ولسمشر غني عایداتي منابع زیاتې کړې/ محمدروښان ښاد

0 776

ولسمشر غني د افغانستان محدودې عایداتي منابع چې پخوانیو دولتونو به ورڅخه استفاده کوله، په پام وړ توګه زیاتې کړې. د بېلګې په توګه د افغانستان موقعیت، د افغانستان فضا، د افغانستان لمر، اوبه، هوا او داسې نور ډېر څه چې پخوا ورته د نورو هیڅ پام هم نه وو په نویو عادیاتوي منابعو بدل کړي او له دغو لارو څخه اوس او په راتلونکي کې د پانګونې او تشبث د فضا په رامنځته کولو سره پام وړ عاید ترلاسه کېدل شي.

البته کانونه هم زموږ د عوایدو عمده سرچینه کېدلی شي. له کانونوڅخه د ګټه اخیستنې او د هغو د رااېستلو شرایط باید په جدي ډول وڅېړل شي او د هغو د شفاف او موثر مدیرت په برخه کې بنسټيز اقدامات وشي او ولسمشر غني له همدې امله د کانونو په اړه شوي قراردادونه ځنډولي، تر څو په دې برخه کې قانوني وضاحت او پالیسي رامنځته او بیا یې په داسې شفافه توګه د سپړنې چارې پیل شي چې هم له تخنیکي پلوه کانونو ته زیان وانه وړي او د ضایعاتو کچه راکمه شي او هم د شخصي ګټو، فساد او غلا مخه په کې ونیول شي.

د ولسمشر غني له لوري د عایداتو د نویو منابعو ایجاد او تخشیص هم د شغل په ایجاد او هم د دولت د عوایدو په تامین کې موثر رول لرلی شي.

بله عایداتي چینه چې د کانونود عوایدو په اندازه مهمه ده، ټرانزیټ دی. په دې برخه کې حکومت په تېرو څلورو کالو کې ډېر کار وکړ او په وچه کې ایسار افغانستان یې له سیمې، نړۍ او بحر سره ونښلاوه او افغان تاجرانو ته یې د اموالو د لېږد رالېږد په برخه کې پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړې.

ولسمشر غني هڅه کوي چې د ټرانزیټ په اساس افغانستان د اسیا په لویه لاره بدل شي، د دې لپاره د ترانزیت په برخه کې له خپل موقعیت څخه د ښې ګټه اخیستنې په موخه له بېلابېلو هیوادونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي، چار ې پیل شوي او له ځینو سره لا هم مذاکرات جریان لري. د دې کار بله ګټه داده چې د اسانتیاو او عوایدو ترڅنګ لسګونه زره شغله ایجادولی شو.

د نویو عایداتي چینو رامنځته کول  د ولسمشر غني د حکومت د پروګرامونو مهمې برخې دي. د هېواد د معیشتي وضعیت د ښه والي او خودکفایي په برخه کې له متشبثینو او نوښتګرو خلکو سره تل په مذاکره کې دي. څو کرار کرار په هېواد کې د تشبث فرهنګ پیاوړی شي او د هغه پر بنسټ هر وګړی چې یو واقعي تشبث لري او یا یوه نوې اختراع ثبتوي، باید له خپل تشبث څخه ګټه واخلي.

زموږ د حکومت له عمده اقداماتو څخه به یو دا وي هغه عایداتي چینې چې د دولت اړوند وي، خو فعلاً د دولتي او غیر دولتي افرادو له خوا ټولېږي او په شفاف ډول دولت ته نه تسلیمېږي، د مالیې وزارت او اړوندو ادارو تر مستقیم مدیریت او مراقبت لاندې راشي. دا وضعیت د اداري فساد تر ټولو بارزه بېلګه ګڼل کېږي. لکه په روغتونو کې باید درملنه وړیا وي، خو سلګونه ملیونه افغانۍ جمع کېږي، بې له دې چې یوه افغانۍ د دولت حساب ته تحویل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply