سیاست مخ او شاه نه لري / حافظ احمد نصرت

0 1,060

سیاست مخ او شاه نه لري او په ډيریو هیوادونو کي خلک دسیاسیونو دغلطو پریکړو او غلط سیاست ښکار سوې دي او دهمدې سیاستوالو په لومه کې ګیر سوې او دبیلابیلو اهدافو په موخه کارول سوي دي له دې مخکې چي د سیاست پر کارونې وږغیږم اړینه بولم چي دا ووایم چي سیاست څه شي دی؟ او څه مفهوم افاده کوي.

سیاست چې په انګلیسي کې ورته (پوليټیکس) وایي د یوناني کلیمې څخه اخیستل سوې ده. چې په مانا کې یې د ډېری شمېر پوهانو تر منځ اختلاف دی د ځینو په اند پوليټیکس د دوو یونانی کلمو څخه اخیستل سوې چې پولی (څو) او (ټیکس) اړخ یا مخ ته وایي. یعنې پوليټیکس د څو مخۍ په مانا دی. او ځینې بیا وایې چې پولیټکس د ښار په مانا دی او سیاست یې د ښار سره تشبیه کړی چې په سیاست کې د ښار په ډول هر څوک او هر څه شته او ګدون پکې کولی سي خو د سیاست کلمه یوه عربي کلمه ده چې د (ساس او سوس) څخه اخیستل سوې او مانا یې اصلاح کول او ښایسته کول دي په اصطلاح کې سیاست په دوه ډوله تعریفولی سو اول د سیاستپوهانو له نظره: سیاست هغه سوله ایز او غیر سوله ایز مشرتوب دی چې د وګړو پر اړیکو، ډلو او ګوندونو (ټولنیزو ځواکونو) د هېواد په دننه کې پر حکومتي چارو او د دولتونو تر منځ پر اړیکو باندې واکمني لري. دویم سیاست د اسلام له نظره: سیاست د هغې پوهنې نوم دی، چې د خلکو تر منځ ورورولي، مینه او یووالی پیدا کوي او په ټولو مسایلو کې اصلاح، تنظیم او ښکلا راولي. د سیاست اصلي موضوع د ډېرو پوهانو په نظر واک دی. یعنې د سیاست موضوع د واک لاسته راوړل، د واک ساتل او د واک لېږد دی. واک څه شی دی؟ واک هغه فکري او عملي ځواک دی چې خپلو مطلوبو غوښتنو او شرایطو ته عملي بڼه ورکوي. د سیاست څو نورې لنډې پېژندنې ۱- سیاست د یوه اندازه امکاناتو د غوره کارونې او د لږو امکاناتو څخه د ډېرې ګټې اخیستلو پوهه ده ۲- سیاست پر انسانانو حکومت کول دي. ۳- سیاست د واک لپاره مبارزه ده ۴- سیاست یانې په دې پوهېدل چې (څوک یې ګټي؟ څه شی ګټی؟ څه وخت یې ګټي، ولې یې ګټی؟ او څنګه یې ګټي؟). د سیاست په علم کې د ډېرو خلکو شک دی، چې آیا سیاست علم دی او که هنر دی؟ ځکه په نړۍ کې زیاتره داسې خلک شته چې سیاست یې نه وي ویلی اما سیاستوال وي او سیاست کوي. او همدارنګه ډېری داسې کسان سته چې سیاست یې مطالعه کړی وي اما سیاست نه سي کولی.

په دې هکله له ژورو څېړنو وروسته پوهان دې نتیجې ته رسېدلي. چې سیاست هم علم دی هم هنر دی یعنې د سیاست علمي مطالعه کول علم دی خو د سیاست عمل (ډګر) علم نه دی بلکې یو هنر دی. چې د هر چا په انفرادي او ځانګړې کارکړنه او استعداد پورې اړه لري.

که دسیاست عملي او کاري بڼي ته راسو نو تعریفاتو او عملي برخه کي به یې پراخ بدلونونه وویني ځکه څنګه چي سیاست تعریف او شرحه سوي هغه که اسلامي سیاست وي او که غربي سیاست وي په هغه ډول او میکانیزم سره یې سیاستوال نه پلي کوي.

اوس خبره دسیاست دمخ او شاه ده سیاست سیاست دی هغه که په نړۍ کي دی او که په افغانستان کي  ولي لوبغاري يې دیوي لوبډلي غړي دي.

که ټولنیز ژوند ته راسو هر څوک به په سیاست کي خبري کوي او ځیني وخت به مو داسي هم اوریدلي وي چي یوه پیښه یا یوه مسله په افغانستان یا نړۍ کي رامینځته سي نو دعوامو له خولي به واورئ چي دا خو نو سیاست دی.

په دې کي شک نسته چي سیاست مخ او شاه نه لري په سیاست کي هرڅه شوني او کیدونکې دي زه یې ښه بیلګي دولسمشرۍ ټاکنو دبیلابیلو ټاکنیرو ټیمونو مخته راتګ او دافغان سولې روانه پروسه کې یادولای سم.

هغه څه چي خلګو یې په اړه فکر هم نسو کولای او یو خیال ورته ښکاریدی هغه کارونه وسول او کیدونکې دي.

وروستیوکي یو ځل بیا دا وایم چي افغانان تازه په سیاست کي شکیل سوي او ډیرو افغانانو سیاسي شعور لا په سیاست کي خام او پیکه دی اوله افغان سیاستوال هیله کوم چي نور دې دهیواد د وراني او بدبختي پروژي پر مظلومو او بیچاره افغانانو نه تطبیق کوي او دخپلو شومو اهدافو لپاره دي تري سیاسي استفاده نه کوي.

په افغانستان کي دیو باثباته او شعوري سیاست په هیله

په درنښت

حافظ احمد نصرت

۱۳۹۷/۱۰/۲۸

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply