیسونونو دا هر څه هیر کړل او په یاده پروسه یې یو ځل بیا د خلکو باور مات کړ، او پدې سره یې په افغانستان کې د ولسواکۍ جنازه وکړه او د تل لپاره یې دا نوم ( ولسواکي) تر خاورو لاندې کړ.

د دې لپاره چې حکومت په ټاکنو د خلکو تللی باور یو ځل بیا ترلاسه کړی، زما په نظر د ولسمشرۍ، ولایتی شورا او ولسوالۍ شورا د راتلونکو ټاکنو څخه مخکې باید حکومت په یادو کمیسونونو کې پراخ اصلاحات او په لاندې اقداماتو لاس پورې کړي:

1: د ټاکنو د دواړو ( ټاکنې او شکایاتو د آوریدو) کمیسونونو مشران+ کمیشنران ممنوع الخروج اعلان کړي.

2: د دواړو کمیسونونو مشران+ کمیشنران او په فساد کې ښکیل کارکوونکي له دندو ګوښه او د یوې ملي پروسې سره یې د خیانت او جفا په اساس علني محاکمه کړي.

3:  د جرم د اثبات په صورت کې باید سخت مجازات شی، منقوله او غیرې منقوله دارای یې دولت ته استرداد شي.

4: د راتلونکو ټاکنو د تر سره کوو لپاره باید تجربه لرونکي، غیري سیاسي او متخصص شخصیتونه د کمیشنرانو په صفت وټاکل شي،  داسې شخصیتونه چې د رڼو، پټو او عمومي ټاکنو د ترسره کیدو لپاره قوي هوډ اراده ولري.

5:  د هېواد د نافذه قوانینو په اساس حکومت باید د ټاکنو د ښه تر سره کیدو لپاره ټول ضروری امکانات او وسایل د ټاکنو کمیسون ته په واک کې ورکړي.

6: د شفافو، پټو او عمومي ټاکنو د تر سره کیدو لپاره په کار ده چې بې طرفه، مسلکي او  نړیوال څارونکي د ټاکنو د ټولې پروسې ( چې د نوم لیکنې څخه پیل او د ټاکنو تر ورستنۍ نتیجې پورې) څارنه وکړی.

که حکومت د کمیسنونونو د دغه ملي خیانت او جفا په اړه د ولسمشرۍ، ولایتی شورا او ولسوالۍ شورا د ټاکنو څخه مخکې غوڅ اقدامات ونکړې زه په ډیر ډاډ سره وایم چې په یادو ټاکنو کې به د خلکو ګډون ډیر کم رنګه او د نیشت سره حساب وی، ځکه خلک پدې باور دی چې زموږ د رایو پر ځای پیسو او معاملو ته ترجیح ورکول کیږي او هغه کسان بریا ترلاسه کوی چې یا معامله وکړي او یا هم په کمیسونونو کې ښې ډیرې پیسې مصرف کړي. او د خلکو نه ګډون به راتلونکي حکومت د مشروعیت له بهران سره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply