سیاست ته د راتلو په اړه د کرینه کپور وروستی دریځ

0 724

د هندوستانۍ سېنما ښکلې او مشهورې فلمې ستورې او بالیوډ کشرې خان سیف علی خان مېرمنې کرینه کپور سیاسی ډګر ته د راتلو په تړاؤ خپل دریځ روښانه کړ او ډېرو مینوالو تلوسې یې ختمې کړې.

له یو څه مودې راهیسې په هندوستان کې د کرینه کپور د سیاسی کېدو او سیاست ته د نوموړې د راتلو خبرې کیږی.

د هندوستانی رسنیو د رپوټونو له مخې، کرینه کپور د سیاست نړۍ ته خپل راتګ رد کړی او دا یې هسې اوازې بللی.

نوموړی ویلی چې کومې ډلې یا ګوند ورته په راتلوونکو ټاکنو کې د هغوی سره د یوځای کېدو بلنه نه ده ورکړې او په خبره یې اوس مهال یې خپل ټول فکر په فلمونو او خپل کار متمرکز دی.

د ځینو رپوټونو له مخې، د هندوستان یو ایالات مدهیه پردیش د یوه ښار بهوپال سره اړیکه لرونکی کانګریس لارښود د ګوند مشر راهول ګاندی ته یو خط لیکلی چې په دغه خط کې یې نوموړی خپل مشر ته داسې باور ښکاره کړی چې د دغه اداکارې پر مټ کولی شی په بهوپال ښار کې خپل سیال ګوند بی جی پی ته ماته ورکړی.

په خط کې لیکل شوی چې د همدې لپاره هڅه داده چې کرینه کپور راتلوونکو ټاکنو لپاره کاندیده شی.

هاخوا:
ویل کیږی چې د کانګریس لارښود د مدهیه پردیش د اعلی وزیر سره هم لیدنې لپاره وخت اخیستی چې په کې نوموړی د دغه ښکلې اداکارې لپاره د ټکټ د اخیستو په موخه چمتووالی ونیسی.

د یادولو ده چې د کرینه کپور خسر او د سیف علی خان پلار او هندوستان پخوانی کرکټ منصور علی خان پټودی هم په کال ۱۹۹۱ کال کې د بهوپال ښار په شویو ټاکنو کې برخه اخیستې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply