هغوی واک غواړي چې واک ته نه شي رسېدای

0 528

 ثناءالله سليم

افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې راتلونکې  ۱۳۹۸ لمريز لېږدېز  کال  کې به ترسره شي؛
تر اوسه ۷۰ کسانو معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړی  چې دوه ښځې هم پکې شاملې دي.

دنوي مهالوېش له مخې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د۱۳۹۸ کال د چنګاښ یا سرطان د میاشتې پر ۲۹ نېټه کېږي او د جدي میاشتې تر پایه به د نوملیکنې بهیر دوام وکړي.

دتمې خلاف يو شمېر داسې نوماندانو ورته ځانونه  کانديد کړي چې ولايت خو څه کوې چې دولسواليو پر سطحه يې هم څوک نه پېژني.

عبداللطیف پدرام د ولسي جرګه په تېره دوره کې د بدخشان دخلکو استازی و، او د۱۳۹۷ لمريز زيږديز کال دبدحشان ولايت دناکامو وکيلانو له جملې څخه دی.

عبداللطیف پدرام په ولسمشرېزو ټاکنو کې لومړنی کس دی چې دغه بهیر کې یې خپل نوم د ټاکنو خپلواک کميسیون سره ددولسمشريزوټاکنو ته دنوماند په حيث ثبت کړی.

اندېښنه داده:داسې کسان چې په پارلماني ټاکنو کې ځان نشي بر یالی کولای څنګه به ولسمشرۍ ته لاره پيداکړي،  دا يو ډول ملنډې دې چې دوي يې پرځان وهي. يو کس چا واده ته نه برېښوده هغه ويل زه  ناوې سره کينم، داهم هماغه کېسه ده.

شايد دې ځان ددې لپاره نو ماند کړی وي چې په دولت کې برخه ورکړل شي.
خو یو څوک چې افغانیت  نه مني، هغه به څه ډول  دافغان ولس مشري وګړي.

داد افغان ولس قانوني حق  دی چې دخپلې خو ښې نوماند ته چې افغانيت مني رایې ورکړی. داهیڅ شونې نه ده چې افغان نه وي اودافغانستان ولسمشر وي،  نه داکار کېږي او نه به وشي.

له نوماندانو مې غوښتنه داده: باید د عدالت غوښتنې لپاره کار وکړي، او د یوه متحد، ښېرازه او سوله ییز افغانستان پرلور  ګامونه واخلي.

د خپل منځي اختالافاتو تېر شي. هغه څه وکړي چې ولس يې ترې غواړي. ځکه ددغه مظلوم ولس په رايو بريالي کېږی.
د دولسي جرګې ټاکنې که هر څومره د درغليو ډکې وې خو تېرې شوې، ولسمشريزې ټاکنې بايد ددغه ټاکنو سره جوت توپېر ولري.

دولت بايددشفاف ټاکنيزبهير مخته وړلو ته  زمينه سازي  وکړي. د درغلیو دلمنځه وړلو لپاره بايد دکمېسونونو په  مديریت کې واضح بدلون راولي ترڅو شفافې ټاکنې ترسره شي.

د هېواد له ټولو خلکو  څخه مي غوښتنه دا ده چي په مطبوعاتو کي خولې پرانیزي. اولس راویښ کړي،  او پرې نه ږدي چې دا غله او داړه ماران، د وطن په سرنوشت تر ابده  دومره  بېشرمانه او بېرحمانه لوبي وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply