په ګډ ژوند د فشار اغېزې

0 812

ژباړه: عمران لمر

پرته له شکه د روانی ستونزو د نښو شتون لکه: فشار، سلوکی اختلالات او ورځنۍ اندېښنې د ښځې یا خاوند او یا د دواړه لپاره جنسی ګډوډۍ، جنسی نا رضایتی او یا له جنسی اړیکو د خوند اخېستلو ختمېدل رامنځته کوی.

دا مسئله په ډېرو څېړنو او مطالعو کې سپړل شوې او په اثبات رسېدلې ده او دا نظریه چې د جنسی اړیکو زیاتوالی د ښځې او خاوند دعصبی فشار د کموالی سبب ګرځی؛ په ټولو شرایطو کې سمه نه ده او کوم د باور وړ څېړنیز شواهد هم د دې نظریې د ملاتړ لپاره نه شته.

په ډېری وختونو کې چې ښځه او خاوند د عصبی فشارونو، اضطراب، فشار او نورو ستونزو سربېره هم جنسی اړیکې پالی؛ نو د هغه ځانګړو شرایطو لامله چې تجربه کوی یې؛ د خپلو اړیکو نه خوند نه شی اخېستلی او تر دې چې ممکن د اړیکې دوام لپاره هم کومه علاقه ونه لری او یا په سم ډول یې سرته ونه شی رسولی.

د منفی هیجاناتو په کمولو کې د جنسی اړیکو اغېزې
کله چې ښځه او خاوند د جنسی کړنو په اضطراب کې ښکېل وی؛ نو دا اړیکه د هغوی لپاره خوندوره کېدای نه شی او دا تمه هم نه شته چې د فشار کمولو سبب یې شی؛ مګر که د روانی فشار لامل یې د جنسی اړیکو نه شتون او د روانی انرژۍ نه تخلیه وی؛ نو د دې اړیکې قایمول کولای شی د زېرمه شوې روانی انرژۍ په تخلیه کې مرسته وکړی او د روانی فشارونو د کموالی سبب شی.

دلته د پام وړ ټکی دا دی چې د جنسی اړیکو نه شتون په خلکو کې د انرژۍ د ذخیره کېدو سبب کېږی چې ممکن هغوی ناراحته، غوصه ناک او حساس کړی او په داسې شرایطو کې جنسی اړیکی کولای شی د دې منفی هیجاناتو په کمولو کې مرسته وکړی.

ځینو څېړنو ښودلې ده چې ورځنۍ جنسی اړیکې کولای شی د اعصابو په هیپوکامپ کې د هغه حجراتو د ودې سبب شی چې د فشار د سطحې د کنترول مسئولیت پر غاړه لری.

د حل لاره څه ده؟
هغه ښځې او خاوند ته چې د روانی او عصبی فشارونو درلودونکی دی؛ مشوره دا ده چې په لومړنۍ مرحله کې باید د ارواپوهنې د ارزیابۍ او خپلې روانی روغتیا په لټه شی؛ تر څو احتمالی ستونزې وپېژنی او د رفع کولو لپاره یې ګام پورته کړی.

د روانی او عصبی فشارونو د سرچینې پېژندل ډېر مرسته کوونکی وی؛ ځکه د علت نوعه د مداخلې د نوعې په تعینولو کې ډېر رول لری.

په خلکو کې د روانی ګډوډیو شتون، ورځنی فشارونه، فردی تعارضونه او د ښخې او خاوند تر منځ د اړیکو او عاطفې ستونزې؛ هر یو د مداخلو بهیر یو لور ته رهی کوی.

د ژوند د طرز او طریقې بدلول، ورزش کول، د تفریحی پروګرامونو درلودل، د کاری بوج کمول، د ځانګړو روزنیزو پروګرامونو جوړول او دې ته ورته نورې لارې کولای شی؛ ستاسې جنسی ژوند کې مرسته وکړی او د دا ډول ځانګړنو لرونکی ښځه او خاوند باید پوه شی چې په ناوړه او فشار زېږوونکو شرایطو کې جنسی اړیکې نه یواځې ګټورې نه دی؛ بلکې د نورو ستونزو د جوړېدو سبب هم ګرځی او روانی او عصبی فشار هم زیاتوی.

په دې اساس دا ډول خلکو ته په کار ده چې تخصصی مرستې وغواړی او د لازمو مهارتونو په زده کولو خپل ژوند چې د دوی تر منځ د نارضایتۍ او له یو بل سره د مینې کمولو سبب شوی دی؛ وژغوری.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply