له لمره ۶۰۰ ټرېلیونه ځلانده سیاره پیدا شوه

0 608

په شمسي نظام کې د لمر د ځلا، رڼا او تودوخې په اړه به مو ډېرې عجیبې خبرې اورېدلې وي، خو ستورمزلو اوس داسې سیاره موندلې چې زموږ له لمره یې ځلا ۶۰۰ ټرېلیونه زیاته ده.
په کایناتو کې دا عجیبه ځلانده سیاره له ځمکې ۱۲٫۸ اربه نوري کاله لرې واټن لري چې د ستورمزلو په وینا په کایناتو کې تر دې مهاله دومره ځلانده سیاره نه وه موندل شوې.
راپورونه وايي، د امریکا په ایریزونا پوهنتون کې د نصب شوي ټېلېسکوپ له لارې دا لېدل شوې سیاره دومره ځلانده ده چې پخوا يې خلکو په اړه فکر نه و کړی.
ساینس‌پوهانو دې ځلاندې سیارې ته J043947.08+163415.7 نوم ور کړی چې په وینا يې دا ځلانده سیاره خپله توانايي له یوه ستر تور غار یا بلیک‌هول نه اخلي او رڼا يې په اصل کې زموږ د لمر په څېر ده، خو ځینې وخت يې د ناپاکې هوا له کبله رنګ اسماني رنګ ته ورته اوړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply