د جنرال شهید عبدالرازق دوه ستر درسونه / محمد هلال سمسور

0 1,490

ښاغلی عبدالرازق هغه څیره وه، چې د دښمن په غېږ کې پروت کندهار کې یې داسې امن کړی ؤ، چې چا ته د جګړې، وېرې او جنایت سوال نه پیدا کېده. د نوموړي ملي دریځ او له هېواد سره مینه ددې لامل شوه، چې په هېواد هر مین افغان له قومیت، ملیت او لایت په پام کې نیولو پرته له نوموړي سره د زړه له کومې مینه وکړي او هغه ته د ملي شخصیت او ملي قهرمان افغان په سترګه وګوري.

شهید عبدالرازق په خپل ژوند کې نه یوازې د کندهار ولس ته سوله او آرامي ور په برخه کړه بلکې د ډېرو نورو امنیتي چارواکو لپاره ښه بېلګه او نمونه وه. ډېرو ځوانانو امنیتي مسؤلینو غوښتل چې د هغه لاره تعقیب کړي.

ښاغلی عبدالرازق مړینه د افغانستان لپاره خورا لویه ضایع وه، خو څرنګه چې د نوموړي ژوند له کارنامو ډک ؤ، د هغه مړینه هم د افغانانانو لپاره  درسونه او کارنامې لري. د بېلګې په توګه لاندې دوې سترې او ارزښتناکې کارنامې او درسونه د یادولو وړ دي:

– لومړی: کله چې نوموړی شهید شو، نو د کندهاري ولس په پرتله د هېواد د نورو ولایتونو خلکو او په تېره بیا ځوانانو د هغه په مړینه ډېر وژړل، د هغه د کارنامو ستاینه یې وکړه، هغه یې د هېواد لویه ضایع وبلله. په دې سره په هېوادالو کې یووالی، وروری او همدردي لا ډېره شوه، چې دا همدردي د هېواد د ډېرو دردونو لپاره ګټوره دوا ده. افغانان تر هر څه زیات په ملي کچه همدردۍ، یووالي او اتحاد ته اړتیا لري. د عبدالرازق شهادت دغه یووالی لا پیاوړی کړ.

– دویم: په ملي کچه او د ولایاتو په کچه د عبدالرازق په شهادت د اوښکو تویولو، غمرازي کولو، ژړلو او هغه لویه ضایع بلل ډېرو چارواکو، ځوانانو او افغانانو ته دا درس ورکړ، چې د افغانستان ولس ښه او بد ډېر ښه پيژني، دا ولس بې پاسه نه دي، دا ولس د قومیت او ژبې په لومه کې- لکه څنګه چې ځینې ټیکداران ګمان کوي- ښکېل او را ګیر نه دي. عام افغانان چې په هر ځای کې دي د ټول افغانستان امن او سوله غواړي، هر څوک چې په ريښتنې ډول خدمت وکړي، د هغوی قدر او درناوی کوي. اوس موږ وینو چې په ډېرو ځوانانو او چارواکو کې همدا روحیه پیدا شوې، چې د شهید عبدالرازق په څېر کارنامې ولري، د هغه په څېر د افغانانو په زړونو کې اتل شي. ان که له ځینو سره د قومیت خبره مطرح وه، اوس ځان ورته ناسم ښکاره شو او  اوس فکر کوي، چې [زه] باید ټول افغانستان ته خپل کور ووایم او ټولو افغانانو ته د [سکه وروڼو] په سترګه وګورم.

الله پاک دې وکړی، چې زموږ ځوانان افغانستان شموله او ملي دریځ ولري، په صادقانه ډول د افغان ولس لپاره خدمت وکړي. افغانان باید پوهه شي چې آبرو او عزت مو په افغانستان پورې تړلی. د همسایه هېوادونو په خوږ او پستو  خبرو او ناچیزو امکاناتو باید ونه غولېږو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply