د ولسمشر غني له وینا زما لومړنی برداشت/ ایمل جلال

0 803

که څوک راته ووايي چې په یوه جمله کې د ولسمشر وینا راته خلاصه کړه نو ورته به ووایم چې د غني ټوله وینا د هغه د ټیم د شعار « دولت جوړونکي» د اصطلاح یوه مختصره تشرېح وه او بس! زه یې هم پر همدې اړخ غږېږم:
هغه څه چې پدې وینا کې ماته په ریښتیا نوي او جالب وو، هغه د پیاوړي مرکزي دولت پر جوړولو دومره اصرار و. مثلاً ویې ویل چې « هیله ده قضاوت دا وي چې موږ په دغو سختو شرایطو کې په زغم، تدبیر، حوصلې او پوره دقت سره د افغانستان بقا مو تضمین کړله او افغانستان سره مو خپله وفا ثابته کړه. موږ له تهداب څخه اول منزل ته رسېدلي یو.» دلته منطقي تسلسل ته ښه دقت وکړئ!
د افغانستان د بقا پر تظمین له ټینګار وروسته پر پیاوړي دولت جوړولو ټینګار ظاهراً کیدای شي د رقیبانو لخوا د نظام د بدلون غوښتنو ته ځواب او همداراز د اجرایه ریاست د لمنځه وړلو ته اشاره وي خو فکر کوم دا تحلیل نیمګړی دی. ددې اصرار تر شا د افغانستان د معاصر تاریخ یو شخصیت ته محتاطانه اشاره هم ده چې غني پرې د زړه له تله باور لري خو په عام محضر کې یې د نوم له اخیستلو سره احتیاط کوي.
ولسمشر که څه هم یو ځل بیا د شاه امان الله د ناتمام فصل د تمامولو اراده وښودله خو د «پیاوړي مرکزي دولت» داعیه شاه امان الله ته د نوموړي له نېکه امیر عبدالرحمن خان څخه په میراث پاتې ده!
فکر کوم دا لومړی ځل دی چې غني تر امان الله خان هم یو دوه ګامه وروسته لاړ او د «دولت جوړونې» یې له امان الله خانه نه بلکې له امیر عبدالرحمن څخه پیل کړ. غني د امیر عبدالرحمن خان په اړه ځینو حساسیتونو ته متوجه دی او فکر نه کوم چې نوم به یې لکه امان الله خان په زغرده واخلي خو د نوموړي له نننۍ وینا داسې ښکاري چې هغه لږ تر لږه د دولت جوړونې په پروسه کې لومړی د عبدالرحمن خان د ناتمام فصل د تمامولو اراده لري!
البته د افغانستان په معاصر تاریخ کې دغه بحث اوس هم تازه دی چې د مدرن دولت تاریخ باید له امیر عبدالرحمن خانه پیل شي او که له شاه امان الله خانه. لږ تر لږه اشرف غني د یو اکاډمیک شخصیت په توګه پدې باور دی چې باید له عبدالرحمن خانه پیل شي. د ولسمشر د دوکتورا تېزس له احمد شاه بابا نیولې تر عبدالرحمن خانه پورې تاریخي بهیر رانغاړي.
د ولسمشر غني خوښېږي چې د خپلو کړنو مشروعیت د هېواد په تاریخ کې ولټوي. ځان له تاریخ سره تړل د مدرن سیاسي ذهنیت مهمه ځانګړتیا او د دولت جوړولو لپاره ریفرېنس دی. ځینو شعارونو ته باید د تاریخ له عینکو هم وکتل شي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply