کابلۍ ټاکنې / غورځنګ سیال

0 856

د تلې پر ۲۸/۲۹ مه د افغانستان غیور ولس د تل په څیر یو ځل بیا حماسه وکړ‎ہ، دوی د ټاکنو پر ورځ د رای کارونې په موخه اوږ‎دہ قطارونه د خپل راتلونکي ټاکلو په پار جوړ‎ کړ‎ل، چې په دې لړ‎ کې د پلازمینې کابل خلکو ھم خپل ځان مکلف وباله ترڅو د ځان لپارہ خپل د خوښې استازی په ولسي جرگه کې ولري او د ولسي جرگې تللی حیثیت بیرته ورغوي۰

خو په تاسف سرہ باید ووایم چې ددغې ملي پروسې مدیرانو او مشرانو نوموړ‎ې ملي پروسه دومرہ نوم بدې کړ‎ہ چې د ولس اعتبار او اعتماد خو لا څه چې ھان روان او احساس ته ضرر ورساوہ۰

په سیستماتیک ډول سرہ سازماني شوی ټاکنې ھیڅ افغان ته د منکر وړ‎ نه دي او نه ھم وې۰

ټولو افغانانو له ھغې تندې سرہ چې تقریبا ۳ کاله یې غیر قانوني تقنیني قوہ پر ځان زغملی وہ، یوځل بیا د نامعلوم راتلونکي سرہ مخامخ کړ‎ل۰

د کابل ټاکنو بلواک کمیسیون د کمیشنرانو سرہ په شریکه تور بازار کې سوداگانې پیل کړ‎ې! او څو بېلگې دلته وړ‎اندې کوم لومړ‎ۍ درغلي:- ۷۳ محلونه یوہ ورځ مخکې له ټاکنو جوړ‎ او مشخص نوماندانو لپارہ د رایي استعمال په موخه سیمي ته واستول۰

دویم :- دوی خپلو مشخصو (ھغوی چې پیسې ورکړ‎ې وې) نوماندانو لپارہ د محلونو حساسو موادو په لیږ‎د کې کمې او زیاتي راوست په دې مانا چې یوہ سیمه کې ۵ محلونو لپارہ د دریو محلونو حساس مواد واستول بله سیمه کې ۵ محلونو لپارہ د لسو محلونو حساس مواد واستول او دا کار تقریبا د کابل په ۳۰% سیمو کې سرته رسیدلی دی۰ دریم:- د رایې کارونې په پاڼو کې په ډیرې سیمو کې تقریبا د درې سوہ نوماندانو لست نه و، بلکه د نورو نوماندانو نوم او شمیرہ دوہ ځلې چاپ شوي و۰

څلورم :- د ټاکنو پر ورځ د څو نوماندانو بریالي کېدو په موخه مامورین تغیر او تبدیل شول مثلا د قطار د تنظیم مامور د صندوق مامور شو او د صندوق مامور د بایومتریک مامور شو۰

پنځم:- د بایومتریک سیستم ماشینونه خراب وښودل شول او یا ھم ریښتیا خراب ول چې ۸۵% سلنه بایومتریک استعمال نشو۰

شپږ‎م:- د ټاکنو پر ورځ د محلونو بند ساتل د موادو نه شتون او نورو پلمو په واسطه چې د شپې لخوا ځینو نوماندانو په گټه ھماغه محل کې صندوقونه ډک شول۰

اووم:- د ټاکنو د پیل پروسه کې ھان خپله رئیس جمھور ( د ھیواد لومړ‎ي شخص ) پر ۹:۳۰ بجو رایه استعمال کړ‎ہ چې اصلا ۷ بجې د رایي کارولو وخت په گوته شوی و ۰

اُتم :- دویم ځل رایی شمیرنه یو بل تور بازار دننه په کمیسیون کې پرانیستل شو چې یو مامور ھان تر ۸ زرہ ډالرو پورې د کمیشنرانو او لوړ‎ رتبه مامورینو په واسطه وگمارل شو۰

د ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ پورې نوي مامورین په غیر د کومې شفافې پروسې د مشخصو نوماندانو د خپلوانو او دوستانو لخوا څخه وگمارل شول۰

نھم:- دوی خپلو مشخصو نوماندانو ته په دوھم ځل رای شمیرنو کې ھرہ ورځ رایې اضافه کولې د صفر څخه به سل او د سلو څخه به یې یوہ رایه جوړ‎وله چې ځیني شواھد به یې ھمدې لیکنې سرہ مل وي۰

لسم:- نوماندان د کمشنرانو په کمیشنکارانو سر شول، د کابل نوماندانو حتی په قطر دوبۍ، ترکې او دلته په سرای شھزادہ کې د بریالیتوب پر سر معامله کولې او ھان داسې ھم ویل کېږ‎ي چې یو تن د مجلسینو د مشرانو کورونو کې معاملې کېدې۰

غیر قانوني کړ‎نې چې رسنیزې ھم شوی، د کمیسیون مشرتابه په ډیرې بې شرمۍ سرہ منلې ھم دي۰

۱:- د ټاکنو تاخیر ۲ پورتنۍ درغلۍ ۳ ټاکنیز تقویم چې خپله قانوني حیثیت لري، خو مکررا تر پښو لاندې کېدل ۴ د شکایاتو کمیسیون د کابل ټولې رایې باطلې اعلان کړ‎ې چې پر قانوني لحاظ مونږ‎ ھم ھیڅ مرجع د تجدید نظر نلرو، خو بدبختانه چې حکومت په منځگړ‎یتوب بیرته لغوہ اعلان شو۰

۵ د احزابو ناظرینو د ۲۵ نوماندانو چې اکثریت بریالي نوماندان دي شکایت او د دوی پیژندل څارنوالي ته او د دوی تورونول په مالي فساد ۰

۶ – د ۳۰ ټیمونو نیول د تقلب په تور او د ھغوی بیرته خوشې کول دا او دېته ورته نور غیر قانوني کړ‎نې۰۰۰۰

اوس څه کول په کار دي او د کابلۍ ټاکنو کیسه چاته په کار دہ چې باید واورول شي؟ که چېرې حکومت غوږ‎ونه لري او غواړ‎ي دیموکراسي بنسټیزہ کړ‎ي، تر دې نور ځان د دنیا د شرم کوي نه !

نو پس!

د ټاکنو پروسې ټول مدیران دې مکافاتو او مجازاتو اصل ته په لید سرہ څارنوالۍ ته ور وپیژني د ھغو ولایاتو ټاکنې دې باطلې اعلان کړ‎ي چې ډیر شکایت ترې شویدي او د ټاکنو روانو پروسو د مدیریت لپارہ دې نوي، اھل، مسلکي او ھیواد ته ژمن کسان غورہ کاندي۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply