!د غني په واکمنۍ کې د دوستم مارشالي

لیکنه: حافظ احمد نصرت

0 837

له څنګه چي ټولو ته څرګنده ده چي سیاست  او سیاسي لوبغاړي دوخت او زمان په تیریدو سره تغیر کوي او اکثره وختونه پکي ادلون بدلون یو اصل بلل کیږي، لکه څنګه چي ماکیا ولي وایی له هرې ممکنې لارې کار واخلي د چل، فریب او مکارۍ په مټ ځان هدف ته ورسوي هغه وایی بهترین سیاست مدار هغه څوک دی چي خلک یې تېر ایستل او خپل  کار یې وکړ.

ولې په حقیقت کي دا سیاست نه دی سیاست ځان ته خپل تعریف او اوصول لري افغانستان هم دنړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چي د کلونو راپدیخوا د سیمې او نړۍ دمافیایی کړیو او استخباراتو په لومو کې راګیر هېواد دی.

هېواد کې دننه اکثره سیاسیون او یو شمیر لوړپوړٍي چارواکي کي په یوه چاه، سیمې او هیواد پوري تړلي دي چي دهغوئ د ګټو او سیاستونو دپلي کولو لپاره کار کوي ان داچي یو شمیر خورا په رتبه لوړ سیاسیون د افغانستان دملي ارزښتونواو فرهنګ  د له مینځه وړلو پروژي تطبیق کوي،زه یې ځیني بیلګي د بریښنایي د تذکرو پروسه کي خنډ، پوهنتون او دانشګاه افغانستان او خراسان کلماتو پر سر جنجالونه یادولای سم.

په هېواد کي هم اکثره وخت دچارواکو او سیاسینو ترمنیځ دواک،ګوند او شخصي ګټو پرسر جنجالونه هغه څه دي چي هیواد یې له اقتصادي رکود او ګڼ نور ستونزو سره مخ کړي،سیستم کي فساد، بي عدالتي، ناامني او نامتوازن انکشاف، پروژو کي فساد ان وچه ډوډۍ وېش او کرونا پیسې هم حیف او میل سوي چي د هیوادوالو سخته غوصه یې راپارولي ده.

ورځ تر بلي  ولس له ملت څخه فاصلي نیسي او په لیريو پرتو سیمو او ولسوالیو کي خپل ټولې چارې او دعوې په وسلوالو طالبانو باندي خلاصوي.

 دهېواد په دې حساس پړوا او شرایطو کي چي له یوی خوا دسولې خبرې خورا ګرمې او دبین الاافغاني مذاکراتو لپاره شرایط چمتو سوي تازه ولسمشر غني دوستم مارشال کړ او دمصالحي عالي شورا مشر یې د مارشالۍ رتبه ورته ډالۍ کړل.

ډیری خلک به وایی چي دوخت مجبوریت دی او ولسمشر مجبور وو چي دا کار یې وکړ  ولي په حقیقت هغه په دې سره دډيریو خلکو زړونه له لاس ورکړل او اکثریت ملت یې خفه کړ.

ولسمشر هغه څوک مارشال کړ چي له لاسونو څخه یې اوس هم دافغانانو دوینو بوی ځي هغه څوک چي دهمدې ولسمشر لومړي مرستیال وو او بیرته پر ضد اپوزیسیون کي دولسمشر خلاف فعالیتونه ترسره کول.

دلته څرکندیږي چي په سیاست کي هرڅه شوني دي او تر ‌ډیره سیاسیون او چارواکي  دواک او دبدبې دچلولو لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي.

رښتیا هم افغانستان کي دهغه چاه عزت او قدر کیږي چي زر او یا هم زور ولري دوستم چي د زرګونو افغانان قاتل دی اوس مارشال سوو.

تاریخ هرڅه لیکي داچې غني دخپلي واکمنۍ پرمهال دوستم مارشال کړ کلونه وړاندې کرزي فهیم ته د مارشالۍ رتبه ورکړي وه.

ورستیو کي دهیواد پر لوستو او وطن مینو ځوانانو ږغ کوم چي دهرې ناروا او ظلم پر وړاندې مو ږغ اوچت کړئ حق ته حق ووایاست او باطل ته باطل دا هیواد ځوانانو ته اړتیا لري دهیواد درغوني لپاره ځوانې انرژي  ته اړتیا سته د سولې د ملي پروسې د ملاتړ سره سره دهیواد د ملي ارزښتونو دساتنې ترڅنګ له هرې ناروا پرده پورته کړئ! په خپلو کي یو سئ یوالي کي مو خیر دی.

ولسمشره! دوستم دې مارشال کړ ولس دې خفه کړ هیله ده  د دولس دا خفګان هیواد ته دتل پاتې سولې او امن په راویستلو سره لیرې کړې.

په درنښت

حافظ احمد نصرت

۱۳۹۹/۴/۲۵/

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply