څلورم صنعتي انقلاب څنګه رامنځته کېږي؟/ عصمت الله کریمي

0 1,099

صنعتي انقلاب د نورو انقلابونو سره په توپیر د پوهي ، ذکاوت او نوښتونو له لاري رامنځ ته کیږي. یوویشتمه پیړۍ کي هیوادونه د څلورم صنعتي انقلاب لپاره امادګي نیسي. د نړیوال اقتصادي فورم (wef)  یوه وړاندوینه ښیي چي د څلورم صنعتي انقلابfourth industrial revolution) ) له وجي به تر ۲۰۳۰ کال پوري اته سوه میلیونه خلک خپلي وظیفې اتومات ماشینونو او روباټونو ته پريږدي. سوال پیداکیږي چي څلورم صنعتي څه شی دی او څنګه رامنځته کیږي ؟ مخکي له دې چي څلورم صنعتي انقلاب باندي وږغیږو، لومړی به د تیرو دریو صنعتي انقلابونو یوه لنډه یادونه وکړو. لومړی صنعتي انقلاب د اتلسمي پیړۍ په اخیره ربعه کي په برطانیه کي رامنځ ته شو. د بخار ماشین ایجاد فابریکو او تولیدونکو ته دا زمینه برابره کړه تر څو د تولیدي پروسې جوړښت ته تغیر ورکړي او په لږ وخت کي زیات اجناس تولید کړي. دویم صنعتي انقلاب په نولسمي پېړی کي پیل او له لومړی نړیوالي جګړې سره پای ته ورسېد. په دویم صنعتي انقلاب کي د برق ایجاد، د ټرانسپورټ پرمختګ، د فولاد منځته راتګ او ځیني نورو پرمختګونو فابریکو ته زمینه برابره کړه تر څو اجناس په کم وخت، لږ مصرف او زیات مقدار سره تولید کړي. دریم صنعتي انقلاب له ۱۹۶۰ کال وروسته پیل سو. د انټرنیټ منځته راتګ، د لیپټاپ کمپیوټرونو اختراع ، او د مختلیفو ماشیني وسایلو ایجاد مرسته وکړه تر څو کتلوي تولید ته زمینه برابره شي ، د تولید پروسه اتومات شي او د اموالو په انتقال، تولید، کیفیت، مصرف او نورو برخو کي ښه والی راسي. اوسمهال د څلورم صنعتي انقلاب په هکله بحثونه کیږي. څلورم صنعتي انقلاب له تیرو دریو انقلابونو سره توپیر لري. دا انقلاب به د خلکو د ژوند ، کار کولو او یو له بل سره د ارتباط په طریقه کښي تغیر راولي. که روباټ له انسانانو سره په ورځني کارونو کي مرسته کوي، که الوتکه بې پیلوټه چلیږي، که مختیلف ډول نوي جراحي عملیات کیږي، که سایبري حملې کیږي، که درې اړخیزه پرنټ  3D print کیږي، که تېز تیرینه ریل ګاډۍ جوړیږي، که په انلاین ډول سوداګري او د اموالو راکړه ورکړه کیږي دا ټول د څلورم صنعتي انقلاب یوه نمونه ده. اوس مهال دې ته ضرورت نسته چي مارکیټ کي په سودا اخیستلو پسي وګرځی، په انلاین ډول کولی شي اجناس واخلی او حتی خرڅ کړی. د مختلیفو ناروغیو علاج کیږي کوم چي پخوا یې امکان نه وو . روباټ درسره د کور او دفتر په کارونو کي مرسته کوي. د معلوماتي ټیکنالوژی پرمختګ دا اسانه کړې چي د میلیاردونو انسانانو په هکله راټول شوي معلومات صرف په یو څو ډاټا ماشینونو کښي ذخیره شي. د تیز ریل ګاډی پوسیله کولی سو د زرګونه کیلومتره فاصله په ساعتونو کي طی کړو. دې ته ورته ټولو نوښتونو او پرمختګونو سره به څلورم صنعتي انقلاب د خلکو د ژوند معیار لوړ کړي ، د ارتباط او ټرانسپورټ مصارف به راکم کړي، همداراز موثره د عرضی ځنځیرSupply Chain او تولیدات به رامنځ ته کړي خو د شتمن او غریب تر منځ به د عاید توپیر زیات شي ، ټولنیز تشویش او فشار به نور هم زیات شي. د څلورم صنعتي انقلاب یو لوی خطر چي بحث پرې کیږي د وظیفو بایلل یا job loss دی. د MIT پوهنتون یوه څیړنه ښیي چي د هر نوي روباټ ایجاد د شپږو کاریګرو وظیفې له خطر سره مخ کولای شي. اوسمهال د الیبابا په نوم د یوې چینایي کمپنی سمارټ ګدام (smart warehouse) تقریبآ ۷۰ فیصده د روباټ او ماشیني وسایلو په واسطه اداره کیږي کوم چي د انساني کاریګرو په نسبت کار په لږ وخت او موثر ډول ترسره کوي. همداراز امازون او نور انلاین سوداګریزي کمپنۍ پر دې فکر کوي چي څنګه وکولای شي تر مشتری پوري د اموالو انتقال هم د ماشیني وسایلو په واسطه تر سره کړي. دا ډول تغیرات د غیرمسلکي او بې تعلیمه کاریګرو وظیفې له خطر سره مخامخ کوي. همداراز کوچنیو او لږه سرمایه لرونکو تولیدي کمپنیو ته رقابت سختوي. د نړیوال اقتصادي فورم یو رپوټ چي د شل ایمرجینګ یا غوړېدونکي اقتصاد لرونکو هیوادونو د شاوخوا ۳۰۰  کمپنیو څخه د سروې له لاري برابر سوی ښیي چي تر ۲۰۲۵ کال پوري به د لویو کمپنیو ٪۵۴ فیصده کارکوونکي مجبور وي چي خپل مسلکي وړتیاوي زیاتي کړي تر څو پر وظیفه پاتي سي. همداراز پنځوس فیصده کمپنیو ویلي چي دوی به تر ۲۰۲۲ کال پوري مجبور وي چي د کاریګرو مقدار په بېساري ډول کم کړي ځکه دوی غواړي چي انساني کاریګرو پرځای له اتومات ماشینونو څخه ګټه واخلي. په خاص ډول د معادن او خدماتي سکتور په کمپنیو کي به زیات کارونه اتومات ماشینونو ته وسپارل شي چي له دې سره به زیات کاریګر بیکاره شي. رپوټ کي همداراز راځي چي درې وظیفي یعني د سافټویر پراخندوی Software developer ، د معلوماتو تحلیل کوونکي Data Analyst، او د اجتماعي شبکو متخصص  Social networks expert به هغه وظیفې وي چي کمپنی به ورته زیاته تقاضا ولري او بازار به یې ګرم وي.

دولتونه اوس مهال پردې فکر کوي چي څنګه د څلورم صنعتي انقلاب لپاره امادګي ونیسي. د بریکس BRICS هیوادونو د لسمي کلنۍ غونډي یوه مهمه موضوع څلورم صنعتي انقلاب وو.د هند لومړي وزیر نریندرا مودي غونډی ته وینا کي یادونه وکړه چي موږ باید د ښوونځیو او پوهنتونونو په کریکولم کي تغیرات رامنځ ته کړو تر څو د څلورم صنعتي انقلاب لپاره اماده سو. د نړیوال اقتصادي فورم د ۲۰۱۶ کال کلنی غونډه هم څلورم صنعتي انقلاب ته ځآنګړې شوې وه. همداراز د څلورم صنعتي انقلاب په هکله مختلیف علمي کنفرانسونه دایر سوي تر څو د انقلاب پر تاثیراتو او امادګی بحث وکړي. دا چي څنګه د څلورم صنعتي انقلاب له پاره اماده کیدلی سو، دولتونو ته په کار ده تر څو تعلیم ته د خلکو لاسرسی زیات کړي ، خلک او کمپنۍ د ټیکنالوژیکي نوښتونو او پرمختګونو څخه اګاه کړي، زیربنا جوړه کړي، روزنیز پروګرامونه زیات کړي ، نوښتونه او ابتکارات تشویق کړي. له دې لاري دولت نه یوازي د څلورم صنعتي انقلاب له پاره امادګی نیولی سي بلکی د خلکو د وظیفو د لاسه ورکولو خطر به راکم کړي، تولیدي او خدماتي کمپنی به د رقابت جوګه کړي او اقتصادي وده به نوره هم چټکه کړي.

عصمت الله کریمی

د جنوبی اسیا پوهنتون د اقتصاد په څانګه کي د ماستری دورې محصل

نوی ډهلی، هندوستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply