د ننګرهار امنیتي وضیعت ولې او چا خراب کړي دی؟

0 891

عبدالقدیر افغان

ننګرهار ولایت د ګران هېواد افغانستان د څلور دېرشو ولایتونو څخه یو مهم ولایت دی. دا ولایت د هېواد په ختیځ کې موقعیت لرې. ۲۲ ولسوالۍ لري او مرکز یې د جلال اباد ښار دی. یننګرهار د نفوسو د تراکم او اقتصادي ودي له مخې درېم لوی ولایت بلل کېږي. شمال خوا ته یې یو څه برخه په کونړونو او یو څه برخه په لغمان ولایت پورې نښتې ده، د لویدیځ له خوا په کابل او لوګر ولایتونو پورې تړلی او سویل (جنوب) خوا ته يې سپینغر له پکتیا او کوزې پښتونخوا څخه بېلوي. د تاریخي ځانګړنو، اوبو، هوا، او مېوو، حاصلاتو او طبیعي منظرو له امله یې د هېوادوالو پاملرنه ځان ته را اړولې ده.

ننګرهاریان په کرهڼه،تجارت او صنعت بوخت دي او له همدې لارو خپلو کورنیو ته حلال رزق پیدا کوي همدا رنګه یاد ولایت د کابل او پیښور ترمنځ په لویه ټرانزیټي لاره پروت دی چې همدې ټرانزیټي لارې په ننګرهار کې د کار پیدا کیدا ښه امکانات را منځ ته کړي دي.

د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته ننګرهار په علمي او اقتصادي ډګر کې بې سارې وده وکړه او د نورو ولایتونو د اوسیدونکو توجه یې جلب کړه. زیاتره خلکو به له خپلو کورنیو سره دې ولایت ته د چکر او تفریح لپاره له وېرې او ډار پرته سفر کاوه او د یاد ولایت د ښکلي طبیعت څخه به یې خوند اخیست.

له بده مرغه ښکلی، سوکاله له مینې او عاطفې ډک ننګرهار د کوم ظالم سترګو ووهلو او خپل اوسیدونکې یې ورته بلا شول، هغه ولایت چې د سولې د کور په نامه یادېده اوس د زورواکو، غاصبانو، اختطاف چیانو او ډوزمارانو په نامه یادېږی. هغه ننګرهار چې د علم ټاټوبی و اوس پکی اکثریت تعلیمي ادارې له وېرې تړل شوې دي. اوس یې په تعلیمې ادارو اور بل دی او د اور په سرو لمبو کې سوځېږي. ښوونکې یې شهیدانېږي، رټل کېږې، مور او پلار خپل بچیان له ډار ه ښوونځیو ته نه لېږی او همدارنګه اقتصادي وضیعت یې ورځ تر بلې خرابېږی. پوهېږئ چې ولې؟ دا چا وکړل؟ نو عوږ شئ چې زه یی درته ووایم.

دا ظلم ور سره په ولسي جرګه، مشرانو جرګه او ولایتی شورا کې د یاد ولایت استازو او مرکزي حکومت وکړ ځکه مرکزي حکومت په تېرو اتلسو ۱۸ کلونو کې یاد ولایت ته داسې مسؤولین را ونه لېږل چې د یاد ولایت په درد دوا شي، په یاد ولایت کې د مافیا، زورواکو، اختطاف ګرو، غاصبینو او مفسیدونو په مقابل کې ودرېږي او د دوی د ناقانونه کړنو مخه ونیسې بلکه په دویمه او دریمه اونۍ کې ور سره شریک هم شول او د یادو ډلو سره یې د یاد ولایت د نا امنه کولو، چور او غصب لپاره لاسونه یو کړل.

یادو ډلو د خپلو نا مسؤوله وسلوالو او د ولایتي ادارې د ځینو مفسدو مامورینو په ملاتړ د ښکلي ننګرهار امنیت د ګواښ سره مخ کړ. ټولې اقتصادي او عایداتي لارې یې په خپله قبضه کې راوستي، د ګمرک د عوایدو د تقسیم لپاره په خپلو کې سره یوې هوکړې ته ورسېدل، د ښاروالۍ ملکیتونه یې د محلي ادارې سره په جوړجاړي په ډېر ناچیز قېمت د لسهاوو کلونو لپاره ټیکه کړل پدې مانا چې ټول اقتصادي او عایداتي منابع یې په خپله ولکه کې واخیستل. د خپلو شخصي ګټو،غیري قانونی جایدادونو او د تورو پیسو د ساتلو لپاره یې د دولت له مخالفینو ( داعش او طالب) سره مستقیمي اړیکې جوړي کړي او هغوی ته یې د انتخاري حملاتو او نورو تخریبي کړنو زمینه برابره کړه او د خپلو ګټو لپاره یی په دولتي تأسیساتو د طالب او داعش په نامه حملې وکړي چې ښه بېلګه یې یوه میاشت وړاندې د یاد ولایت په مستوفیت برید وو ځینې معلومات ښیې چې یاد برید د دولت وسلوالو ډلو ( داعش او طالب) ندی کړی دا برید همدې مافیا تر سره کړی ترڅو هغه اطاق له منځه یوسې چېرې چې د هغه ملکیتونو قبالې او نور اسناد موجود ول چې دوی غصب کړیدي.

دا چې ننګرهار ولایت د ګران هېواد افغانستان یو له مهمو او ستراتیژیکو ولایتونو څخه دی نو ددې ولایت بد امني او اقتصادي وضیعت په کونړ، لغمان، نورستان، کابل او لوګر مستقېمه اغېزه لرې.

ددې لپاره چې یاد ولایت د اوسنې بد وضیعت څخه وژغورل شي دولت ته په کار ده چې د یاد ولایت د ولسي جرګې، مشرانو جرکې ،ولایتي شورا ځینې استازې او د محلی ادارې ځینو مفسدو چارواکو د نیولو په اړه عاجل اقدام وکړي دا عمل به د دولت او د ننګرهار ولایت د اوسیدونکو تر منځ واټن له منځه یوسې د دولت عواید به د چور او تالان څخه خلاص شي دولتي غصب شوي ځمکې به بېرته د دولت لاس ته ورشي خلک به ددوی له شره خلاص شي سیلانیان به د چکر او تفریح لپاره د خپلو فامیلونو سره د تېر په څېر یاد ولایت ته را سر شي او بلاخره ننګرهار به بیا د سولې، علم او آدب په ټاټوبي بدل شي.

د یادولو وړ بولم چې د دوستم د غیري قانوني ملیشو د قوماندان (قیصاري) تر نیولو وروسته د ننګرهار خلکو هم غوښتنه وکړه چې دولت باید په ننګرهار کې ورته عمل ترسره کړي او ځینې زورواکې او د مافیا غړې ونیسې او محاکمه یې کړي. زه په پوره مسؤلیت او ډاډ سره دا خبره کوم چې یادي ډلې په ننګرهار کې هیڅ ولسي ملاتړ نلرې یوازې یو څو ټوپکیان یې ملاتړ کوي او که دولت دا کار ونکړي لرې نده چې ننګرهار به ډیر ژر سقوط وکړي او د تل لپاره به د مخالفینو لاس ته ولوېږی.

د هغې ورځې په تمه چې په ګران هېواد کې دایمي صلحه او امن راشي او ګران هېواد بالخصوص ننګرهار د تل لپاره د توپکوالو او مافیایې کړیو څخه خلاص شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply