د ۲۰۱۹ کال اقتصادي نړۍ/ زاهد الله محمدي

0 936

په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ اقتصادي وده ۳.۸٪ وه خو په ۲۰۱۹ کال کې دغه وده ۳.۶ اټکل شوي ده.

د ۲۰۱۸  میلادي کال د مهمو اقتصادي پیښو شاهد وو، مثلا د ترکیې هیواد اقتصادي بحران چي له امله يې په ترکیه کې انفلاسیون رامنځ ته شو او د ترکیې هیواد پولي واحد د ډالر په مقابل کې ۴۰٪  خپل ارزښت د لاسه ورکړ، همدارنګه د چین او امریکا متحده آیالاتو ترمنځ اقتصادي جګړه چي په نتیجه کې امریکا د چين په المونیم، سټیل او نورو چينايي توکو باندی ګمرکي تعرفه د ۱۰٪ څخه ۲۵٪ ته لوړه کړه او په مقابل کې چين د متحده ایالاتو په آپیون موبایل ،سویابین، موټرو او نورو امریکايي توکو باندې ګمرکې تعرفه لوړه کړه.

خو د ۲۰۱۹ کال اقتصادي خبرونه شاید بل ډول وي، مثلا د کاروبارونو خرابېدل، او آن ښايي بانکونه د بحران سره مخامخ شي. چين او متحده ایالات به په ۲۰۱۹ کال کې د نړیوالو شرکتونو او مالي بازارونو په منځګړیتوب سره د خبرو میز ته کښينول شي، خو هغه څه چي ښايي د پرمختګ په حال هیوادونه ورڅخه وځوریږي هغه به د سوداګرۍ ناکامي وي چي بانکونه به هم ورسره د ناکامۍ سره مخامخ شي، ځکه چي دغه اقتصادي سیستمونه په بهرنۍ پانګه باندي تکیه دي.

عامل به يي د سود د کچي لوړوالی او د اسانه پیسو (Easy Money) له منځه تلل وي. اسانه پیسې هغه پیسو ته وايي چې کله یو مرکزي بانک وغواړي د سود د کچې په ټيټولو سره د نورو بانکونو ترمنځ د پیسو جریان ګړندی کړي. په دې سره بانکونه کولای شي خپلو مشتریانو ته په ټيټ نرخ پور ورکړي چې په اقتصادي وده کې ترې ګټه واخیستل شي. بانکونه هم کله کله له ددې موقع څخه په استفادې پانګونه کوي، خو کله بیا دغه پالیسي د انفلاسیون سبب هم کرځي.

په تیره لسیزه کې بیا اسانه پیسو د سونامي په څیر اثر درلوده ، عرضه او تقاضا دواړه يې په نړیواله کچه لوړ حد ته پورته کړل. مشتریان يي دیته اړ کړل ترڅو زیات پور ترلاسه کړي، د مثال په ډول د چين پور د GDP  په نسبت د ۱۸٪ څخه په ۲۰۰۸ کال کې ۵۰٪ ته په ۲۰۱۸ کال کې لوړ شو. د عرضي له اړخه اسانه پیسي بیا شرکتونه او سوداګر دیته اړ باسي ترڅو د ټيټي ګتي سرمایه ګزاري وکړي.

په بله بڼه ډیر پورونه د مشتریانو له خوا مصرف ته لاره هواروي، ډیر مصرف ډیري سرمایه ګزارۍ ته زمینه مساعدوي،چي دواړه بیا اقتصادي ودي ، عایداتو او کارموندني کې زیاتوالی راولي. په لنډ ډول ویلی شو چي اسانه پیسي د نړیوال اقتصاد د ودي لپاره اسانه لار ده.

خو په وروستیو کې بانکونو د سود د کچي په لوړلو سره د اسانه پیسو په پالیسۍ کې بدلون راوستلی دی، چي له امله به يي نړیوال اقتصاد د ورو ودي سره مخامخ شي، په دي معنی چي کم پور د مصرف د کمولو سبب ګرځي او کم مصرف د سوداګرۍ د غورزیدلو سبب ګرځي. د ټولو ستونزو څخه په استنباط ویلی شو چي د نړیوالتوب پر ضد پالیسیاني نړیوال اقتصاد ته په ۲۰۱۹ کال کې ستونزي جوړولای شي.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د چین اقتصادي وده د دوه لاملونو له امله ټيټه شوه ، لومړی د پور په کچه کې کموالی او دوهم د متحده ایالاتو سره د تجارتي جګړي د لا پیچلي کیدو ویري له امله. له دي امله چین به په ۲۰۱۹ کال کې هڅه وکړي تر څو په مالي او پیسو پالیسي کې د نرمۍ څخه کار واخلي، د سود کچه يې لا د مخه د لنډي مودي پور لپاره د ۳٪ څخه ۲٪ ته راکم کړی دی.

په وروستیو کې د اروپايي اتحادي اقتصدي وده هم نا امیده کوونکې ده، په ۲۰۱۹ کال کې د لا نورو ستونزو سره مخامخ کیدلای شي. مثلا د ایټالیا د بودیجي بحران تر اوسه ادامه لري،همدارنګه د اروپايي اتحاديي څخه د انګلستان د وتلو مسله هم تر اوسه جنجالي ده. ددی ترڅنګ په اروپا کې د مثبت بدلونو هیلي هم لیدل کیږي، کورني عایداتو کې زیاتوالی، په کارموندنه کې مثبته لاسته راوړني د معاشاتو په وده کې پرمختګ ، په اقتصادي وده کې د پور مثبت رول، ددي ټولو لاس ته راوړنو له مخي اروپا ښايي په ۲۰۱۹ کال کې د ۱.۹٪ اقتصادي وده وکړي.

اسيايي هیوادونه

په تیرو کلونو کې اکثره اسیايي هیوادونو د اوږدي مودي لپاره رجحان څخه لوړه اغیزمنه اقتصادي وده درلوده. خو په وروستیو کې منقبض مالي پالیسي به په ۲۰۱۹ کې په منځنۍ کچه د ورو ودې سبب وګرځي.

په جاپان کې که څه هم د طبیعي پيښو له امله په اقتصادي وده منفي آثر شتون درلوده ،خو په روان کال کې د کارګرو په مارکيټ کې د اصلاحاتو، د بي کارۍ د کچي په کموالي او د معاشاتو په نرخ کې د زیاتوالی له امله  د ښه اقتصادي ودي وړاندوینه کولای شو، خو ددي سربیره د اضافي ارزښت مالیه یا Value-added Tax( هغه ماليه چي د شیانو او خدماتو د ارزښت په زیاتیدو سره په مالیه کې هم زیاتوالی راځي ) به د جاپان په GDP باندی منفی اثر ولري. په چين کې د پور د کچي د کموالي او متحده ایالاتو سره د اقتصادي جګړي ترڅنګ نور اسیایی هیوادونه لکه هند، اندونیزیا او فليپین چي د current Account deficit  یا د صادراتو او وارداتو نا آنډولۍ څخه رنځ وړي د پیسو د سختي پالیسی څخه د خارجي فشار او د انفلاسیون د متحرکاتو له امله په ۲۰۱۸ کال کې استفاده وکړه.په اسیا کې به د انفلاسیون کچه د فلپین او جاپان پرته نورمال وي، د تیلو نرخونو د غورزیدلو له امله به رامنځ ته شوی تغیر د کمي مودی لپاره وي ځکه ټيټ نرخ د OPEC لپاره په زیان دی او په اړه به يي مارکيټ ته د تیلو په صادرلو سره غور کوي ، خو په وروستیو کې د متحده آیالاتو د شیل کمپنۍ هم د تیلو د تولید او صادرولو لپاره تصمیم نیولی دی  دا په داسي حال کې دی چي د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې د یو بیرل تیلو بیه د ۵۵ ډالرو څخه ټيته وه ،خو سعودي بیا د یو بیرل تیلو لپاره ۹۵ ډالرو ته اړتیا لري تر څو د ۲۰۱۹ کال مالي بودیجه ترلاسه کړي. جاپان به په مالي پیالیسۍ کې د سختۍ خو چین او جنوبي کوریا به د نرمۍ څخه استفاده وکړي، هند به بیا د اعتدال لاره غوره کړي.په هند او اندونیزیا کې د ۲۰۱۹ کال انتخابات به په پالیسیانو کې احتمالي بدلونونه او د بازار مودني فرصتونه رامنځ ته کړي.

په ۲۰۱۸ کال کې د ډالرو بیه د توقع خلاف لوړه وه، خو په ۲۰۱۹ کال کې د ډالر اغیز د نورو هیوادونو په کرنسي باندی کم وي، ځکه چي د ډالر لوړوالی به خپل طبیعي حد ته ورسیږي، چي په مقابل کې به نورو هیوادونو پولي واحدونه خپل ارزښت بیرته لاس ته راوړي. په لنډ ډول ویلی شو چي په ۲۰۱۹ کال کې د چین کمزوري اقتصادي وده، د ونډو او اسعارو په بازارونو کې بي ثباتي سرمایه ګزاران بي باوره کړي دي. ددغه سترو ننګونو سره سره چي د نړۍ ستر اقتصادي قدرتونه ورسره مخامخ دي هغه د ۲۰۰۸ کال مالي بحران څخه وروسته د پیسو سخته پالیسی ده ، چي د یوي لسیزي څخه وروسته پلي کیږي.

https://www.goldmansachs.com/

https://www.forbes.com

https://www.livemint.com

https://www.cnbc.como-slow-in-2019.html

https://www.businessinsider.ineres-why/articleshow/65414896.cms

Financial Times

The Economic Times

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply