د افغانیو ترویج کمپاین او د چارواکو ستاینه

غورځنګ سیال

0 884

گران ھېواد د څو لسیزو را په دې خوا د جنگ په سرو لمبو کې سوزي، دغې کرغېړن نابللي جنگ را څخه نږدې ټول ارزښتونه لوټلي او یو اړین ارزښت په ھغو کې د افغانیو نه استعمال و۰

په دا تېرو څو کالونو کې د ځوان کول بېدارۍ سرہ د پنجاب او ایران دوھم مخ ھېوادوالو ته ښه تبلیغ سو او پایله ھم دا سوہ، چې د افغانانو په زړونو کې د دواړو مېرڅمنو گاونډیو دولتي او استخباراتي ادارو ته کرکه پېدا شوہ، دوی اوس کوښښ کوي چې څنگه دغه کرکه نندارې ته وړاندې کړي او دا د مثبت بدلون لپارہ ښه زیری دی۰

افغانان (نه حلقه بگوش ایجنټان) کوښښ کوي د بھرنیو، خو په ځانگړي توگه د دغه دوہ ھېوادونو تولیدي توکي، بانک نوټونه او حتا سلیقو سرہ توپیري چلند وکړي او دوی ته وښایي چې له تاسو کرکه لرو۰

اوس راځم خپلې آر (اصلي ) خبرې ته!
دا څو ورځې کېږي چې د ډېرو مطرحو او پوھو خلکو پر پاڼو د ځینو دولتي چارواکو ستاینې وینم،ولې ھغه څوک چې خدایي خدمت گاران دي او د زړہ نه په خودجوشه توگه د افغانیو د ترویج پهموخه منډې ترړي وھي ھسې باد راوړي ورته بریښي۰

دوہ خبرې نوټ کې ذکر کوم، چې ملگري بیا بل فکر ونه کړي۰

نوټ:- په دې ډاډمن یم چې د بھیر ترڅنگ نور ډېری بنسټونه او ځوانان– یو ھم د ځان ستاینې او یاھم چېرته د موقف پېدا کېدو لپارہ دغه ملي مبارزہ مخته نه وړي، بلکه د یوہ وجداني مسولیت اداینېپه موخه یې لستوڼي را بډوھلي دي۰

دویم دا چې دغه چارواکي چې ما دلته یاد کړي، ھر یو نوشیر صاحب راته د زړہ نه گران او ځوانکادر دی، میاخېل صاحب سرہ مې دوہ یا درې ځل لیدنه شوې دروند او علمي شخصیت دی، فدایيصاحب مې ملگری، شمیم خان کټوازی صاحب مې ملگری دی او ھمدارنگه نور ھغه ملگري چې پهعین مھال د افغانیو ترویج لپارہ کار کوي او دولتي دندې ھم لري؛ زہ ورسرہ په شخصي ژوند کېیوازې دا نه چې ستونزہ نلرم، بلکه په سرخرویي او پرمختگ یې لا خوښېږم او ھر یوہ ته د زړہ نهاحترام ھم لرم۰

خو !

زما غوښتنه د ملگرو دا دہ، چې د پورتنیو چارواکو دا دندہ او مسولیت دی، ترڅو په خپل اداريچاپېریال کې قانون تطبیق کړي او دا د قانون یوہ برخه دہ، چې تاسو باید د خپلۍ کرنسۍ د نرخ ثابتساتلو لپارہ اړین قدمونه پورته کړئ، تر دوی مخته چې کومو اشخاصو دغه کار د خپلې حکومتولۍپر مھال ندی کړی، ھغوی وظیفوي غفلت کړی او باید پوښتنه ترې وشي۰

دا چې موږ افغانان د پرمختگ، مثبت بدلون او افغاني ھر کردار ژوندي کېدو ته دومرہ وږي او تږيیو؛ حتا که چا خپله دندہ ھم سمه سرته ورسوله د زړہ له کومې ترې مننه کوو او ھغه شخص ته دسترگو په لېمو کې ځای ورکوو او دا ښه دود دی، زہ نه وایم چې ناسم کار دی، ولې تر دوی وړاندېباید له دغه دوہ قشرونو ډېرہ ډېرہ مننه او ستاینه وشي۰

۱– د افغانستان ولس : په ځانگړي توگه د ھغو ولایاتو له ولسونو مننه وشي، چې نن ډېری یې حتااقتصادي ستونزې (د پیسو پېر او پلور کې ورته تاوان رسېږي ) پر ځان مني، خو د نورو کرنسیو اوپه ځانگړي توگه د پنجاب پیسو (کالداروته نه وایي۰

۲– دا ډله د ډېر تمجید او ستاینې وړ دہ، شاید زہ ھم داسې الفاظ پیدا نشم کړای چې د دوی له کړنومننه وکړم۰

ھغه نوی کول او نوی ځوان دی، چې یا د یوې ټولنې په چوکاټ کې او یا ھم د یوہ شخص په توگه،په کلي، کور، حجرہ، دېرہ، جومات، غونډہ، ټولنیزہ رسنۍ او ۰۰۰ کې د څو کالونو را په دېخوا دملي ویښتابه لپارہ في سبیل الله کار کوي۰

دا ھم مه ھېروئ، چې د کالدارو او یا نورو بھرنیو اسعارو پر وړاندې دغه نننی کمپاین دی ھمدا ننپیل شوی وي او ھمدا نن دې پایله ورکړي وي، نه داسې ندہ، دا د څو کالونو پرلپسې زیار، ھڅې اوھاند پایله دہ، چې نن ورته بستر امادہ شو او د نېکه بخته عملي کېدونکی دی۰

په پای کې له ټولو ھغو دوستانو ھیله لرم، چا چې د افغانیو د ترویج په برخه کې منډې ترړې کړياو زیار یې گاللی خپل یو انځور یا د پوسټ یو سکرین شاټ دې راواستوي د خپلې شمېرې سرہ، چېبھیر په پام کې لري د ھمدغه چارواکو ترڅنگ د افغانستان متدین، غیور او خپلپالي ولس او ځوانانوته د ستاینې یو مجلس جوړ کړي۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply